
د پکتيکا چارواكي وايي چې هغه يوولس کسيزه ډله يې وژلې چې د دغه ولايت د پوهنې رياست په کارکوونکويې بريد كړى و او څلور مديران يې وژلي وو، د پكتيكا د والي وياند مخلص افغان وايي چې له دې سره د ګډو ځواکونو په بېلابېلو عملياتوكې د دولت څوارلس وسله وال مخالفين وژل شوي دي. خو خپله وسله والوطالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي
د پكتيكاد والي وياندمخلص افغان وايي چې تېره شپه د دغه ولايت د سروضې ولسوالۍ اړوند سيمه كې د ګډو ځواکونو لخوا پلټوونکي عمليات شوي او په ترڅ كې يې د دولت د وسلوالو مخالفينو يوه يوولس کسيزه ډله چې په سپکواو درنو وسلو هم سمبال وو، په نښه او د بهرنيوځواكونو د هوايي ځواک په مرسته ووژل شول، ګډو ځواکونو ته د دې كسانو وسلې او مهمات هم په لاس ورغلي دي، مخلص زياتوي دا هغه ډله وه چې دوې اونۍ وړاندې يې د ښرنې او ارګون پر لار د پوهنې رياست په کارکوونکو بريد کړی وو، او د څلورو مديرانوپروژلو سربېره يې د ريس په ګډون شپږ نوركسان ټپيان كړي وو. بل پلو په ورته وخت کې د پوليسولخوا د وازې خوا سرحدي ولسوالۍ د اسماعيل بابا په سيمه کې د دولت دوه تنه وسلوال مخالفين وژل شوي او يو تن يې ژوندی نيول شوی دی، د دې كسانو وسلې او مهمات هم د پوليسولاس ته ورغلي دي په دې. د يوبل خبر له مخې د پكتيكامرکز ښرنې په کره خيلو سيمه کې هم يوتن وژل شوى چارواكي وايي چې دا وسله وال دى او خپل ملګري وژلى دى خو ياده دې وي چې د دې ټولوپېښو په اړه خپله وسله والوطالبانوتراوسه څه نه دي ويلي.