
د باميان په شش پل سيمه کې باميان د ښځينه وو بڼ
حفيظ الله غښتلی
د مې لسمه:
موږ وړم ماښام له ملګرو پوښتنه وکړه:
ستاسې کورنۍ خو دلته نه شته، کله کله هغوی دلته درسره راولئ؟
نه،
ولې،
ځکه لارې خرابې دی او په الوتنه کې اجازه نه لرو.
نو بيا د جمعې، رخصتۍ يا بل فارغ وخت کې څه کوئ؟
د جمعې يا رخصتۍ په ورځ خو چېرته ځو او معمولا هغه بڼ ته ځو چې د باميان ښځينه وو بڼ په نامه يادېږي.
هلته څه دي؟ بڼ دی، شين ځای دی او د ناستې لپاره جوړ شوی دی.
سهار وختي شپږ بجې موټر راغی. کالي مو لا دمخه په بکسونه کې ځای پر ځای کړي وو. په موټر کې مو کېښودل. په دې موږ دوه افغانان او درې بهرنيان چې درې ښځې وې او درې نارينه د باميان ښځينه بڼ په لوري حرکت وکړ. باميان ښځينه بڼ د مرکز ختيز لوري ته پروت دی.
د ښځو بڼ
له باميان ښار يا په بله وينا د بودا ورانو شويو مجسمو ختيز لوري ته په دره کې هومره غارونه او لرغوني عبادتځي نه شته لکه لويديز لوري ته چې دی. د درې په ختيز لوري کې د لرغونو ورانو شويو ځايونو نښې او اثار د سړي نظر ورکاږي. له موټر چلوونکي به مو پوښتنه وکړه:
دا کوم ځای دی؟
دا ځای د کافر کلا په نامه يادېږي؟
موټر چلوونکي دې ته ورته ټولو ځايونو ته يې کافر کلا ويلې.
د افغانستان په هر کوټ کې چې دغسې ځايونه دي نو د کافر کلا په نامه يادېږي. دوه دليله کېدی شي. نو خو خلک معلومات نه لري چې دا کلا چا او څه وخت ورانه شوې ده؟ کلا کېدی شي د اسلام د سپېځلې دين له ظهور مخکې ان له ميلاد مخکې جوړ شوې وې، يا کلا کېدی شي د کوم مسلمان واکمن له لوري جوړ شوې وي، نو د نه معلوماتو له مخې ورته کافر کلا وايي. دويمه دا چې ويجاړ شوی ښار، کلا ته د ويجاړوونکي لپاره جواز ورکوي چې ګنې دغه خو د کفارو کلا وه چې ورانه شوې او په جهاد کې ورانه شوې ده.
په کورنيو جګړو کې چې کابل ښار او افغانستان ټوک ټوک، وران ويجاړ شو، که هغه کنډوالې پاتې شوې وای، ويجاړونکيو به راتلونکيو نسلونو ته ويل چې ويجاړۍ ځکه شوې چې دغه د کفارو وو يعني د کفارو د ښار او د کافر کلا په نامه به يې يادول، خو هغه ويجاړۍ پاتې نه شوې، پر ځای يې نوي ودانې جوړې شوې.
داسې هځې وشوې، د عامه تاسيساتو ورانوونکيو د خپل عمل لپاره توجيه ورکوله او لا يې ورکوي. د سالنګ تونل يې وران کړ، چې لا تر اوسه د خرورارو مرسته شويو پيسې کې نه دی جوړ شوی.
ختيز ته غځېدلی سړک کابل ته تللی چې کار پرې روان و او پخولو ته يې چمتو کاوه، کابو ورته چمتو و. موږ کابلو درې پاوه مزل وکړ، موټر چټ نه تلو. موټر چلوونکي وويل دغه ځای دی.
د بڼ دروازه له لرګي جوړه شوې، چې لوی وسپنيز ګلمېخونه يې پرې وهلي. د بڼ له دروازې ننوتلو چپ لاس ته پر لوحه ليکلي:
قيمت ټکټ ۵۰ افغاني و برای اطفال ۲۰ افغانۍ.
از يکشنې الی جمع باز از ساعت ۹ الی شام، روز شنبه بسته است.
قانون و اصول باغ باميان:
۱- در داخل باغ برادران و خواهران بايد طوری باشد تا باعث آزار و اذيت يکديګر نګردد.
۲- از استعمال مواد مخدر از قبيل مشروبات الکولی، چرس و ترياک به کلی منع است د رغير ان به مرجع قانون دولت اطلاع داده ميشود.
۳- از شکستن ګلها و درختها جدا خوداری نماييد.
۴- از انداختن کثافات در هر نقطه جلوګير به عمل آيد و داخل کثافات دانی انداخته شود.
۵- از آوردن آله آتش زا از قبيل کپسول ګاز، چوب و ذغال به کلی خود داری نماييد.
۶- از اوردن اسلحه، کارد و چاقو جدا خودداری نماييد.
۷- اطفال بايد سرپرست داشته باشد.
وړاندې په يوه بره توره ډبره په سپين رنګ دغه کرښې توږل شوې وې چې له انجنيل څخه رانقل شوي دي:
هر کسی که به بيچاره مهربان هست به خداوند قرض ميدهد و خداوند او را کاملا می پردازد.
ترې لاندې په انګليسي کښل شوي:
Whoever is kind to the poor lends to the LORD, and will be repaid in full.
په بڼ کې يوازې مليار او د بڼ کارکوونکي وو، چې بڼ يې پاک کاوه، نو څوک نه وو. ځکه سهار وختي وي.
په بڼ کې د هغو کسانو لپاره چې له لرې پرتو سيمو راځي او غواړي چې شپه وکړي د شپې ځای هم و.
ملګري په بڼ کې بوخت شول او دا يې له ياده ووته چې نن مو يوولس بجې بېرته کابل ته الوتنه وه. ما ورته کړه:
که غواړئ نن هم پاتې شئ نو راځئ ضحاک ښار وګورو.
ضحاک ښار
د باميان باغ سوېل ختيز لوري ته د غونډۍ پر سر وران ويجاړ دېوالونه له ورايه ښکاري. په لروين يا لوی لېنز لرونکي کامره کې دغه دېوالونه څرګند او واضح ښکاري.
ما له ملګرو هيله وکړه چې هلته ضحاک ښار له نژدې وګورو. هغوی لاسي ګړۍ ته وکتل او راته يې کړه:
ناوخته دی. د ضحاک ښار يوه څنډه
الوتنه به خطا کړو؟
داسې نه کېږي، بيا تر دريو راتلونکي مياشتو پورې په دې الوتکو کې نه شو تلی.
ښار په زړه پورې دی.
ښار خو په زړه پورې دی، دا چې څوک يې راته کيسه و نه کړي او يوازې ويجاړو دېوالونو ته وګورو، نو هغه خو له دې ځايه هم کتلی شو.
کيسه به يې زه درته وکړم.
ضحاک ښار د افغانستان له هغو ځايونو څخه دی چې تاريخ يې له پېړيو پېړيو اوړي او د ابادۍ او ورانۍ کره وخت او نېته يې لا څه چې اټکلي هغه يې هم نه ده معلومه.
ضحاک ښار اوس د ورانيو هغه څلي جوړوي چې د بې درديو کيسې کوي. دې ته ورته ډېر ځايونه د هېواد به کوټ کوټ کې دي، نه يې حکومت غم کوي نه يې هغه نړيوالې ټولنې چې د دغسې لرغونو ځايونو د ساتلو لپاره لګيا دي، خو لا کله کله خال خال سيالانيان ورځي.
د ضحاک کلا دېوالونه پرېړ او لوی لوی دی، په ځينو برخو کې يې نقش او نګار هم ښکاري، خو دغه ډول ځايونه، باران او هوا د وخت په تېرېدو خراب کړي دي.
ځای او کيسه خو په زړه پورې ده، ارمان چې وخت نه شته. له منډه منډه او له لرې لرې مو د ضحاک ښار ننداره وکړه. ما د تاريخ او شاليد په اړه کتابونه وکتل خو هغسې معلومات مې دمګړي تر ګوتو نه شول چې کيسه دې راته وکړي.
موږ بېرته د ښار په لوري را روان شو او په روف اف کې سهارنۍ وکړه، خو ناوخته او د لنډ هوايي ډکر ته ورغلو. په هوايي ډګر چې الوتکه راغله، ټوله سورلۍ به شل کسه وه، په ليکه ودرول شو. په لېست کې نومونه وکتل شوه، د پېنځو شپږو کسانو نومونه په لېست کې نه وو، هغوی له ليکه وايستل شو او موږ تلاشي ورکولو وروسته په چورلکه کې کابل ته حرکت وکړ.