
زما د ســتـړي ژونــد ارمـــانـه نـن مـې ډیــر یــادیـــږېزما د ګلاب په شـان جــانــانه نن مې ډیـــر یــادیـــږېډیر مې یاد شوی یې او ښـــه ډیــر مې ژړلي ګـــرانهخو زمــا د سوي زړه ارمــــانه نن مې ډیـــر یــادیـــږېلــکه مـجـنون یــم بـــې پـــروا یـم زه پــه ټـــولـه نـړۍدرپسې چـیغې کــړمه ګـــرانه نن مې ډیــر یـــادیــږېستا دې منزل د رسیدو په لار مې پښې ماتې شوېزړګــی مـې چـوي د خـفګـانـه نـن مـې ډیـر یــادیـږېنــن د دې دوو ســتـرګــو تـــصـویـر راتــه یـــادوو راوړیځـــکـه جـــانـانـه مــهـربــــانـه نن مـې ډیــر یــادیــږېسر په ځــنـګون یمه خوستی سلــګو نـــیـولی یـــمهزمـــا ژونـــدونـه زمــــا ځــانــه نن مـې ډیـــر یــادیـــږې