
پیل:
بهیر د سپیڅلي قران په څو مبارکو آیتونو پیل شو، ورپسې شیرشاه سمون د نیت په اړه یو مبارک حدیث وړاندې کړ: عن عمر بن الخطاب رضي الله عنه قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول(إنما الأعمال بالنيات وإنما لكل امرئ ما نوى فمن كانت هجرته إلى الله ورسوله فهجرته إلى الله ورسوله ومن كانت هجرته لدنيا يصيبها أو امرأة ينكحها فهجرته إلى ما هاجر إليه) متفق عليه.
ژباړه: له عمر رضی الله عنه څخه روایت دی چې له نبي علیه السلام مې واورېدل: بېشکه چې ټول عملونه په نیت پورې اړه لري او هر بنده ته به خپل نيت رسيږي نو چا چه هجرت و کړ د الله او رسول لپاره نو هغه الله او رسول ته ورسېده، او چاچېد دنیا د حاصلولو لپاره هجرت و کړ، ياد يوې ښځېلپاره چه نکاح ورسره وکړي نو دهغه هجرت د هغه شي لپاره دی.
ملي او نړیوالې پېښې:
ملي او نړیوالې پیښې نظیم سمون وړاندې کړې، نوموړي لومړي د ګلوبل ویټنس د وروستي راپور په اړه رڼا واچوله، چې په راپور کې د هېواد د قیمتي کانونو د غیر قانوني استخراج په اړه پکې وضاحت راغلی، په راپور کې څو نومونه ډېر واضیح راغلي¸چې عبدالمالک قومندان، بسم الله خان محمدی، زلمی مجددی او هم د طالبانو ډله، چې دې شاملو کسانو له دې لارې ډېر لوړ عاید لاسته راوړي.
چې پوره راپور لاندې کتلئ شئ
ګلوبل ویټنس: د افغانستان د لاجوردو میلیارډونه ډالره طالبان او چارواکي تر لاسه کوي
یوې نوې څېړنه ښیې چې څنګه د افغانستان د کانونو میلیارډونه ډالره هېواد کې د فساد، جګړې او تندلارۍ څرخه ګرځوي.په دغه راپور کې د دفاع پخواني وزیر، بسمالله محمدي، د ولسي جرګې غړي،زلمي مجددي، د پنجشېر ولایت یو شمېر چارواکي او همداراز د بدخشان ولایت سیمهییزو څو قومندانانو نومونه اخیستل شوي دي چې د لاجورد کاڼو ویستنې او لېږد کې په یو ډول لاس لري.د «ګلوبل ويټنس» نړیوال بنسټ راپور ښیې چې بدخشان ولایت کې طالبان او زورواکي په غیر قانوني توګه د کانونو ویستنې لسګونه مېلیونه ډالره تر لاسه کوي. د بدخشان ولایت د کراناومنجان ناامنه ولسوالۍ چې څو کلونه کېږي د دولت له ولکې بهر ده، د پنجشېر امن ولایت پورې.دا هغه لار ده چې د ګلوبل ويټنس په راپور کې ترې په غیر قانوني توګه د کانونو لیږد لارې په توګه یاده شوې ده. پر یادې لارې قیمتي کاڼي د موټرو او څارویو په مرسته سختو لارو باندې لیږدول کېږي.
د یاد بنسټ د راپور له مخې طالبانو او نورو وسلهوالو ډلو یوازې په ۲۰۱۴ کال کې ۷۵۰۰ټنه لاجورد ویستلي او قاچاق کړي يې دي چې له امله یې ۲۰ میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي.
د پوښتنې وړ دا ده چې له ۲۰ میلیونو ډالرو څخه په ۲۰۱۴ کال کې طالبانو ته له زیات کم یو میلیون ډالره رسېدلي دي خو په ۲۰۱۵ کال کې ۱۲میلیونو ته د عوایدو راکمېدو سره، طالبانو ته له ۴ میلیون ډالرو څخه زیات ورسېدلې دي.
خو ولي د طالبانو عواید زیات شوي دي؟د ولسي جرګې غړی، فاروق مجروح وايي:«طالبان د خپلو مالي لګښت لپاره هڅه کوي، داسې ځایونه وټاکي چې خپل مالي لګښت تامین کړي. د بېلګې په توګه بدخشان چې له کانونو کولی شي ګټه ترلاسه کړي او پاکستان ته کاڼي قاچاق کړي او همداراز هلمند چې د کوکنارو له کر څخه عواید ترلاسه کوي او دغه کار د دوی لپاره پر یوه ښه سوداګرۍ بدل شوی دی.»
په غیر قانوني توګه د کانونو ویستنې په برخه د بدخشان ولایت یو سیمهییز قومندان ملک څخه د اصلي او مهم لامل په توګه یادونه شوې ده. خو دغه قومندان د خپل کار لپاره دلیل لري.
بدخشان کې سیمهییز قومندان، ملک وايي:«دا خبرې کاملآ غلطې دي. زه له هېچا سره همکاري نه کوم او نه هم چا ته پیسې ورکوم! نه دولتي چارواکو ته او نه هم طالبانو ته! دا د خلکو لپاره کار دی. خلکو په درې ۱۳کلونو کې د زلمي او وروڼو حق تلفي لیدلې ده. خلک وږي وو او نور یې صبر پایته رسېدلی وه.»
د ولسي جرګې غړی، زلمی مجددي او ورور یې اسدالله هغه کسان دي چې په دغه راپور کې یې د کانونو ویستنې په برخه کې پر لاس درلودو نومونه راغلي دي.د ګلوبل وېټنس د افغانستان څانګې رئیس، سټیفن کارټر وايي:«د بېلګې په توګه راپور کې د بسمالله خان نوم د یو شمېر سرچینو لهخوا اخیستل شوی دی او همداراز یو شمېر شاهدانو ویلي دي چې دوی بسمالله خان او قومندان ملک یې یوځای لیدلي دي.»د پنجشېر والي نوم هم په دغه راپور کې لیدل کیږی.د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي وايي:«داسې موارد مخکې هم وو چې یو شمېر اشخاصو د کانونو په ویستنه کې په یو شمېر سیمو کې لاس درلود.»په همدې حال کې، کارپوهان هېواد کې د کانونو غیرقانوني کېندنې، زیانمنونکې بولي او د دغه کار د مخنیوي لپاره چاره وړاندې کوي.
له طبیعي سرچینو د څار ډلې غړی، ابراهیم جعفري وايي:«هغه روښانه او پټ لاسونه چې د کانونو ویستنې تر شا دي، باید له دیو سره خبرې وشي او پر هغوی فشار راوړل شي(د حکومت له خوا) که دوی خپل دغه کار ته دوام ورکوي نو باید چې ګتې یې له منځه یوړل شي.»د ګلوبل ويټنس په راپور کې د افغانستان د کانونو په بیو په اړه چې د زورواکو لهخوا ارزانه پلورل کېږي هم، اندېښنه څرګنده کړې ده.دغه بنسټ حکومت ته وړاندیز کوي، هغه ځایونو کې چې کانونو ته نږدې افغان ځواکونه ځای پرځای دي، باید نور کسان هم وګمارل شي او همداراز د کانونو ویستنې هوکړې هم په رڼه توګه له وڅيړي
بل مهم او خوښوونکی خبر بیا دا وو، چې د بند سلما پرانستل شو:
د افغان ـ هند دوستۍ بند (سلما) د افغان ولسمشر اشرف غني او د هند صدراعظم نریندرا مودي له لورې رسماً پرانستل شو. دغه بند د هرات ختيځ ته په ١٦٠کيلومترۍ کې د چشت شريف ولسوالۍ کې موقعيت لري او د هند حکومت یې د سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پرمهال د جوړولو ژمنه کړې وه، خو د کار د پېل تړون یې په ۲۰۰۵ م کال کې د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال لاسلیک شو. دغه پروژه د ۱۵ کلونو په اوږدو کې د ۲۹۰ ملیونه ډالرو په لګښت بشپړه او نن رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. افغان ولسمشر اشرف غني د افغان - هند دوستۍ بند تر پرانستلو مخکې د خبرو پر مهال د هند له صدراعظم نریندرا مودي څخه د هغه هېواد د مرستو له کبله د مننې تر څنګ وویل، چې نن د هند په مرسته د افغانانو ۴۰ کلن انتظار پای ته ورسېد. غني زیاته کړه، چې هند د خپلو نېکو همکاریو له کبله سیمه او افغانستان کې ځلانده نوم غوره کړی او افغانان یې د ټولو هغو همکاریو قدردانی کوی، چې د تاریخ په اوږدو کې یې کړې دی. د هند صدراعظم نریندرا مودي هم د خپلو خبر پر مهال وویل، چې هند له افغانستان سره لا نورو مرستو ته ژمن دی او هیله ویې ویل چې د سلما بند پرانستل د افغانستان د پرمختګ پر لاره یو لوی ګام دی او دا د هند او افغانستان د خلکو د تاریخي اړیکو ښکارندويي کوي. مودې وړاندې وویل، چې د سلما بند په پرانستلو سره افغانستان کې یوه پروژه ونه رغوله بلکې، د افغانستان راتلونکې نسل ته یې د پرمختګ هیله ورکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې له افغانستان سره پر ټینګو اړیکو لرلو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې هیڅ خنډ د دواړو هېوادونو دغه اړیکې نه شي زیانمونولای. هغه د پېغام په توګه وویل، چې افغانان دې د خپل هېواد د پرمختګ او پر پردۍ له تکیې د خلاصېدو په موخه سره یو موټی شي او خپل غږ دې د سولې له لارې شریک کړي.
د کتاب لنډیز برخه:
ورپسې یحیی جدي د چیګوارا د کتاب لنډیز وړاندې کړ، چې نوموړي له ایرانۍ ژبې څخه پښتو ته ژباړلی، چې دا کتاب ۱۳۵ مخه لري او دا کتاب نړیواله بڼه تایید شوی کتاب دی، دلته د چیګوارا د ژوند کړنو او مبارزو ته اشاره شوې، د چیګوارا اصلي ځای معلوم ندی خو ارجنتاینان او ایرلینډیان یې د خپلې سیمې اړوند بولي. نوموړی د طب څخه فارغ شوی. نوموړي خپل ملګري راټول کړل چې د جزام د ناروغۍ په اړه کار وکړي، ولې وروسته په دې فکر کوي چې انقلاب ته اړتیا ده، نوموړي ته دا سخته وي چې په دوو کې انتخاب وکړي، یانې نوموړی چې یو ډاکټر دی څنګه کولای شي ټوپک ته لاس کړي،، نوموړی د ځان په اړه یادونه کوي چې ګواکي دی د نیو د پټي او سیند تر منځ واقع کیږي که د نیو د پټي خواته لاړ شي وژل کیږي او که د سیند په لوري لاړ شي وبه ژغورل شي. نوموړي ته د صنایع وزارت وړاندیز کیږي خو دی یې ردوی او خپل انقلاب ته دوام ورکوي، خو بلاخره نوموړي د فېډرل کاسټرو له لوري وژل کیږي، د سي ای اې هم دې ته اشاره کوي چې چیګوارا د قتل امر فیډرل کاسترو ورکوي، ځکه نوموړي د روس پورې اړوند ؤ، او چیګوارا د روس په وړاندې ډېر ځایه خپل غږ پورته کړی ؤ، نوموړي په ملګرو ملتونو کې هم څو ځله خپل اواز اوچت کړی ؤ.
د نوموړي د محبوبیت راز په دې کې ؤ، چې ځانته یې ډېر څه نه خوښول د جامو یو خاص او ساده سټایل یې درلود او تل به یې دخلکو د ازادۍ لپاره مبارزه کوله.
د پریزنتیشن برخه:
ورپسې پریزنتیش وړاندې شو، چې نن کار به سبا ته نه سپارو، له فایل سره مل کولائ شي پریزنتیشن ولولئ.
د ځانګړې وینا برخه:
ورپسې شعیب رحیم ځانګړې وینا واوروله، نوموړي د نوموړي د مبارزې په اړه وینا وکړه، په خپل خبرو کې یې څو مهمو ټکو ته اشاره وکړه چې مبارزه اوږد زغم، پوره حوصله او دوامداره کار ته اړتیا لري، د نوموړي لپاره الګو خدای بخښلی محمد علي ؤ، محمد علي به چله کله رینګ ته تلو نو همیشه به یې ویل چې زه ګټونکی یم او هم قهرمان یم، نموړي به هیمشه مثبت فکر کاوه.
شعیب وویل چې انسان ته دوه غږونه کیږي یو دا چې ورته ویل کیږي چې ته ګټونکی یې او بل دا چې ورته ویل کیږي چې دا کار او کړنه ناشونې ده.
پر وینا باندې حمید محمدشاه انتقاد وکړ چې ګواکې مترادفات زیات استعمالوي، او ښاغلي روهي وویل چې وینا هیڅکله په بخښنې کولو سره مه پیلوئ.
د بهیر په اوږدو کې د انګلیسي ژبې د چټکې زده کړې کورس په اړه خبرې وشي، چې د شنبې ورځ به پیل کړي، او دا کورس به د انګلیسي ژبې د اساساتو نه پیل کیږي، د کورس وخت به د غرمې له۳:۳۰ نه تر ۵:۰۰ پورې وي.
ورپسې خوشحال روهي د بهیر نتیجه ګیري وکړه نومړي دریو مهمو خبرو ته اشاره وکړه:
-
په ژوند کې هدف درلودل اړین دي، او هم د هدف لپاره مبارزه کول او مثبت فکر سړي هدف ته رسوي.
-
بل هره ورځ بایده له پلان سره پیل شي او د نن کار سباته پرېنږدو
-
مبارزه باید اوږدمهاله، د صبر او حوصلې سره وي چې نتیجه ولري.
بهیر د ښاغلي اکبرجان پولاد د دوعایې په ویلو سره پای ته ورسید.