
روح الله وفا
زموږ هېواد یو غرنی هېواد دی او له جغرافیایي پلوه په داسې یو موقیعت کې قرار لري چې څلور خواوې یې په وچه پورې تړلې، بحر ته لار نه لري او هم نظر نورو هېوادونو ته د ځمکې په لوړه سطحه کې پروت دی چې، له بحر نه یې فاصله زیاته ده، له همدې امله یې ټولې اوبه نورو هېوادنو ته ځي، دا په داسې حال کې ده چې دې هېواد کې دې پراخو اوبو ته بندونه هم په نشت حساب دي، ځکه خو یې هوا وچه او بری ده او دا ددې لامل شوې چې د اورښت درجه یې هم خورا ټیټه ده .
د یادولو وړ ده چې که چېرته یو هیواد د ترقۍ په لور ګامونه ږدي نو لومړی یې زراعت، بیا یې صنعت او بیا یې اقتصاد وده کوي، زراعت او صنعت دواړو په اوبو او بریښنا ولاړ دي، چېرې چې اوبه او بریښنا وي هلته زراعت اسانه دی او هم د صنعت لپاره سهولتونه برابریږي، دا چې کله په یوه سیمه کې د صنعت لپاره سهولتونه زیات وي، نو پانګه وال هم په ډېره لیوالتیا دېته حاضریږي چې هلته پانګونه وکړي او که برعکس دا سهولتونه نه وي له یوې خوا پانګونه شونې نده له بلې خوا کې څوک حاضر هم شي چې تولیدي کار وکړي نو تولیدات به یې ډېر قیمته پریوځي په پای کې دا پانګونه خپله د رکود سره مخ کیږي!
دا چې زموږ هېواد افغانستان د سرشاره سیندونو او نهرونو څښتن دی، خو له بده مرغه له دې سیندونو او بحرونو نه په هیڅ ډول استفاده نه ده شوې بلکې موږ په لوی لاس دا اوبه له لاسه ورکوو، او زموږ ګاونډي ترینه په داسې حال کې استفاده کوي چې آن یو څاڅکی هم نه ضایع کوي، دوی په زراعت او صنعت کې ترې پراخه ګټه اخیستې، د همدې اوبو نتیجه ده چې دوی په پراخه پیمانه زراعتي محصولات صادر کړي او بیا د همدې زراعتي محصولاتو بازار بیا هم زموږ هېواد دی چې په هره بیه یې راباندې پلوري موږ یې ځواب نلرو.
زموږ هره سیمه، هره ولسوالي او هر کلی د بند د جوړېدو لپاره مساعد دي، ځکه دا هېواد یو غرنی هېواد دی، له ژمي دا غرونه په واورو پوښلي وي او په نورو فصلونو کې بارانونو اوریږي، چې له غرونو خورا زیاتې اوبه په لاس راځي، چې همداسې بې له دې چې راتم کړل شي همداسې تیریږي.
دا چې دا وزارت خپله بودجه هم نشي مصرفولای او نه یې هم د لسو کلونو راپدیخوا د کوم بند د جوړولو هڅه کړې، د هېواد پلازمینه کې اوس هم په ډېرو ځایونو کې بریښنا نشته، زما په اند د نړۍ په سطحه به لومړی پایتخت وي چې هلته دې بريښنا نه وي.
دا غیر منظمه بريښنا په نشت حساب ده او که شته هم ده، هغه بريښنا ده چې له ګاونډي هېواد نه مو په بیه رانیولې، چې خورا قیمته پریوتلې، دا هم باید یاده شي چې که مو هر وخت مناسبات ورسره خراب شول نو ددې په سوال بریښنا نه به لاسونه ووینځو.
هېره دې نه وي چې د اوبو او بریښنا وزارت چارواکي یا خو په دوی تپل شوې چې باید وکار ونکړي، یاخو مسلکي او په کار پوه کسانو ته دا وزارت نه دی سپارل شوی چې په خپلو کاري کې د پام وړ پرمختګ ولري.
د ټولو هغو بندونو په اړه هم پوره پاملرنه نه ده شوې چې پخوا جوړ شوي وو او دوخت په تیریدو سره یا یې ماشینونه خراب دي او یا هم نورې ستونزې لري، دا خو په ځای پرېږده چې په هېواد کې دې د کوم نوی بند ګټې اخیستنې ته سپارل شوی وي.
د هېواد یو بند ته د بیلګې په توګه اشاره کوم چې د اوبو او بريښنا وزارت یې کار په ټپه درولی، یاده دې وي چې یوازې دا بند ندی بلکې ټول په دې شکل حساب کړه.
د دریو کلنو راپدېخوا د المان هېواد غواړي د چک بند ورغوي او هغه ماهر انجینران چې د چک وردک بند یې جوړ کړی هېواد ته راغلي، همدارنګه نوموړي بند ته د آلمان د هېواد له طرفه پیسې ځانګړې شوې دي، د دوی په وینا که دولت ورسره دا پروژه همغږې کړې نو وبه توانیږي چې ددې بند د برښنا توربینونه جوړ او هم پرې څو نوي توربینونه ولګوي، د سیمې خلک هم په یوه خوله ددې بند د رغولو د امنیت تضمین کوي، دوی حاضر دي چې د نوموړي بند د رغولو په پروسه کې پوره مرسته وکړي. خو ولې بیا هم سره له دومره سهولتونو دا بند همداسې پاتې دی. علت یې نامعلوم دی. دې بند ته اشاره یوازې د اوبو او بریښنا وزارت کاري چارې په ګوټه کوي، نه یوازې دا بند بلګې په لسګونو نورو بندونو کار هم له بیلو بیلو علتونو له مخې په ټپه ولاړ دی.