
د انتي وار د رپوټونو پر بنسټ پنجابي دولت د ناټو لوژيستيکي کاروانونو ته د 365 ميلونو ډالرو په وړاندې اجازه ورکړه چې له پاکستان څخه تېر شي او په افغانستان کې د خلکو د وژن لپاره ځانونه سمبال کړي . که څه هم چې د پنجابي دولت دا لمړی وار نه دی چې د روپيو په وړاندې اسلام ته شا کوي، خو دا ځل يې په نامه اسلامي ګوندونه هم په بشپړه توګه رسوا او خلکو ته سم ورپېژندل چې آيا دوی په ريښتيا د اسلام پلوي کوي که د خپل جېب او خپل دولت. د پاکستان اسلام ګوندونو څو ځلې ګواښ وکړ چي که چېرې د ناټو کاروانونو ته لاره ورکړل شي نو دوی به په پراخه لاريونونو لاس پورې کړي، ان تر دې چې د دولت ټول دوترونه به وتړي . دغه اسلامپالو ډلو په خپلو همدې ژمنو سره افغان طالبان غولول او د اسلامي ورورولۍ، جهاد، اسلامي امارت او . . . . نارې يې ورته ووهلې . طالبانو د همدې ژمنو پر بنسټ د پنجابي دولت او په نامه اسلامي خو خېټورو او د انګرېزانو غلام ګوندونو د خوښۍ لپاره هغه څه کول او لا يې کوي چې اسلام ته خو پرېږده، بلکې ټول انسانيت ته سپکاوی دی . له نېکه مرغه يو ځل بيا د پنجابي دولت او د دوی په نامه اسلامي ګوندونو اصلي څېره بربنډه شوه چې دوی نه اسلام پېژني، نه قرآن، نه د اسلامي ورورولۍ پروا لري او نه هم د کوم خوسا او بشپړ ساده پټان طالب، بلکې يوازې او يوازې د شين غوږي ډالر . دا لا تر اوسه هر ګوره مالومه نه ده چې اوس به د پنجاب اسلامي ګوندونه په تېره د فتواوو سوداګر مولانا فضل الرحمن او پنجابي ترهګر دولت خپل دغه غير اسلامي کړن ته څه ډول جواز او فتوا را پيدا کړي او طالبان به بيا څنګه وغولوي . خو هغه خلکو ته به د داسې يوې وړې فتوا پيدا کول کوم ستونزمن کار نه وي چې ټول عمر يې د اسلام او فتواوو سوداګري کړې وي . افغان مجاهد او مظلوم ولس بايد د پنجاب دغه غير اسلامي کړن په ټوله مانا سره وغندي چې يو ځل بيا يې د انسانيت او بشيرت غليم امريکا او ناټويان له هغو سيمو څخه په افغانستان را نازل او په وسلو کړل چې د دوی تر واک لاندې دي . افغان ولس ته ښايي چې د جنګړه ييزو او سياسي ستراتيژيو، ننيو غوښتنو او اړتياوو سره سم، امريکا، ناټويانو او د دوی تل پاتې پنجابي غلامانو او په نامه ا سلامي ګوندونو ټولو ته په يوه سترګه وګوري . همداسې بايد افغان ولس د مقاومت په بهير کې هېر نه کړې چې طالبان هم د افغان ولس شمله په ورو ورو سره په غربي ځناورو پلوري او په پنجابي مذبذبو يې تر پښو لاندې کوي .