د انسټا ټیلیکام په نوم د غلوکمپنی

انستا تیلیکام خو په اصل کی یوه ناکامه کمپنی وه او ده چی حتی چا نه غوښتل له دوی څخه د انټرنیټ یو کنکشن هم واخلی، خو کله چی محترم امیرزی سنګین صیب د مخابراتو او معلوماتی ټیکنالوجی وزیر وټاکل شو نو نپوهیږم چی په دی کمپنی کی یی څه ښیګڼه ولیده او له دوی سره یی دومره غټ قرارداد لاسلیک کړ.
خپلی خبری نه غواړم اوږدی کړم راځم اصلی ټکو ته.
په پاکستان کی یو میګابایټه (1024 کیلوبایټه) انټرنیټ په 800 پاکستانی کلدارو ده.
په افغانستان کی بیا د دی بیه 12000 دولس زره افغانی ده.
تیر کال یوځل د مخابراتو وزیر اعلان وکړ چی په شپږو میاشتو کی به د انترنیټ په بیو کی د پام وړ کمښت راشی خو هیڅ هم ونشول.
بیا یی دری میاشتی دمخه یو اعلان وکړ چی دری میاشتی وروسته به د انټرنیټ بیه راټیټه کړو خو بدبختانه بیا هم څه ندی شوی.
داخو لا څه کوی له کومی ورځی چی وزیر صیب رایه وګټله نو انسټا ټیلیکام په رڼا ورځ غلاته ملاتړلی او هغه داسی چی.
که د چا انټرنیټ 128 کیلوبایټه وو هغه یی 64 ته راټیټ کړاو که دچا 256 وو نو هغه یی هم نیمایی کړی ده.
که څوک وایی چی زما دا ادعا ناسمه ده نو مهربانی دی وکړی او له دی(http://www.hageltech.com/dumeter/download) سایټ نه دی د (DU Meter) سافټ ویر را ښکته (ډاونلوډ) او بیا دی پخپل کمپیوټر کی انسټال کړی، تر انسټالولو وروسته دی کوم څه له انټرنیټ نه ډاونلوډ کړی او بیا به پخپله ورته معلومات وشی چی د انټرنیټ سرعت یی څومره ده.
کله چی ما ولیدل چی له دریو ورځو راهیسی په دوامداره توګه د انټرنیټ سرعت حتی د شپی په یوه یا دوه بجو هم له 64 کیلوبایټ څخه نه لوړیږی نوما کمپنی ته زنګ ووهل او خپل اعتراض می ورته وړاندی کړ، د کمپنی استازی ماته یی په ځواب کی وویل چی 128kb شیر یعنی ویشل وشوی ده پر اوو 7 کسانو ، چی پدی حساب  دوی (انسټا ټیلیکام) 18.2 کیلوبایټه انټرنیټ د 128 کیلوبایټه په نوم پرخلکو پلوری حال دا چی پخپلو اعلانونو کی بیا د دی خبری ذکر نکوی، او د 128 کیلوبایټه په نرخ خلکو ته یواځی 18 کیلوبایټه انټرنیټ ورکوی.
ما خو سر له ننه څخه له انسټا ټیلیکام سره خدای پامانی وکړه  او دا می خپل مکلفیت وګڼل چی خپل وطنوال له دی غلا نه باخبره کړم، او دولتی چارواکو ته ځکه څه نه وایم چی کومه ګټه نه لری.