
لیکنه: روح الله وفا
rohullah.wafa@iec.org.af
د افغانستان ستراتیژیک موقعیت او د هېواد ۶۰۰۰ کلن تاریخ ته په کتو سره دا هغه هېواد دی، چې د توریزم او نړیوال سیاحت له لوري خورا زیاتې اقتصادي ګټې ترلاسه کولای شي. په نړۍ کې ترکیه، هسپانیه او مصر هغه هېوادونه چې د د توریزم او سیاحت له لارې ترلاسه شوي عواید یې خورا لوړه پیمانه جوړوي. افغانستان هم د ورته هېوادونو په لست کې راتللی شي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي آبداتو او تاریخي آثارو شمېر تر ۷۰۰۰ اوړي. خو متاسفانه چې دغه لست د وخت په تېرېدو سره بدلون مومي ځکه ډېر تاريخی آثار د نه پاملرنې له کبله له منځه ځي خو له بلې خوا وخت پر وخت نوي آثار او تاریخي ځایونه کشفېږي، چې دا شمېره بېرته مخ پورته وړي.
ددې ترڅنګ افغانستان غرنۍ پراخه سیمې لري، چې ډېره طبیعي ښکلا لري. دا ټول سیلانیان دېته هڅوي، چې دې هېواد ته راشي، له دې سره سره د د موسمونو تغییر، یانې په ژمي او دوبي دواړو کې په افغانستان د سیلانیانو لپاره مساعد ځایونه شتون لري.
د افغانستان ختیځ ولایتونه دوه بهارونه لري یو یې پسرلی او بل یې پس له اوړي، د یادولو وړه ده چې د هېواد د کال په ټولو موسمونو او فصلونو کې په پسرلي، اوړي مني او ژمي کې یې هوا ښکلې او لا په زړه پورې وي، خو یوازې سیمې یې تفاوت کوي، په پسرلي کې د هېواد یو طرف سیمه، په اوړي کې بله سیمه او په همدې ډول دا هېواد د سیلانیانو لپاره تر ټولو ښه سیمه تشکلیوي.
د هېواد سیولي او لودیځ ولایتونه چې د ښکلو او ښیرازه دښتو څخه برخمن دي د سیلانیانو لپاره تر ټولو ښه سیمه بلل کیدای شي، همدارنګه د افغانستان شمالي ولایتونه د پسرلي په رارسېدو او تر اوړي پورې د ښکلا یوه نمونه وي او هم ښکلې او په زړه پورې هوا د دې سیمې پرښکلا لا زیات اغیز شیندي. د هندوکش لوړ غرونه، د پامیر او آی خانم غرونه او په دوبي کې د بامیانو سړه هوا د ډېرو سیلانیانو لپاره په زړه پورې دي.
دا چې په پخوا وختونو کې افغانستان خپله ډېره بودجه د سیلانیانو له راتګه برابروله او سیلانیاتو ته هم تر ټولو ښه ځای افغانستان ؤ، خو د وخت په تیرېدو او په افغانستان کې روانو جنګونو دا فرصت له مینځه یوړ.
دا چې ولې اوسني دولت توریزم ته ځانکړې پاملرنه نه کوي لامل یې، دا دی چې دا مسؤلت مسلکي او په کار پوه کسانو ته ندی سپارل شوی، ځکه خو وینو چې لاتراوسه پورې په دې اړه کومې داسې لاسته راوړنې نه لیدل کیږي چې د یادولو وړ وي، نه له دې لارې د پام وړ عاید ترلاسه شوی او اوس شرایطو کې هم ورته خاصه پاملرنه نه کیږي.
سره له دې چې د چارواکو او مسؤلینو له خولې په دې اړه اورو چې وايي "افغانستان پخوا د سیلانیانو لپاره تر ټولو ښه ځای ؤ خو له بده مرغه په هېواد کې پراخه ناخوالو دې برخې ته صدمه رسولې"
څه موده مخکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات په دې اړه یو سمینار جوړ کړی ؤ، په سمینار کې د اطلاعاتو او فرهنگ وزیر ښاغلی سیدمخدوم رهین وویل چې، "افغانستان د دې وړتیا لري چې په کال کې د توریزم له لارې له څلورو تر ۷ ملیاردو ډالرو عاید تر لاسه کړي، خو د دې لپاره وړ پاملرنه پکار ده". نو بیا ولې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په دې اړه هڅې نه کوي او که یې کوي هم ولې محسوسې نه دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معلوماتو په اساس " په دې وروستیو کې افغانستان هر کال د ۱۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ سیلانیانو کوربه وي"
بې له شکه که دې برخې ته پاملرنه وشي له یوې خوا ډیرو هغه کسانو ته د کار فرصت برابرېږي چې سیلانیانو ته خواړه، مصرفي توکي او د لوبو، سیل او ترانسپورت اړوند وسایل برابروي، له بلې خوا په هېواد کې د کرنیزو توکو بازار ته هم فرصت برابرېږي، دا ځکه چې همدا سیلانیان له همدې افغاني توکو استفاده کوي. ددې ترڅنګ د افغانستان لاسي صنایع، وچې او لمدې میوې هم په نړیوال مارکېټ کې ښه نوم پیدا کولی شي.
همدارنګه شونې ده چې دا سیلانیان د ځانونو لپاره کورونه په کرایه کړي چې ترینه استفاده وکړي، دا کار خپله هېواد ته یو لوی عاید زیږوي.
هېره دې نه وي چې ډیر مخ پر ودې هېوادونه چې ډېر څه نه لري هغوی کوښښ کوي چې د نړۍ د سیلانیانو توجه ځانته جلب کړي، له همدې لامله دوی توانیدلی چې خپل اقتصاد په پښو ودروي، دا په داسې حال کې ده چې توریزم نه زموږ مطلب یوازې او یوازې لیدنه نده بلکې شونې ده چې سياحت فرهنګي، ورزشي، مذهبي، تفريحي، علمي او ياهم اقتصادي بڼه ولري.
مهمه دا ده چې څنګه کولای شي افغانستان ته د سیاحانو اوسیلانیانو توجه راجلب کړي، له دې اړخه افغانستان د لوړوعوایدو څخه برخمن شي، د افغانستان د لرې مګر ښکلو سیمو د خلکو لپاره د کار فرصتونه برابر شي. له همدې امله مې له مسؤلو چارواکو هیله دا ده چې په دې اړه د پام وړ کارونه ترسره او خپل مسؤلیت ادا کړي.