
لس کاله تېرشول چې د نړیوالې ټولنې په مستقیمه همکارۍ په افغانستان کې نوی سیاسي او نظامي بدلون راغلی دی .
هره ورځ او هره شېبه افغانان هیلې او غوښتنې لري چې په هېواد کې یې سوله ، ثبات او پرمختګ راشي او د ټولو هغو ناخوالو کمپله ورټوله شي ،چې له امله یې بېګاه سهار میندې او اولادونه د غم سلګۍ وهي .
زه فکر کوم داسې کورنۍ به نه وي چې یوه ژور غم نه وي وهلي
خدای ج دې وکړي چې نور دغه بېچاره ملت د دې ناورین څخه خلاصون ومومي .
موږ چې ګورو او وینو، د سیمې هېوادونو استخباراتي ادارې او د دوی سره تړلي اشخاص او افراد هره ورځ نوي پلانونه او دسیسې په لاره اچوي او هڅه کوي چې افغانان د سولې او پرمختګ له روان بهیر نه راوګرځوي او ټول لاسته راوړي پرمختګونه له منځه یوسي او که څوک د یوه افغان په صفت د دوی له شومو او بېګانا پلانونو سره مخالفت کوي او ناوړه کړنې یې له مرکزي دولت سره شریکوي ، نو امنیتي ځواکونو ته امر کیږي چې فلانی تخریبکار دی ، ژرترژره یې ونیسۍ .حال داچې دغه کس به د نظام او خاورې کلک مدافع وي او د ماموریت په چوکاټ کې به یې دومره د حساب وړ قربانۍ ورکړي وي ، چې له هېچا نه به پټې نه وي ،
خو یوازې به د خپل امر د هغو اوامرو اطاعت نه کوي چې د نظام ، خاورې ، ملي ګټو او ملي حاکمیت په تاوان تمامیږي .
اوس پوښتنه داده ، چې ولې په دې لسو کالونو کې افغان حکومت او نړیواله ټولنه په دې ونه توانېدله چې د افغانانو په زخمونو د سولې او امن پټۍ ولګوي او د سیمې هېوادونو د استخباراتي پلانونو مخه ونیسي .
ممکن لاملونه ډېر ولري ، خو زما په اند یوازینی مهم علت یې دادی ،چې په افغان دولت کې په چارواکو باندې هېڅ ډول څارنه نشته او خپلې مخې ته پرېښودل شوي دي ، څه یې چې زړونه غواړي هماغه کوي.
په افغانانو کې مشهور متل دی وایي : غل دې چې له کوره نه وي ، نو له وېرې هېڅ اړتیا نشته .
دلته اوس لویه بدبختي داده چې موږ ځینې داسې ولایتي لوړپوړي چارواکي لرو، چې د غلو او داړه مارانو په کلي کې اوسي .نو څنګه ډاډه شو، چې زموږ سر او مال په امن کې دي، څنګه ډاډه شوچې دلته به د سولې روان بهیر د بریا ترمنزله رسي ، څنګه ډاډه شو، چې دلته به سالمه حکومتداري راځي، څنګه ډاډه شو، چې دلته به اساسي زېربېنایي اړتیاوې رفع شي ، څنګه ډاډه شو، چې زموږ د یتیمانو اوښکې به وچې شي او په هېواد کې به د شخصیتونو د ځنځیري وژنو مخه ونیول شي .
دلته چې څوک په رښتیني ډول هوډ وکړي چې خپل نظام او ولس ته به په پوره ایماندارۍ سره قرباني ورکوي ، نو په نظام کې د ننه له ګڼ شمېر توطیو ګرو پلانونو سره مخ کیږي او دې ته اړ ویستل کیږي چې له خپلې دندې لاس په سر شي او بالاخره ددغه ګناه په اساس چې ښه او رغنده خدمت به یې کړي وي، په همدې یې دومره تښتوي، چې ان تر غره پورې یې ورسوي او بیا هم له بده مرغه د مشرانو له لوري پوښتنه نشته چې ولې ، د کوم جرم ، کومو اسنادو او شواهدو په اساس دغه ظالمانه او خاینانه کړنې سرته رسیږي .
زموږ مشران همېشه په غوڼدو او بیانیو کې د تاسف په شکل وایي چې د دولت د ځینو اشتباهاتو له کبله هم یو شمېر خلک ناراضه شوي او دې ته مجبور شوي چې د خپل انتخابي حکومت پرضد فعالیت وکړي.خو زه نه پوهېږم چې د حکومت مشران پدې خبرو د اولس څخه ځانونه تېروي او که په ولایاتو کې له روان وضعیت نه خبر ندي .
دا یوازې هوایي خبرې ندي چې زه یې دلته لیکم ، که ژوند پاتې ؤ او د خپل هېواد سره د شته مینې په اساس ژر د توطیو قرباني نه شوم ، نو انشاءالله ډېرژر به یې د غږیزو، انځوریزو او چاپي رسنیو د لارې په مستند ډول روښانه کړم چې ځینې چارواکي د ورسپارل شوي مقدسې دندې برخلاف سوچه او ایماندار افغانان بې ځایه ځوروي او د یوه داسې بد بوختوونکي برخلیک سره یې مخ کوي چې په نظام کې بل ځای د خدمت چانس تر لاسه نه کړي .
زه د هېواد د امنیتي او کشفي ارګانونو له مسوولینو، افسرانو او سرتېرو ستاینه او قدرداني کوم ، دوی واقعاً د امنیت په ټینګښت او د خلکو د ژوند او شتمنیو په ساتنه کې همېشه زیار باسي او قربانۍ ورکوي، خو د دغو ارګانونو مرکزي او ولایتي مسوولینو ته د یوه خواخوږي او سولې ته تګي افغان په صفت سپارښتنه او وړاندیز کوم چې هر ډول اجراات د اسنادو او شواهدو پربنیاد وکړي او داسې ونه شي چې خدای ج مکړه د ځینو شخصي فرمایشاتو په اساس ناحقه افغانان وځوریږي.
ځکه پدې وروستیو کې په ډېر تاسف سره دخوست په ولایت کې د شخصي تضادونو له مخې د نیولو او بندیانولو په برخه کې د ولایت مقام اوسني مشرتابه له خوا په ټوله مانا غیرقانوني اوامر زیات شوي او هڅه کیږي چې د موقف څخه په استفادې امنیتي او کشفي ارګانونه د ځان په ګټه استعمال کړي او دغه مهم ارګانونه خپل ګټلی او لاسته راوړی محبوبیت او اعتماد د لاسه ورکړي .
که چېرې امینتي او کشفي ارګانونه د جرمي اسنادو او شواهدو پرته څوک وځوروي او ناحقه یې د ستونزو سره مخامخ کړي ،نو له شک پرته دغه اقدامات به د دې سبب شي ، چې خلک په خپلو ارګانونو باندې حاصل کړی اعتماد او محبوبیت د لاسه ورکړي .
ځکه ټول امنیتي او کشفي ارګانونو ملي دي او باید د ملت په خدمت کې وي او هېچا ته د دې اجازه ورنه کړل شي، چې د خپل موقف څخه په ګټې اخېستنې دغه ارګانونه بې ځایه او غیرقانوني د ځان په نامالومه شخصي ګټه استعمال کړي .
په پای کې د هېواد ولسمشر ، کابینې او د پارلمان څخه هیله او غوښتنه کوم چې ولایتي چارواکي دې په کلکه وڅاري او د خوست ولایت په سیاسي حالت دې له سره کتنه وشي .
په درنښت
مبارزمحمدځدراڼ/خوست /افغانستان
نېټه :۱۳۹۱