
حفيظ الله غښتلی
د مې نهمه:
يوه کوچنئ خپلې مشرې ته انځور ښيې.
نن مو د معمول خلاف سهارنۍ وختي وخوړه او د باميان ښار دارالعلوم ته په اوو بجوورسېدو. تېره ورځ چې موږ بندامير ته تللي وو، ملګرو د دارالعلوم په تالار کې د کوچنيانو له خوا جوړ شوي انځورونه پر دېوالونو لګول شوي وو. په دې انځورونو کې ۲۷ دانې يې هغه وو چې لومړۍ، دويمه او درېيمه جايزه يې ګټلې وه. څلورم، پېنځم ټولګي يوه کتګوري، شپږم او اووم بله کګتوري، اتم او نهم بيا بله کګتوري جوړوله. له هرې کګتورۍ څخه دريو لومړی، دريو دويم او دريو بيا درېيم مقام خپل کړی و.ملګرو يوه تېروتنه کړې وه. د تالار کړکۍ ترې پرانېستې پاتې وه، چې د تېرې ورځې زورور باد ځينې تصويرونه ځمکې ته راخورځولي وو
موږ چې لا تصويرونه بېرته پر دېوالونو بندول، کوچنيان او زلمکي له خپلو والدينو سره يو يو راته، تالار ته به چې ننوتل هر يوه پر دېوالونو په خپل لاس د جوړو شويو انځورونو په لټه بوخت شو.
تالار ډک شو او د ډاليو د وېش غونډه نهه نيمې بجې پيل شوه. يوه کوچني قرات پيل کړ او په تالار کې ارامي خوره شوه. د قاري غږ انګازو بهرني مېلمانه هم تر اغېز لاندط راوستل. له قرائت وروسته زموږ ملګري دولت وزير قاري ته له خپله جيبه سوغات ورکړ.
کوچنيانو او والدينو ډېره خوشاله څرګندوله، والدينو او مشرانو د خپلو کوچنيانو او د هغوی په لاس د جوړو شويو انځورونه څخه عکسونه اخېستل، څېرې يې له خوشالۍ غوړېدلې وې.
د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون:
په باميان کې ښځو د خپلو لاسي صنايعو نندارتون په ندربند کلا هوټل کې جوړ کړی و. د باميان ښاروال وړلانديز دا و چې دغه نندارتون دې په نوربند کلا هوټل کې نه وي بلکې په يوه پرانيستي ځای کې دې جوړ کړي، ځکه نوربند کلا هوټل ته له بلنې او بلنليک پرته هر څوک نه شي تلای او په يوه پرانيستي ځآی کې به هر څوک وکړای شي چې لاړ شي. ده ويل په دې ډول به په نندارتون کې د ښځو لاسي صنايع ښه او ډېر وپلورل شي. ځای وار له مخه انتخاب شوی و او خلکو ته بلنليکونه لېږل شوی و، ځکه نو به کې بدلون رانغی.
دلاسي صنايعو نندارتون يوه څنډه
نوربند کلا هوټل ته چې لاړو، ښځو په خپل لاس جوړ شوي توکي د مېزونو پر سر ازښي وو. پټۍ پرې شو، او رسمي ويناوې پای ته ورسېدې. فکر مې کاوه چې ټول لاسی جوړ شوي توکي به وپلورل شي، خو چې بيو او قيمتونو ته يې متوجه شوم، ګران وو، ځکه تر هومره و نه پلورل شول لکه فکر مې چې کاوه.
د باميان ښار انکشافي پروژې:
د باميان بازار د فرعي کوڅو جوړولو بهير
له غرمنۍ وروسته مې د عکس اخېستونکي په حيث د باميان ښار د دوه انکشافي پروژو ننداره وکړه. يوه په کې د بازار د کوځو د پخولو او لښتيو جوړولو پروژه و او بله په کې په ښار کې د عامه تنشابونو د جوړولو.دغه دواړه پروژې د امريکا د متحدو ايالاتو د خلکو له خوا په مالي مرسته د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په هڅو ته جوړېږي چې لا يې کار نه دی بشپړ شوی.
په باميان کې بهرنيان له شاګرځيو ساتنديانو او وسلو پرته ګرځي. د انکشافي پروژو د نندارې لپاره نور بهرنيان هم راغلي وو چې په ډاډه زړه يې په ښار کې قدم واهه.
د غلغلې ښار:
ما له لومړۍ ورځې ټينګار کاوه چې د غلغلې ويجاړ شوي ښار ننداره وکړو. ملګر ويل چې هلته بمونه دی، مه ځئ. نن راسره دولت وزيري منله چې دواړه له نورو جلا هلته لاړ شو. موږ نورو ملګرو ته وويل چې غلغلې ښار ته ځو. هغوی هر يوه دواړه پښې په يوه موزه ننوستې او ويل: موږ هم ځو.
د غلغلې ښار
ورسره مو ومنله. په ټکټ پسې مو د باميان دفتر همکار ولېږه. هغه نه و توانېډلی چې ټکټونه واخلي او مسوول کس ورته ويلي چې سيلانيان دې په خپله راشي ټکټونه دې واخلي، ځکه نه يوهېږي چې څو بهرنيان دي او څو افغانان. ناوخته شوه او موږ و نه توانېدو چې ټکټونه واخلو. زه او دولت وزيري له نورو پرته د غلغلې ښار ته روان شو.
د ورانو ويجاړو دېوالونو نښې نښانې د غونډۍ پر سره کښه له ښاره معلومېږي، خو چې سړی نژدې ورشي دغه ويجاړ شوي دېوالونه خبرې ورسره کوی او د ترخې تاريخ کيسې ورته تکراروي.
له غلغلې ښاره د باميان درې ننداره
ورو ورو مخ په بر روان و او له هر قدم اخيستو سره د بم وېره هم وه، خو موټر چلوونکي مو تر مخ روان وو او ويل يې په ما پسې راځئ په دې لاره بمونه نه شته.
د روف اف باميان هوټل شپه:
د نوربند کلا هوټل سمبالوونکي راته وويل: زموږ مېلمانه ډېر دی، تاسې به دوه دوه په يوه کوټه کې سره راټول شئ.
ورته مو وويل: نور هوټلونه خو هم شته، هلته مېلمانه ولې نه ځي؟
ځواب يې نه درلود. موږ ويل که غل نه اوړي نو مل دې واوړي. که نور خلک بل هوټل ته نه ځي نو موږ به لاړ شو. کالي مو له هوټله راوويستل، ملګرو بل هوټل ته يوړل.
موږ چې د غلغلې ښار له نندارې راستون شو،سيده هوټل ته راغلو دغه هوټل نو د باميان بام Roof of Bamyan په نامه يادېږي.
د هوټل چلوونکي خوله سړی دی. هوټل د باميان د يوه پخواني والي په کاله کې دی چې يوې غونډې له پاسه جوړ شوی. دغه هوټل کوټو بيې مختلفې دي. شپه په درې زره افغانۍ، دوه نيمه زره افغانۍ او دوه زره افغانۍ. موږ ته يې په هغو کوټو کې ځای راکړی وو چې په دوه زره افغانۍ وه. هغه نورې ټولې کوټې د بهرنيو چارو وزارت د مېلمنو لپاره نيولې شوې وې.
تر ماښامه د وزارت مېلمانه نه وو راغلي. د دوی الوتنه نه شوې. د هوټل چلوونکي راته وويل چې مېلمانه سبا سهار وختي شپږ بجې راسي.
تر يوه وخت بيداره وم. د کوټې ور مې بند کړ. ويده شوی و. د شپې په اړخ واوښتم شخ و شوخ شو. ووېردم چې کوټې ته څوک راغلي دي. اوچت راکښېناستم. له ځانه سره مې وخندل چې دا خو کټ شخ و شوخ و. بېرته پرېوتم.