
د سولې د عالي شورا مخکښ غړی ارسلا رحماني پرون د کابل پوهنتون ته څېرمه د نامعلومو کسانو په ډزو سره په داسې حال کې ووژل شو چې موټر یې د نورو موټرو په ګڼه ګوڼه کې ایسار شوی ؤ.
د حیرانتیا وړ خبره خو دا ده چې یو لوړپوړی چاروکی د پلازمینې په منځ کې د ټوپک په ډز وژل کیږي او قاتلین یې هم ورک کيږي، سره له دې چې د کابل پوهنتون ته څیرمه په دهبوریو کې پولیس، د کابل پوهنتون اخري استادګاه کې هم د پولیسو غرفه او هم د لوړو زدکړو وزارت ترڅنک پولیس شتون لري، څنګه شونې ده چې پو بیروبار کې یو عالی رتبه شخصیت وژل کیږي او په همدې بیروبار د قاتلینو د سپرلۍ موټر هم تری تام کیږي.
له حالاتو داسې بریښي چې د سولې له غړو سره خو مور او د میرې چلند وشو، دا ځکه چې که استاد رباني ووژل ټولې دنیا پرې خبرې وکړې او اوس چې د سولې دویم مخکښ د کابل په دننه په مرموز ډول وژل کیږي افغان دولت یې په اړه هیڅ داسې خواشینې نه ده ښودلې، چې دډې مانا دې ورکړي چې ګواکې په ريښتیا هم دا کار ښه ندی شوی.
ارسلا رحماني خپل ټول عمر د ملت لپاره په کار کې تیر کړي، کله چې په پيښور کې د صبغت الله مجددي په مشرۍ د مجاهدينو حکومت جوړ شو، مولوي رحماني د حج او اوقافو د وزير په توګه او وروسته د برهان الدين رباني په حکومت کې لومړى د حج او اوقافو وزير او وروسته بيا د صدارت د دويم مرستيال په توگه ونومول شو، نوموړى د طالبانو د واکمنيدو وروسته له هغوى سره يو ځاى شو او د لوړو زده کړو په وزارت کې مرستيال وزير وټاکل شو.
د طالبانو د حکومت له ړنګېدو وروسته د حامد کرزي له حکومت سره يو ځاى شو، لومړى د امريکا په تور نوملړ کې راغى، خو د افغان دولت د پر له پسې غوښتنو وروسته د ده نوم له ١٣ نورو کسانو سره له تور لیست څخه وایستل شو.
د طالبانو په دوره کې هم مولوي ارسلا په نظامي چارو کې نه ؤ دخیل ځکه دی د وخت د لوړو زده کړو مرستیال وزیر ؤ له همدې لامله خو یې له خلکو سره کومه شخړه نه درلوده او نه هم په کومه شخصي شخړې د علت له لامله وژل شوی، پدې وروستیو کې د سولې د عالي شورا لومړی با نفوذه پښتون شخصیت ؤ چې په ریښتیا سره یې له طالبانو سره د پخلاینې په لاره کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کولې نو د شورا پر غړیتوب سربېره یې د دغې شورا د بنديانو د خوشې کولو جرگگۍ مشري يې هم کوله، ځکه نوموړی په طالبانو کې د ډېر نفوذ خاوند ؤ.
د ارسلا رحماني وژل کېدا له طالبانو سره د سولې خبرو هلوځلو ته لوی ګوزار ګڼل کېږي ځکه دی د برهان الدین رباني له وژل کېدو وروسته د سولې د عالي شورا تر ټولو مهم غړی و، ارسلارحماني د وژل کېدو په اړه هیڅ کوم دقیق کره او د منلو وړ معلومات نشته، دا چې اوس د محاذ په نوم ډلې د نوموړي وژنه په غاړه واخیسته هم د منلو وړ نه بریښي.
کره، پوره او دقیق معلومات به ددې ثبوت کوي چې د سولې دا لاروی د چا لخوا او کومې موخې لپاره ووژل شو.
یوازې په غندلو نه کیږي، د داخلې وزیر، دفاع وزیر و ملی امنیت باید راوغښتل او د پېښي جدي څارنه باید وشي، که دا کار ونشي لوړپوړي پښتانه چارواکي دې د همداسې ورته پېښو انتظار وباسي.
روح الله وفا