بسم الله الرحمان الرحيم
همدارازالله جل جلاله دحضرت عيسی عليه السلام په هکله په واضحوټکوکي فرمايي:
مَّا الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ وَأُمُّهُ صِدِّيقَةٌ كَانَا يَأْكُلانِ الطَّعَامَ انظُرْ كَيْفَ نُبَيِّنُ لَهُمُ الآيَاتِ ثُمَّ انظُرْ أَنَّى يُؤْفَكُونَ (75) قُلْ أَتَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ مَا لاَ يَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَلاَ نَفْعًا وَاللَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ (76)
(سورة المائدة ۷۵ ۷۶)(مسيح(عيسی عليه السلام)له يوه پيغمبرپرته بل څه نه دی،يقينًاله ده نه ړومبی هم ډېررسولان تېرشوي اوموريې ډېره رښتينې وه،دواړوبه خواړه خوړل،اوگوره!څنگه دليلونه ورته بيانوو،بيا(دوی ته)گوره!څنگه اړول کيږي۷۵(له حق څخه)
((ورته)ووايه!آياتاسوبندگي کوئ له الله(تعالی)پرته دهغه څه چي ستاسولپاره نه دضررواک لري اونه دگټي اوالله(تعالی)خاص هغه
هرڅه اوري اوپه هرڅه پوه دی۷۶)
په دغه مبارک ايت کي الله پاک دحضرت عيسی اودده دمور دعبديت اوبندگۍ په هکله ډېربهترين دلائل ويلي دي،داپنځه دلائل دي :
۱:اول داچي مسيح عليه السلام ابن مريم(زوی)دمريم دی اومريم يې مورده،نوزوی کېدل اومورکېدل داخودخدايي سره منافي اوټکرشيان دي .
ځکه څوک چي وروسته له دې معدوم اونيستي وو،له يوې ميرمني څخه وزيږيږي،هغه خدای نشي کېدای ځکه خدای خوازلي
وي پرخدای باندي داسي وخت نشي راتلای چي په هغه وخت کي دي موجودنه وي بلکي معدوم اونيستي دي وي .
۲:دوهم داچي دی رسول دی،دالله درسول کارداوي چي خلگوته توحيدبيان کړ ي اوله شرک څخه خلگ راوگرزوي،ترده مخته هم پيغمبران تېرشوي دي چي دټول دغه دعوت وو.
نوڅوک چي نورخلگ له شرک څخه منع کوي هغه څنگه دالله پاک شريک کېدلای شي .
ځکه که چيرته دی دالله پاک سره شريک وای نوبيابه يې خلگوته داسي نه ويل چي دالله سره څوک شريک نشته،بلکي په واضحه توگه به
يې ورته ويلي وای چي زه هم خدای يم خوچي داسي يې نه دي کړي نوله دې څخه معلومه شوه چي دی بنده دی،خدای نه دی .
۳:قدخلت من قبله الرسل،ددې دوه تفسيرونه دي اول داچي ترده مخته نورپيغبران تېرشوي دي،له هغوی څخه هم داسي عجائبات
اومعجزات ښکاره شوي دي لکه څنگه چي له حضرت عيسی عليه السلام څخه ښکاره شوي دي.
دعجائبومعجزوښکاره کېدل دخدايتوب لپاره دليل نه دی بلکي دنبوت اوپيغمبرۍ لپاره دليل دی.
که فرضًا دعجائبومعجزوښکاره کېدل دخدايي لپاره دليل وي،نوداسي عجائب خوپخواهم دپيغمبرانوپه لاس ښکاره شوي دي
تردې چي له ځينوپيغمبرانوڅخه داسي معجزې ښکاره شوې چي دحضرت عيسی عليه السلام ترمعجزوهم نااشنااودحيرانتياوړدي
نوبياخوبايدهغوته هم خدايان وواياست،په داسي حال کي چي تاسوهغوته خدايان نه واياست.
لکه دبېلگي په توگه که تاسو حضرت عيسی عليه السلام ته له دې کبله خدای واياست چي پرته له پلاره پيداشوی دی،نوبياخوبايدحضرت آدم عليه السلام اوملائکوته هم خدايان وواياست چي بغيرله موراوپلاره پيداشوی دی ځکه هغوی په دې کي
ترحضرت عيسی عليه السلام زيات دحيرانتياوړدي .
که تاسوحضرت عيسی عليه السلام ته له دې کبله خدای واياست چي هغه
(دالله پاک په امرسره) مړه ژوندي کول،نوبياخوبايدحضرت موسی عليه السلام ته هم خدای وواياست ځکه هغه ته
الله پاک داسي معجزه ورکړ ې وه چي دده له عصا(لکړي)څخه به (دالله پاک په حکم سره) مارجوړشو،په داسي حال کي
چي لکړه له جماداتوڅخه ده،په هغي کي حس اوحرکت له اوله سره نه وي،نوله عصا(لکړي)څخه مارجوړېدل دادهغه چاترراژوندي کولوچي پخواژوندی وو،ډېره دحيرانتياوړده.
نوکه دعجائبوکارونوښکاره کېدل دخدايي نښه وي،نوبیاخوبايد هغه نورتېرشوي پيغمبران هم خدايان وبولئ،په داسي حال کي چي
تاسو هغوی ته خدايان نه وايئ،نومعلومه شوه چي حضرت عيسی عليه السلام دنوروپيغمبرانوپه څېرخدای نه دی بلکي دالله پاک پيغمبراواستازی دی چي دانسانانودهدايت اولارښووني لپاره يې رالېږلی دی .
اوستاسوسره دهغه پرخدايي باندي هيڅ ډول دقناعت وړدليل نشته،نوبياهم هغه ته خدای ويل له سوچه بېلاريتوت پرته بل څه نه دي.
دوهم تفسيردادی چي ترده مخته پيغمبران تېرشوي دي.
يعني مړه شوي دي نوحضرت عيسی عليه السلام به هم دهغوی په څېرمړکيږي.
نوچي مړکيږي،له دې څخه معلومه شوه چي دی خدای نه دی بلکي دخدای بنده دی ځکه پرخدای باندي مرگ اوپناه نه راځي،پرچاچي
مرگ اوپناراځي هغه خدای نشي کېدلای بلکي هغه له بنده پرته بل څه نه وي.
۴:وامه صديقة دده مورصديقه وه:صديقيت دولايت ترټولولوړه درجه ده،چي په خالص عبادت اوپوره اطاعت سره حاصليږي،
دادغي درجي ته دالله پاک په ډېروعبادتونوسره رسېدلې ده،
يعني حضرت مريم عليهاالسلام په خپله دالله پاک ډېره عبادت کوونکې وه،دالله پاک په لوريې زياته توجه وه.
دادليل دی چي پخپله خدای اومعبودنه وه،که په خپله خداي اومعبوده وای نوبياخوبه يې دخدای عبادت نه کاوو.
همداراز صديقين خوډېرتېرشوي
دي،هغوی ته تاسو خدايان نه واياست،نودې ته ولي خدای واياست .
نوياخوهغوټولوته خدايان وواياست،ځکه ددې اودهغونوروصديقينوترمينځ دتوپيرراوستلولامل نشته.
خوچي تاسوهغوی ته خدايان نه واياست،نوبياحضرت مريم عليهاالسلام ته هم له خدای ويلوڅخه توبه وباسئ!
حضرت مريم عليها السلام پيغمبره وه اوکه نه وه؟
دحضرت مريم عليهاالسلام دنبوت اوولايت په هکله اختلاف دی
زموږدمذهب نامتومفسرعلامه شهاب الدين سيدمحمودآلوسي بغدادي(المتوفی سنه :۱۲۷۰ه)رحمه الله ليکي چي:
په دې آيت سره هغه چادليل نيولی دی څوک چي وايي حضرت مريم(عليهاالسلام)پيغمبره نه وه،داځکه چي الله پاک صديقيت ددې لپاره
په داسي ځای کي ذکرکړی دی چي ددې ترټولوعزتمندصفت ته اشاره کوي،لکه څنگه چي يې دحضرت عيسی عليه السلام لپاره رسالت اوپيغمبري په داسي ځای کي ذکرکړې ده،نوکه دې دنبوت مرتبه لرلای نوالله پاک به دغه مرتبه ذکرکړې وه،نه دصديقيت مرتبه ځکه دنبوت مرتبه دصديقيت ترمرتبې پرته له کوم شکه ډېره لوړه ده(تفسيرروح المعاني ملخصا۵۱۲ج۶)
دلته حافظ اسماعيل بن کثيردمشقي (المتوفی سنه:۷۷۴ه)رحمه الله ليکلي دي:
چي داصديقيت ددې ترټولولوړمقام دی،له دې څخه معلومه شوه چي داپيغمبره نه وه،لکه څنگه چي ابن حزم اوبل هغه چاويلي
دي څوک چي وايي:دحضرت اسحاق عليه السلام موربي بي ساره رضی الله عنها،دموسی عليه السلام مور اودحضرت عيسی عليه السلام مورپيغمبراني وي!!
ددوی دليل دادی چي ددوی سره ملائکوخبري کړې دي اوپيغمبروايي هغه چاته چي ملائکي ورسره خبري کوي .
خودجمهوروعلماوومسلک دادی چي الله پاک پيغمبران يواز ي له سړوڅخه رالېږلي دي لکه څنگه چي الله پاک فرمايي :
وماارسلنامن قبلک الارجالانوحي اليهم من اهل القری(سورة يوسف۱۰۹)
(اوله تامخکي موهم پرته له سړوڅخه بل څوک نه دي لېږلي(همداسي)وحي موورته کوله،ددې کليوله خلگوڅخه)
(نوله دې آيت مبارک څخه دامسئله معلوميږي چي حضرت مريم عليهاالسلام پيغمبره نه وه،ځکه الله فرمايي چي ترتامخته مو
پرته له سړوبل څوک پيغمبرنه دی لېږلی،نوحضرت مريم عليهاالسلام خوتررسول الله صلی الله عليه وسلم مخکي وه،نوددې اودنوروټولومېرمنودنبوت نفی وشوه(عزام))
اوشيخ ابوالحسن اشعري رحمه الله(چي داشعاعروومشرامام دی)اجماع(دعلماوواتفاق) پردې خبره نقل کړی چي پيغمبران يوازي نارينه راغلي دي .(تفسيرابن کثيرملخصا۵۸۴ج۲)
نوراجح قول دادی چي حضرت مريم عليهاالسلام پيغمبره نه وه،بلکي دالله پاک يوه وليه اودوسته وه،چي ديوه اولواالعزم پيغمبرموروه.
۵:دامشترک دليل دی چي حضرت عيسی اوحضرت مريم عليهماالسلام دواړه خدايان نه دي ځکه دوی دواړوخواړه خوړل،چي
په مشاهده اوتواترسره ثابته خبره ده.
څوک چي خواړه خوري هغه ډېروشيانوته محتاج وي،تردې چي تقريبًاددُنياهرڅه ته محتاج وي لکه دبېلگي په ډول:زمکي،هوا،اوبو،لمر،سوري،حيوانان اوهغو ټولو شيانوته محتاج وي چي خواړه ترې تياريږي.
همدارازجسم(بدن)ته محتاج وي اوبدن يې له غوښي اوهډوکوڅخه مرکب اوجوړشوی وي،همدارازانساني
ضرورتونوته هم محتاج وي .
نوداسي يوڅوک به څنگه خدای وي چي هغه هرڅه ته محتاج وي،خدای خوهغه څوک کېدای شي چي ده ته هرشی محتاج وي،دی چاته محتاج نه وي.
خوچي دوی دواړه محتاج دي له دې څخه معلومه شوه چي دوی دواړه خدايان نه وو،بلکي بندگان وو.
دايوډېرخوندور،قوي،واضح اوروښانه دليل دی چي نه ورباندي کوم روشنفکره معقول اودپام وړ اعتراض کولای شي اونه کوم بې سواده ته په دې باندي په پوهيدلوکي ستونزه پېښيږي.
بلکي هرڅوک ورباندي ډېرژراوښه پوهيدلای شي چي دخوراک کول دخدايي سره په ټکرکي دي.
که څه هم خوراک نه کول هم دخدايي لپاره دليل نه دی ځکه ملائکي خوراک نه کوي خوبياهم مخلوق دي .په آخيرکي الله جل جلاله فرمايي:اوگوره!څنگه دليلونه ورته بيانوو،بيا(دوی ته)اوگوره!څنگه اړول کيږي(دحق له قبلولوڅخه)
يعني دحيرانتياوړخبره ده چي موږدحضرت عيسی اودده دمورعليهماالسلام دعبديت اوبندگۍ لپاره داسي دلائل موبيان کړل،چي ترلمر
روښانه دي خوددې سره سره بياهم دوی دحق له منلومخ اړونکي دي،دغه دلائل نه مني اوپرته له دليله دوی خدايان بولي اوله خپلي دغي سرټمبگۍ څخه توبه نه باسي.
په ورپسې آيت مبارک کي دنصرانيانودغه بې بنسټه عقيده( چي حضرت عيسی اودده دمورعليهماالسلام خدايان بولي)داسي ر دوي
چي:اې نصرانيانو!تاسوله الله پاک پرته دهغه چاعبادت اوبندگي کوئ چي هغه ستاسولپاره نه دضررواک لري اونه دگټي.
يعني مطلب داچي عبادت اوبندگي خودهغه چاکيږي چي هغه ياتاوان دررسولی شي،که يې عبادت پرېږدئ اوياگټه دررسولی شي،چي
عبادت يې وکړئ اودغه دواړه صفتونه يوازي دالله پاک لپاره ثابت دي .
نوبياددوی دواړوعبادت کول پرته له ناپوهۍ څخه بل څه نه دي.
اوالله پاک هرڅه اوري اوپه هرڅه پوه دی،نويوازي دغه الله جل جلاله دعبادت وړدی،چي داسي صفات لري چي هغه دخدايتوب صفات دي،نه حضرت مسيح اوموريې(عليهماالصلاة والسلام)
علامه آلوسي رحمه الله ددې آيت په تفسيرکي ليک:والمرادبمالايملک عيسی،أوهووأمه عليهماالصلاة والسلام،والمعنی اتعبدون شيئًالايستطيع مثل مايستطيعه الله تعالی من البلاياوالمصائب،والصحة والسعة،أواتعبدون شيئًالااستطاعة له اصلا(تفسيرروح المعاني ص:۵۱۳ج۶)
يعني له لايملک(واک نه لري)څخه مرادحضرت عيسی(عليه السلام)دی اويادی اودده مورعليهماالصلاة والسلام(دواړه مراد)دي،اومعنی داچي آياتاسودداسي شي عبادت کوئ چي هغه طاقت نه لري دهغه څه په څېرچي الله (پاک ورباندي)وس لري،دآفتونواومصيبتونو(راوستل)دصحت اوپراخي(راوستل)يا(دامعنی چي)آياتاسودداسي شي عبادت کوئ چي بلکل وس نه لري!!
نومعلومه شوه چي دعبادت وړيوازي الله پاک دی نه حضرت عيسی اودده مورعليهماالصلاة والسلام .
دحضرت عيسی عليه السلام دبندگۍ په هکله نورهم ډېرآياتونه راغلي دي،چي دهغوټولوذکرکول له يوې خوامشکل کاردی اوله بلې خوادابحث به هم ډېر اوږده شي،نوددغوآيتونوپه ذکرکولو باندي اکتفاءکوو.
ليکوال :مولوي عصمت الله عزام
وروستي