غزل

ســتا ددرد کيســـــــو ته په ژړا يـــــمه
ګل يـــمه غرمــــــــو ته په ژړا يـــــمه
 
ژوند يې راته شين کړ دخـــــــندا فصل
خدايه اوس هغــــــــــو ته په ژړا يمـــه
 
څـــــنګه به دې وويـــــــنم خوبونو کې
تورو تورو شــــــــپو ته په ژړا يــــمه
 
څه يې ويل ، دحال په ژبه پوه نه شوم ؟
تېـــــــرو زمانو ته په ژړا يــــــــــمه
 
ما غوندې اوچتـــــې شي را وغورځي
سيــنده ! ستا څــــپو ته په ژړا يـــــمه
 
ژوند څــه و دژوند ســــــندره څه مانا
شــــناختو او جــــــنډو ته په ژړا يـمه
 
څه خوږه شېـــبه وي تر خـيبر پورې
ځم چــې فاصـــــــلو ته په ژړايــــــمه
 
ټپ دنرګســــــي ســـــترګو وژلــى يم
ستاســـــــوو لېـــمو ته په ژړا يــــمه
٢٠١٢ جون  ٣  _ کابل



\"\"