پنځه وېشت کاله وروسته

لومړۍ برخه کړنګ،کړنګ... غږ و، لاس مي وتپاوو ،څه په لاس رانغلل،غږ قطع شو،په اړخ واوښتم. کړنګ..کړنګ ،بياغږ شو ،سترګي مي خلاصي کړې،لاس مي وتپاوو لاس مي لاندي ولوېد، وارخطا راجګ شوم.کټ ته ورته څه باندي پروت وم،سپين کالى په اوار و،مخامخ مي وکتل دباغونو او کورونو منظرې په دېوال راځوړندي وې. بل لورته يو لوى تلوېزون اېښى و، له څنګه يې سپين شى ولاړ و. کړنګ...کړنګ ، غږ همهغسي اورېدل کيده ، ولاړ شوم، لاندي مي وکتل يوه سره غالۍ چې دمرغانو انځورونه پرې کښل شوي و، غوړېدلې وه. حيران تللى وم داڅه دي؟ داغږ داڅه دى؟ فکر مي وکړ خوب به وينم، ځان مي وسوکنډه، خوږ شوم، نه ،خوب نه و.مګر په هغه سپېره غره کي داسي کوټه له کومه شي.شريف راياد شو،موسکۍ څېره مي يې سترګو ته ودرېده ،قوماندان صاحب به چېرته وي؟ دکټ څنګ ته ښايسته مېز ايښي و،په سرباندي يې کوچنى ماشين پروت و. تر هغه اخواته بل ماشين اېښي و، يخه هوا يې پاشله ،په کونج کي ګلان درول شوي و،څنګ ته يې په چوکاټ کي ديوې مېرمني او نارينه يوځايي عکس ايښى و. دکوټې بل کونج کي يوه کوچنۍ دروازه وه، ورنژدې شوم،ګومان مي شو دباندي به وتلې وي، خو هغه تشناب ته ورته يوه کوټه وه، کمود پکښي ايښى و ،پاس يې داوبو شاور و. چرتي وم ،کوم ځاى به و،زه خو په غره کي وم،هلته په سپېره ګردېز کي خو داسي ښايسته ځاى نشته، خلکو خوويل چي قوه را روانه ده ، هغوى به نيولى يم؟ نه که هغوى نيولى واى اوس به يې نوکان رانه ايستلي واى هغوى کله دومره انساني کرامت لري چي له بندي سره انساني برخورد وکړي. ذهن ته راغلل،هغه نه چي په پوليګون کي يې ويشتلى يم او داجنت وي، کوټې ته مي وکتل ،دجنت په څېر نه وه، هغه خلاصه هوا لري او دانسان زړه پکي ډاډ مومي ،دې خو په تشويش کي اچولى يم. کابل ته به چا بيولى يم، خو کابل چي ماليدلى و،دومره ښايسته ځاى نه و؟ بيا چابه بيولم؟ دتشناب ددروازې په مخامخ دېوال ساعت ځوړند و،کوچنۍ ستن په ١١ بجو ولاړه وه. دلوږي احساس مي وکړ، پټاټې رايادي شوې،چا به نن شلومبى راوړى نه وي؟ خوله مي چېغي ته جوړه کړه چي شريف راوبولم، مګر زه خو بل ځاى يم؟ خارج به وي ،مګر چا به بيولم؟ قوماندان صاحب خو خپله په کور کي دبېګا نه درلوده، ماشوم زوى مي يې سترګو ته ودرېد چي په مړاوي څېره کي يې د لوږي او درد نښي ښکارېدې، دپلار پښې يې نيولې وې او ورته  ويل يې: کاکا! وږى يم په کور کې ډوډۍ نشته. ناڅاپه دکړنګ – کړنګ بيا غږ پورته شو، وغورځېدم، لکه چي قوه راورسيده، خو داد توپونو او ټوپکو غږونو ته ورته نه و،دابه کوم ځاى وي؟ شاته مي کتل،اه! هلته څوک و. ګنجى او پتلون يې اغوستي و،سره جوړه کړې ږېره يې وه، داڅرنګه هينداره ده، اخوا ترې څوک معلومېږي؟! سړي په ځېر راته کتل ،سترګي يې خوبووړې وي،غټي سترګي او جګه پزه يې وه، عيناً هغه دکوټې دچوکاټي عکس په څېر ښکارېده. ورغږ مي کړ:وبخښه!.. دده خوله وښورېده او خپل غږ مي له ازانګې سره واورېد.حيران شوم ،ده هم حيران راته وکتل، لاس مي پورته کړ،ده هم لاس پورته کړ. لاس مي مخ ته يووړ،دځېږو وېښتانو سره ولګيد، يعني ږېره مي وه ، دائينې اخوا کس هم ږېري ته لاس يووړ، يعني دا زه يم؟ نه دمنلو نه ده، زما خو دزنې په سر يو دوه تاره ږېره وه ،ځان ته مي وکتل ،نه داخوب و،داناشوني ده، ما درېشي اغوستې او ږېره مي وهلې ،ماخو پوهنتون دهمدې درېشي له لاسه پرېښود. له تشنابه راووتم، هرڅه راته يوه معما وه؟ په وېښو سترګو نه منوونکى خوب ! کړنګ ..کړنګ ،بيا مي غږ واورېد. په سر مي درد شول ،خوله مي وچه وه،دتلوېزون له څنګه اېښي ماشين خواته ورغلم، ګومان مي و غږ به له همدې ځايه راوځي، دروازه مې خلاصه کړه،سترګي مي وموښلې، سر ته مي جټکه ورکړه ،فکر مي کاوه ليونى شوى يم او که په کوم مرض اخته يم چي هرڅه راته بل شان ښکاري، دماشين دننه بوتلان ايښي و، انرژي،کوکاکولا، فانتا پرې ليکلي و. رايادشول چي په همداسي بوتلونو کي خو به کابل کي شراب و، خو هغه بل څه نومېدل :وېسکي .. ستونى مي وچ و،تږى وم پورته دروازه مي خلاصه کړه،داوبو بوتل مي راواخيست او غوړپ مي کړ. يخي اوبه وې، تر منګي هم يخي . خوږې لګېدلې ،په لاندي خانه کي مېوې اېښې وي، مڼې ،انګور،انار، ښائي دوبى به و، که څه هم په کوټه کي هوا برابره وه خو له ميوو همداسي معلومېده. کړنګ ...کړنګ بيا غږ شو، خو دماشين څخه نه و،اخواته دغږ په لور ورغلم ،دبالښت له لاندي څخه راته، بالښت مي پورته کړ،تور شى و،بلک بېري په ليکلي و،راپورته مي کړ،په منځ کي ديوې ښايسته مېرمني تصوير او نمبر غورځېده. چوڼهارى يې همغسي و. يوه تکمه مي کلِک کړه، په پاړسي يې ويل: ګرانه! څرنګه يې ،خفه شوى خو به نه يې ، هغه پرلپسې په ډېره مينه غږېده :يادېږي مي خو څه وکړم ديوې خورلڼي واده مي لا پاته و. يوسف او يعقوب هم دادي . دکوچني غږ مي واورېد:اغا! سلام. باور مي نه راته ،هېښ تللى وم،دا څه دي ؟ مګر دا مي دبل چا مخابره پورته کړه،خو مخابره همداسي نه وه، هغه بل ډول وه، غږ صفا راتو، له هغې خوا مي دمېرمني غږ واورېد: ولي غږ نه کوي، لکه چي رانه خفه يې، خوماخستن تا راته ويل چي ورته پاته شه. ځان مي سمبال کړ،ومي ويل ،راځه ورته ووايه چي تېروتې يې،خو وېرېدم هسي نه ومي ښکنځي، چي ولي دي دبل چا بلک بېري پورته کاوو.ژر مي ورته وويل: نه هېڅ خبره نه ده، دلته څه مصروف يم، سمه ده چي واده تېر کړئ بيا راشئ! دتليفون ليکه قطع شوه، په لاس مي دتندي خولې پاکي کړې ،له يوې مرحلې خو ښه تېر شوم ،کوټه کي مي ساه تنګه شوه، په دروازه پسي ولټېدم، دمخامخ دېوال په منځ کي شېشه يي دروازه وه ،زور مي په وکړ ، خلاصه نشوه، په دېوال کي دسرې تکمې په ليدلو مي کښېکښه ، ددروازې پلې په دېوال کي ننوتې، پراخ انګړ و، په ديوالونو يې ګلونه ، حيوانات او شکلونه انځور شوي وو. دېوالونو ته قطار چوکۍ اېښې وي ،تر انګړ ووتم، برنډه وه، اخواته خلاص ميدان و، دميدان په منځ کي ګلونه او وني ولاړې وي. ښي لاس ته کوټې وي، مخامخ يو سپين اوږد موټر ولاړ و. بڼ ته ورغلم ،په منځ کي يې لوى حوض و،شاوخوا څوکۍ اېښې وي ،دچوکۍ  دپاسه سره چترۍ درول شوې وه، هرڅه راته نوي و، دومره نوي چي خوب او خيال کي مي هم ليدلي نه و.حيران وم څه وکړ، چا څخه وپوښتم؟ په يوې اوږده څوکۍ کښېنستم، دچوکۍ مخته مېز اېښى و، اخبارونه پراته وو:خدمتګار ،انيس،وېسا... ددې اخبارونو نومونه راته نوي وو،يوازي انيس هغه مهال هم چاپېده،په کابل کي مي دزده کړو په مهال يوازي څو اخبارونه چاپېدل خو هغه په دې نامه نه و،انيس راته اشنا و،راپورته مي کړ، تر نوم لاندي مي په نېټه سترګي ولګېدې ،سر مي سره وګرځېد ،سترګي مي ورپولې ، اخر داڅه دي؟ ١٣٩١ دحمل ١ ،دا خو دکوم مضمون سرټکي هم نه و، چي د وړاندويني ګومان مي پرې کړى واى، ٢٥ کاله وخت تېر شوى و، زه چي له پېښوره راتلم، ١٣٦٦هـ ل و، څو مېاشتي په غره کي وم، يعني تر پرونه ١٣٦٦هـ کال و،هيڅ نه پوهېدم ،دا اوس څه لوبه ده؟ دمخامخ کوټې څخه يو سپين ږېرى راووت،ږېره يې پاکه خرېلې وه، په پتلانه يې داغونه ليدل کېدل، څنګ ته راغى، داشپرخانې بوى يې ته، په نرم غږ يې وويل: اغاسلام! ځان مي سمبال کړ،په چوکۍ کي سره راغونډ شوم، ويل يې:باداره! نن تر ډېرو بيده وي، طبيعت خو به مو خراب نه وي؟ په غوږونو شکمن شوم، ماته يې بادار وويل، زړه مي بې واره غورځيده،په لوبه مي سر نه خلاصيده، ځواب مي ورکړ: سر مي څه درد کوي. - ناشته دلته راوړم که کوټې ته ځې؟ ومي ويل:نه ،همدلته يې راوړه. - په سترګو! ورځپاڼه مي په لاس کي وه،په لومړي مخ يې انځور و، برابره ږېره، په عسکري درېشي کي،غټي سترګي، جګه پوزه ،ښه ورته ځېر شوم،همغه و ،هغه په هينداره کي چي مي وليد:يعني ....يعني زه! پاتې لري