په شیکاګو کې د ناټو سرمشريزې غونډې ته د افغان مدني ټولنی د همغږۍ مرکز وړانديزونه او غوښتنې


د مدني ټولنی د همغږۍ مرکز چې په افغانستان کې د شاوخوا دوه سوه مدني بنسټونو استازېتوب کوي، تر هر څه دمخه له نړیوالې ټولنې څخه د زړه له کومې مننه کوي چې په افغانستان کې يې د سولې او ثبات په ټينګښت کې ډېره قرباني ورکړې او په افغانستان کې يې د ولسواکۍ او بيا رغونې په برخه کې بېدرېغه مرسته کړې ده. هيله خو دا وه چې موږ د شيکاګو په غونډه کې برخه درلودای او خپل نظريات مو له نړيوالې ټولنې سره له نږدې شريک کړي وای، خو بيا هم د دغې مهمې غونډې د ښو پايلو لپاره غواړو خپل وړانديزونه او غوښتنې په ليکلی توګه ورسوو:

• له امريکې او د ناټو له نورو غړو هېوادونو سره د افغانستان د ستراتيژيکو همکاريو د سندونو لاسلیک کولو دې ته لاره هواره کړه، چې نړيواله ټولنه او په تېره د ناټو غړي هېوادونه په خلاص مټ له افغان ولس سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. زموږ هيله دا ده چې د شيکاګو د غونډې پرېکړې او د ناټو له غړو هېوادونو سره د ستراتيژيکو همکاريو تړونونه بايد په افغانستان کې د ډاډمنې سولې او ثبات ضامن اوسي، نه دا چې د جګړې د غځېدو او پراخیدو لامل وګرځي.
• څرنګه چې لاهم افغانستان پر خپلو پښو نه دی درېدلی، زموږ هيله له نړيوالې ټولنې څخه دا ده چې د مرستو په کچه کې دې کمی نه راولي او د پخوا په څېر دې خپلو مرستو ته دوام ورکړي. دا مرستې بايد په متوازنه توګه د افغانستان ټولې اړتياوې په پام کې ونيسي او يوازې پر پوځي برخه تمرکز ونه شي. د تېرو لسو کلونو له تجربو څخه د زده کړې په رڼا کې د افغان ولس لومړيتوبونه سم تشخيص شي او داسې بنسټيزو پروژو ته توجه وشي، چې په لنډ وخت کې افغانستان د نړيوالې ټولنې له مرستې بې نيازه کړي.
• موږ پر دې خبره ټينګار کوو، چې د افغانستان د دولت او نړيوالې ټولنې تر منځ د مرستو په تنظيم کې بشپړه همغږي رامنځته شي او د يوه شفاف ميکانېزم له مخې دې په افغانستان کې د بيا رغونې او د مرستو د لګښت بهير وڅارل شي. زموږ په اند دا شفافيت بايد د پالېسۍ او پروسو په جوړولواو پلي کولواو د مسؤلينو ټاکلو په ټول بهير کې رعايت شي. د دې تر څنګ دې داسې يوه کومېټه جوړه شي چې د افغان دولت، نړيوالې ټولنې او مدني ټولنې متخصص استازي پکې غړيتوب ولري.
• د ډاډمن امنيت او ثبات لپاره زموږ هيله دا ده چې افغان امنيتي ځواکونه په رښتيني مانا په پر مختللو وسلو سنبال شي، غوره روزنه ورکړل شي او هغه ټول وسايل او تجهيزات چې د يوه عصري پوځ لپاره اړين دي، په واک کې ورکړل شي. د دې تر څنګ بايد د افغانستان وسله وال ځواکونه له هر ډول سياسي، تنظيمي او قومي وېش څخه په کلکه وژغورل شي.
• د ولسواکۍ په برخه کې که څه هم د پام وړ پرمختګ شوی دی، خو زموږ په اند لا ډېر کار ته اړتيا ده. لومړی دا چې د ولسمشرۍ او ملي شورا راتلونکې ټاکنې بايد د نړيوالې ټولنې تر څارنې لاندې په شفافه او عادلانه توګه ترسره شي او د مشروعيت له بحران څخه وژغورل شي. د دې لپاره اړينه ده چې د ټولټاکنو په کميسون کې بنسټيز اصلاحات راوستل شی، په رښتيني مانا خپلواک او ناپېيلی شي او د ټولو لپاره د منلو وړ وګرځي.
• مدني ټولنه لاهم په افغانستان کې ډېر او بنيادي کار ته اړتيا لري؛ لومړی خو دا چې په مدني ټولنه کې د حکومت د لاسوهنې مخه ونيول شي او چارې يې د بشري حقونو د کمیسون په څېر داسې ادارو ته ونه سپارل شي، چې په خپله تبعيضي چلند کوي. تر اوسه پورې زياته پاملرنه يوازې هغو مدني بنسټونو ته شوې ده، چې په کابل او يا څو لويو ښارونو کې فعاليت لري، زموږ هيله دا ده چې د افغانستان په ټولو ولايتونو کې مدني بنسټونو ته پاملرنه وشي او د مرستې لاس وروغځول شي. مدني ټولنې ته بايد د افغانستان په ټولو دموکراتيکو او مدني بهيرونو کې پراخه ونډه ورکړل شي او د مدني ټولنې په پياوړتيا کې د ځوانانو او ښځو ونډې ته ځانګړې توجه وشي.

• پر بشري حقونو تېری لا هم د ولسواکۍ او مدني ټولنې پر وړاندې مهم چلنج دی او لاهم زورواکان د بشري حقونو د تامين په لاره کې مهم ګواښ او خنډ بلل کېږي. زموږ په اند ډېره مهمه ده چې د بشري حقونو په خپلواک کميسون کې بنسټيز بدلون راشي، کميسون له ميراثي کېدو وژغورل شي او د قانون له مخې په هرو پنځو کلو کې نوي او وړ مسوولين ورته وټاکل شي. انتقالي عدالت چې د بن په لومړني کنفرانس کې يې ژمنه شوې وه او تر اوسه نه دی پلی شوی لاهم يوه جدي اړتيا ګڼل کېږي. د بشري حقونو په کميسون کې تر اصولي بدلانه وروسته بايد د انتقالي عدالت پلي کېدو ته لومړيتوب ورکړل شي. څرنګه چې ښځې لا هم د افغاني ټولنې تر ټولو زيان منونکي پوړ دی، زموږ په اند د ښځو له حقونو سره د شعاري چلند پر ځای باید بنسټيز کار ورته وشي، په ټولنيز ژوندانه کې يې د پراخې ونډې لپاره لاره هواره شي او پر ښځو د تاو تريخوالي د تشخيص او مخنيوي په موخه د افغانستان په دولتي سيستم کې اړين سمون راوستل شي.

• اداري فساد د ښې حکومتوالۍ، عدالت او سولې پر وړاندې ډېره لويه ننګونه ده. له اداري فساد سره مبارزه د ډېرو کميسونو او ادارو په جوړولو سره نه ترسره کېږي، بلکې د هغې لپاره ټينګه اراده او د نړيوالې ټولنې فشار ته اړتيا ده. د افغانستان له حکومت څخه د زورواکانو او مافيايي کړيو لاسونه بايد لنډ شي او دولتي اداره د تنظيمي او قومي مصلحتونو پر ځای پر مسلکي معيارونو جوړه شي.
په پای کې په شيکاګو کې د ناټو له سرمشريزې غونډې څخه زموږ غوښتنه دا ده چې په ټولو تړونونو او پرېکړو کې د افغان ولس ملي حاکميت، ملي ګټو، خپلواکۍ او ملي يووالي ته بشپړ درناوی وشي او پر کړيو ژمنو مسوولانه او جدي عمل وشي.
په درنښت
د مدني ټولنې د همغږې مرکز
افغانستان