
وروسته تردی چی افغان ټیلیکام او انسټا
ټیلیکام د خپلو ټیټی کچی خدماتو له وجی له ماتی سره مخامخ شول ، په تلویزیونونو کی
یی هره ورځ د درواغو اعلانونه خپریږی او آن تردی چی په اعلان کی ګورو چی د DSL لین د راوټر پرځای د کمپوټر په Modem port کی وصلوی او وایی چی له یو
میګابایټه انټرنټ څخه کارواخلی ، حال دا چی نوموړی پورټ د ډایل اپ لپاره کارول
کیږی.
له بلی خوایی می پرون د ملی ټلویزیون له لاری
ولیدل چی له خلکو سره یی مرکی کولی او د اتصالاتو د 3G په
خلاف یی د خلکو شکایتونه خپرول ترڅو انسټا ټیلیکام او افغان ټیلیکام ته د خلکو پام
واړوی.
په اول کی دا خبره واضح کول غواړم چی زه نه
خو د اتصالاتو کمپنی کارکونکی یم او نه هم ماته د دی لیکنی په لپاره څوک پیسی راکوی خو زه شخصا د اتصالاتو له
کمپنی څخه راضی یم او نه غواړم چی دا کمپنی له ماتی سره مخامخ شی، ځکه د اتصالاتو
کمپنی په افغانستان کی په مناسبه بیه او ترټولو ښه خدمات خلکوته وړاندی کوی.
د تری جی خدماتو پیریدونکی دی دا شرایط په
پام کی ونیسی:
د ۸۹۹ افغانیو په بدل کی ۳ ګیګا بایټه انټرنټ
د کمپنی له خوا خلکوته د یوی میاشتی لپاره ورکول کیږی، اوس دا په خلکو پوری اړه
لری چی په ۳ جی بی انټرنټ په یوه میاشت کی مصرفوی او که په یوه ورځ کی، ځکه سرعت
یی ډیر لوړ ده له 1MB/ps نه نیولی تر 2MB/ps
پوری چی دا یو عالی سرعت ده.
ما تردی پخوا د انسټا ټیلیکام د DSL څخه کار اخیستل او
په لمړیو وختونو کی یی ښه کارهم کول خو بیا وروسته پکی غلاوی شروع شوی او د ټاکلی
سرعت نیمایی به یی خلکو ته ورکول، نو وروسته ما د اتصالاتو له همدی تری جی څخه کار
اخیستل شروع کړل .
که څوک غواړی چی د اتصالاتو له میاشتنی بنډل
څخه تر ډیر وخته پوری ګټه پورته کړی نو د بیځایه Download او live videos
له کتلو نه د ډډه وکړی او یواځی د خپل ضرورت لپاره دی کار ترینه واخلی.
د اتصالاتو شرکت وړاندیز.
۱ـ ستاسو خدمات ترتولو نورو شبکو د تعریف وړ
دی خو یوه ستونزه چی په تری جی کی شته هغه داده چی signal یوازی په آزاده هوا کی سم کار کوی معنی دا چی که
له کوره بهر له انټرنټ نه کار اخلو سم کار کوی خو په کور کی دننه بیا سم کار نکوی
او تاسو باید خپله توجه د سیګنل تقویی ته متوجه کړی .
۲ـ تاسو خپل سیسټم داسی عیار کړی چی کله د
کوم صارف میاشتنی بنډل ختمیږی ، صارف وکولی شی پخپله د پیسو په زیاتولو سره هغه
بیرته فعال کړی، نه دا چی کمپنی ته زنګ ووهی او کمپنی یی ورته فعال کړی.
۳ـ د عامه پوهاوی لپاره دی د رسنیو له لاری
دی داسی اعلانونه وړاندی کړی چی خلک د تری جی خدمات په سمه توګه وکارولی شی.