
دساعت ثانيه ګر ټک ،ټک کاوه او پر مخ تو
، تر پنځو تېر شو ، لسو ته لاړ ،تر لسو ور اخوا په پنځلسو واوښت او روان و.په
وړاندي ورغلو څلور او درو ته يې پاملرنه ونه کړه تر هغو واوښت . تر کوچنيو ژر تير
شو او لويو ته يې ځان ورساوو. ټک ،ټک يې وکړ لوى يې هم شاته پرېښودل او دقيقې
جوړولو ته يې ځان ورساوو.
ثانيه ګر به شپېتو ته ورسيد ، دقيقه به
يې وزېږوله او بيابه يې يون له خپله سره پيل کړ ، دوه ، درې به يې تر ځان شاته
پرېښودل او لوى به يې هم تير کړل ، ثانيه ګر کله هم په درو ونه دريد ، کله يې هم
څلورو ته توجه ونه کړه. هغه روان و او خپله ورسپارل شوې دنده يې ترسره کوله، هغه
دقيقې زېږولې ، دې ته يې هم پاملرنه نه کوله چې دقيقې به ساعتونه جوړ کړي او
ساعتونه به دانسان ژوند دپاى مرحلې ته نژدي کړي.
ثانيه ګر يوازي يون کاوو او خپله دنده يې
ترسره کوله ،هغه دخپل صانع له امر نه سرغړونه نه کوله ، څرنګه چې اېښودل شوى و
همغسي يې کار کاوو،کله يې هم د صانع له امر نه سرغړونه ونه کړه ، کله يې هم په
نيمايې لاره کې يون پرې نه ښود ، کله يې شاته دغبرګون هڅه ونه کړه ، هغه يوازي
واټنونه وهل .
ثانيه ګر نه غواړي له خپلي موخې واوړي ،
دهغه موخه ددقيقو زېږول دي او صانع يوازي دقيقې تري غواړي ،ځکه نو هغه هم دلسو او
شلو په وړاندي نه خميده.
ثانيه ګر تر هغه دې يون ته ادامه ورکوله
، ترڅو يې صانع له ساعته بېترۍ وکاږي او هر څه ودروې ،ساعتونه ، دقيقې او ثانيې له
فعاليته واچوي او هرڅه دموخو تر پوره کولو وروسته يا په کباړي کې واچوي او يا يې
هم په زرېنو اوبو ووېنځي.
ثانيه ګر، ټک ،ټک کاوه او له هر ټک سره
يې نړۍ ته داطاعت غوره بېلګه وړاندي کوله.