
(٣)
ډاکټر
سر کښته ځړولي و،تر ډېره په فکر کي و.
-
چاى در واخله،دفکر لپاره وخت لرو ،انشاء الله رب له موږ سره دى.
ډاکټر
چاي غوړپ کړ،وې ويل: که رښتيا ووايم، کلونه مي همدا ارمان و چي افغانان په يوه ټغر
سره راټول شي،داتبرګنۍ او تعصبونه پرېږدي،زه نه دهر افغان همدا ارمان دى، خو قومي
او فکري غرور اجازه نه راکوله ، پردو ته مو غاړه اېښودلاى شواى خو خپل ته مو مشر
ويلاى نشواى.پوهېږم ،دکلونو دښمنۍ وروسته ددوستۍ کلمه په خوله راوړل څومره سخته ده،خو
زه له تاسره يم.
-
انشاء الله،تر وروستۍ سلګۍ او وروستي څاڅکي به هڅه وکړم چي هغوى راولم او يو خدمت
ترسره کړم، خو تر هغه وړاندي مو نور ډېر څه په مخکي دي،مثلاً داچي زه تر دې دمه
ډېر نوي راغلي څه نه پېژنم، خلک ، سيمي ،څيزونه ،په دې هرڅه کي ديوه ملګري په حيث
ستا مرستي ته اړ يم،غواړم څيزونه راته وپېژنې، په سيمو مي بلد کړې،خلک له ځانګړنو
سره راوښايي،خو داسي چي هيڅوک هم پوه نشي.
وې
ويل:رښتياهم ،داخبره ډېره مهمه ده او په يوه کوچنۍ اشتباه دي ښايي ډېر څه خراب شي.
ومي
ويل:نو بسم الله، لومړى داستا په لاس کي څه دى؟
وې
ويل:دا موبايل نوميږي، هغه دپخوانيو ټليفونو په څېر دى،خو البته ښه والى يې دادى
چي په جيب کي لوېږي ،لين نه لري،پيسي هرځاى ورلوېږي او ... کورته ننوتلو، دايخچال
دى، دا اي سي ده ، دا کورنى ټليفون دى،دا ....
دميز
دسرماشين يې راته وښود:دا کمپيوټر بولي، يو يې لوى وي او يو هم داسي کوچنى، په دې
کي خطونه ليکل کېږي،دټايپ ماشين په څېرليکل کوي، کتابونه پکي وي،فلمونه پرې کتل
کېږي ،عکسونه لري ... هغه يې چلاند کړ، هلته يې عکسونه راته وښودل،وې ويل :دادي
مېرمن ده،....نوميږي، دا دي زوى يعقوب دى ، دا
استاد .... دى.
ډاکټر
راسره ملګرى و،دکور څخه يې وايستم،په يو نوي موټر کي يې سپور کړم،ويل يې داموټر
ستا دى ، مرمۍ ضد دى، هغه دي ساتونکي دي،ومي ويل :مګر جنرال هم بايد مرمۍ ضد موټر
وګرځوي؟
وې
ويل:هو! دلته جګړه ده او پله په هغه بله خوا درنه ،نو ځکه بايد ځان وساتي.
ومي
ويل:نو چي زه هم ځان وساتم ملت به څوک ساتي؟
راته
وې خندل :خو له همدې ملته يې ساته!
ځايونه
يې راښوول ،کوټه سنګي ده،دهمزنګ دى، ښارنو دى ، جاده ميوند ده ،پسي تللو ....ښار
بدل شوى و، که څه هم دڅو کلنو جګړو نښي اوس هم پکي ليدل کېدي ،خو بياهم سړکونه
پاخه شوي و، دنګي ماڼۍ وې، نجوني يې دخلقيانو تر وخت هم په وراخواته لباس کي
ګرځېدې ، هلکان په پتلانه کي و، نوي – نوي موټرونه په سړکونو روان و.
ماښام
ستړي ستومانه کور ته راوګرځيدو.ده دسبا راتلو په وعده يې خداى په اماني واخستله او
زه ستړى په بستره وغځېدم.
سهار
اته بجې راپاڅېدم، لمونځ قضا و، چوکيدار مي راوغوښت ،ورته مي وويل: لمانځه ته دي
ولي راپورته نه کړم؟
په
وېره يې راته وکتل،حيران و ، ژر مي فکر شو ،چي اه! موږ خو لس کاله په ډېموکراسۍ کي
راتېر کړي ،ژر مي ورته وويل:ځه لاړ شه،له دې وروسته مي سهار وختي راپاڅوه.
په
ناشته ناست وم، چي ډاکټر هم راورسيد، روغبړ او کور خيرت پوښتني وروسته يې له لاسي
بکس څخه کمپيوټر راويست ،ويل يې:نن بايد وزارت ته لاړ شي،خو لومړى بايد خپل ترلاس
پورته او لاندي کسان وپېژني ،ځايونه درته معلوم شي.
ومي
ويل:مګر ته يې څه پېژنې او دانځورونه دې له کومه کړل؟
حيران
غوندي يې راته وکتل، پام يې شو چي دخپل ځان په اړه ورڅخه هېر شوي دي،وې ويل: زه هم
هلته دنظامي ډاکټر تر نامه لاندي ورځي تېروم .
لګياشو،
دا دفاع وزير دى، داستر جنرال ،داجنرال ،دافلاني جنرال ،دا ....
دا
ددفاع وزارت دروازه ده،لومړۍ پوسته ده،دلته په موټر کي سپور تېرېږي ،بيا بله پوسته
ده، وروسته به هلته کښته شي. دا ښي لاس ته ستا دکار اطاق دى ،هغه دفلاني جنرال،
ددفاع وزير دفتر دى.
تر
دې چي تر لسو بجو يې ډېر څه راته وښوول.دفاع وزارت ته روان شوو،په لاره مي زړه
دربېده ،هسي نه چي څوک راباندي پوه شي،خو رب مل و، چي اطاق ته ننوتم ، ددفاع وزير
امر راغى چي بايد خوست ته لاړشي او خپل سرتيري معاينه کړې.
زړه
مي له خوښۍ په ټوپو و،درب شکرونه مي اداء کول چي له څومره غټي ستونزي يې وساتلم. ٢
بجې دالوتکي پرواز و، له يو شمېر سرتېرو سره له وزارته روان شوم، په ميدان هوايي
کي سپور شوم او خوست ته لاړم.
دخوست
هوا ګرمه وه، دوړې او سپېره کلي وو، قرارګاه تر ښار وتلې دسرحد خواته وه،الوتکه د
قرارګاه په منځ کي کښينستله،سرتيري په منظمو ليکو کي ولاړ و،سلامي يې وکړه او يوې
پراخي ښايسته کوټې ته يې بوتلم، دا زما دهستوګني ځاى و.
په
همدې ماښام مي دترلاس لاندي کسانو غونډه راوغوښته ،له هغو يو دوو جګړنانو پرته چي
ډاکټر راته بې اعتباره ښوولي و،نور ټول راغلل. تر اخوا – دېخوا خبرو وروسته ار
مطلب ته راغلم ،ورته ومي ويل: پوهېږم چي دا تاسي راغونډ شوي کسان ټول هغه ياست چي
تر پرونه مو دشوروي او کمونستانو په وړاندي جهاد وکړ، تر هغه راورسته تر دې دمه
دطالبانو په خلاف جګړه کوئ او دملت په ساتنه کي مو ټول ژوند تېر کړ، سره له دې چي
مشران مو په وينو لوبي کوي، داختري په څېر مو دقربانۍ ميدانونو ته ټيل وهي،خوتاسي
همت له لاسه ورنکړ، درب لپاره او داولس لپاره مو له هيڅ راز سرښندني ډډه ونکړه،زخميان،شهيدان
او معيوبين مو ورکړل خو له مقاومته مو لاس وانخست.
اتلو
سرښندونکو! ددې ټولو قربانيو سره مو کله فکر وکړچي اخر مو ددې هڅو پايله څه
شوه،دچا لپاره شهيدان سواست او دچا لپاره مو ټپ وخوړ، له چا دفاع کوئ او په چا
حمله کوئ؟
وې
ويل: معلومه ده،دملت دساتني لپاره جنګېدو او دترهګرو په وړاندي به جنګېږو.
ومي
ويل :هو ! رښتيا ،څه فکر کوئ ترهګر به هغه وي چي په يوه مجهوله بهانه په هيوادونو
تېري کوئ او که له خپلي خاوري دفاع ؟ ترهګر هغه دى چي دملت په منځ کي اوسي او که
دملت له ډاره تر ازغنو سيمونو او خندقونو اخواته؟!
ټولو
په يوه غږ وويل:هغه چي دملت او دوى ترمنځ خندقونه وي.
مرستيال
را په غوږشو ،وې ويل:نن تاسو بل شان خبري کوئ ،خو هرڅه چي مو په زړه کي دي،بې
تکليفه يې وواياست ،موږ ستا تر امر لاندي يو ،مرګ او ژوند مو له تاسره دي.
ومي
ويل:ملګرو مننه! پوهېږم چي موږ يو دبل يو،تل مي له تاسي اطاعت ليدلى او تل
رښتينولي ،نو دزړه په غوږو يې واورئ:
له
مودو راهيسي يوڅه فکرمن کړى يم،هغه دملت دنجات مسئله ده. اخر تر کله به جنګ يې ؟
ولي بايد وجنګېږو؟ مهمه داچي دچا لپاره جنګېږو؟ ايا ټوپک به مو هرڅه حل کړي، سمه
ده چي موږ ته دملت دساتني لپاره يوازي ټوپک راکړل شوى ،خو راځي ګريبان ته سرونه ټيټ
کړو،موږ دملت لپاره جنګېږو که په ملت باندي جنګېږو؟ ايا مخالفين دافغانستان دي که
دابهرني ځواکونه ؟
خو
معلومه ده چي مخالفين،نو بيا ولي دخپلو افغانانو په وړاندي وجنګېږو،ولي دپرديو له
ګټي دفاع وکړو؟ لنډه داچي زه غواړم نور دادپرديو په ګټه جګړه ختمه کړم، زه له
طالبانو سره يوځاى کېږم؟ستاسو خوښه ، زه په چاباندي خپله رايه نه تپم،هرڅوک چي له
ماسره راځي، وعده ورکوم چي دخداى او تاريخ په وړاندي به سرلوړى وي او دکوم هدف
لپاره چي روزل شوي،هغه به يې ترسره کړى وي!پوهېږم دا کار دومره اسانه نه دى، موږ
به بيا د٤٨ او ٥٠ هيوادونو سره په جګړه کښېوزو، دچورلکو تر بريدونو لاندي به راځو
په غرو او رغو به سر کېږو ،خو موږ به يوازي يو ډاډ ولرو :موږخپلواک يو ! او دابه
مو دزامنو لپاره تر ډېرو مادي وياړونو غوره وياړ وي.
تر
نيم زياتو لاسونه پورته کړل،ويل يې :موږ دي ملګري يو! هغه نور هم تر څو پوښتنو او
ځوابونو وروسته موافق شول او پدې توګه دپنځلس زره سرتېرو دغلامي دطوق په ايسته
کولو پرېکړه وشوه.
دوي
مي رخصت کړل،مرستيال اويو بل افسر ته مي دکښيناستلو وويل، ورته کړه مي:داچي
الحمدلله ټول دوطن پالني او جهاد خدمت ته چمتو شوي دي،اوس خبره داده چي پيل به يې
څرنګه کوو؟
مرستيال
ترڅه شف – شف وروسته وويل:جنرال صاحب! وېريږم په خيانت به مي متهم کړې؟
ومي
ويل:نه وايه! دا خيانت نه و، موږ دملت غېږي ته ځو او له پردو تښتو دې ته خيانت نه
وايي.
وې
ويل: تر دې وړاندي ما دمخالفينو له يوه قومندان سره څه اړيکي درلودې،شرط داوو چي
موږ به په دوى کار نلرو او دوى به په موږ،دوى پوه شه او امريکايان.
ومي
ويل:داقومندان څه نومېږي او چېرته اوسي؟
وې
ويل: زيات وخت دافغانستان دننه وي ،خو کله چي اړ شي ميرانشا ته ځي، مولوي احمدجان
نومېږي.
مولوي
احمدجان ! مولوي احمدجان! نه دا به هغه نه وي ،ګومان نکوم په دې نامه به بل څوک
وي، ده ته مي وويل :ته يې اصل پېژني ،دکوم ځاى به وي؟
وې
ويل: دغزني دقره باغ دى .
اف
! څومره ښه ،همغه قوماندان چي کلونه مو په يوه سنګر کي جهاد وکړ، هغه چي دمرميو تر
باران لاندي او داورونو په منځ کي اوږه په اوږه جنګېدو ،هغه چي څو ځلي مي يې
دژغورلو لپاره ژوند په خطر کي واچوو، وخت څومره ظالم دى، موږ هغه ديوه سنګر ملګري
ديو بل په خلاف جنګېدو ،بې له دي چي پوه شو ولي او دڅه لپاره جنګېږو؟
ده
ته مي وويل ،سمدستي ! سمدستي ورشه او اړيکي ورسره ونيسه چي موږ قرارګاه تسليموو.
په
څو ورځو کي ټول ترتيبات په ډېره پټه ونيول شول،تر کوم بريده چي پوهيدم نو عادي
سرتيري هم خوښ و، دوى ټول اوښتون ته چمتو و ،خو يوې خولې ته يې اړتيا درلوده چي
ديوه بدن دبيل شوو غړو ديوځاي کيدلو اواز پورته کړي. مېرمن او بچيان مي له کابل
څخه راوغوښتل ،هغوى هم په خوښي ومنله او دخپلواکي لپاره هر ډول خطر منلو ته راسره
چمتو و.
سبا
مي دژوند تاريخي ورځ وه، داسي ورځ چي نه يوازي په ما او سرتېرو پوري يې اړه
درلوده،بلکي دا ديوه ملت برخليک ټاکوونکې ورځ وه، دا دتاريخ زريني کرښي وي چي
دکتاب په پاڼو ليکل کېدلې، په سرحد کي د .... غره په لمنو کي سره مخ شوو، له دې
خوا په منظمو درېشيو او نوي وسلو سمبال پوځ خو له هغې خوا په زړو کالو کي زړې وسلې
په لاس.په لاس ،پښه او سترګه معيوب کسان ، سره له دې چي په مادي لحاظ موږ پرې ډېر
ښه وو،خو ددوى رعب ته دټولو سرونه ښکته وو.
تر
سرتېرو ور وړاندي شوم، له هغې خوا قوماندان احمدجان را روان و، نوراني مخ ،شنه
بخونه ږېره ،سپېنه بګړۍ يې په سر وه،دايوه هيجانوونکې شېبه وه، دوه ورک ملګري ،
ديوه کور دوه غړي ، مشر او کشر ، له کلونو بې هدفه او ناشعوره جګړې وروسته سره
يوځاى کيدل.په اسمان کي سپينه ورېځ راغله ،ميده – ميده څاڅکي يې دخوښۍ داوښکو په
څېر تويي کړل، افغانانو يو بل په غېږ کي نيولې وو، اتفاق ته يې غره هم سرټيټ کړ او
داځل دوينو په ځاى په مينه افغانان سره يوځاى شول.
بشيراحمد
ريان
٢٢
ثور ١٣٩١هـ ل،کوټه