له بودا پرته باميان (درېيمه برخه)

حفيظ الله غښتلی

د شمامې په نامه د وريجاړې شوې مجسمې ټوټې چې له مرغانچې ته ورته ځای کې يې بټې کړې دي.
د شمامې په نامه د ويجاړ شوي مجسمې په توکړو کې خال خال ځايونه ښکارېدل، په غره پورې نښتې برخې کې يې هم ژور لوی خالونه ښکارېدل. داسې برېښېده چې دغه ځايونو کې جواهر او غمي کارول شوي او بيا ترې کښل شوي دي. د معبدونو او غارونو په نقشونو او توږل شويو انځورونو کې کې هم ورته ځايونه ښکارېدل. د باميان ولايت د دفتر ملګرو ماښامنۍ برابره کړې وه. د دوی مېلمستون بره د غونډۍ پر سر دی. موږ چې نوربند کلا هوټل ته ورسېدو د دفتر مسوول محمد اسمعيل مومند زنګ وواهه او ويې ويل چې هوټل د دروازې مخې ته موټر ولاړ دی او موږ مو انتظار کوو.
ماښام د ملګرو هوجرې ته ورسېدو. ګورو چې ټول بوخت دي. دوی ټولو په يوه لوي کاغذ پېنځه پېنځه انځورونه نښلول. موږ هم مرستې ته ور ودانګل او ساعت کار وروسته مو دنده ترسره کړه.
ملګرو د ماښامنۍ لپاره ډېر لګښت کړی و. ډوډۍ يې خوندوره وه. ما ورته کړل: يارانو لاس مې نيستئ چې ډوډۍ خوندوره ده.

د مې اتمه:
نن له کابله درې بهرني همکاران راتلل. تر خرمې پورې مو د انڅورونو په برخه کې پاتې کارونه ترسره کړه. پلان دا وو چې نن دوولس بجې بند امير ته لاړ شو.
بند امير ته مو تګ له ټاکلي وخت يو ساعت وځنډېد. زه او دولت وزير له دفتره راووتو چې ډوډۍ له بازاره راسره واخلو او بيا يې په امير بند او يا هم په لاره چې وخورو. بودا کمپ هوټل ته مو وويل چې ډوډۍ د لسو کسانو ډوډۍ راته برابره کړي. يوه کارکوونکي راته وويل چې دولس بجې به بلکل تياره وي. موږ بازار ته لاړو چې لږ سودا وکړو. چې دولس بجې راستانه شوو. بودا کمپ هوټل راته وويل چې اشپز مو نه شته او ډوډۍ مو تياره نه شوه کړای. بېرته بازار ته لاړو او هلته مو تياره خواړه واخېستل او بيا مو د بند امير په لوري حرکت وکړ. له همدې امله مو تګ يو ساعت ځنډنی شو.
د بند امير پاټک ساتونکی
باميان ته څو ځله راغلی يم خو تر دې دمه مې دا فکر کاوه چې غارونه يوازې د بودا د دوو سترو مجسمو د ورانو شويو مجسمه د تشو چوکاټونو شاوخوا جوړ شوي. نن يوه بجه چې د لويديز په لوري بند امير ته روان شو نو پته راته ولګېده چې غارونه د بودا مجسمې څخه لوري لوېديز لوري ته هم خورا ډېر دی. دلته پيا له غارونو کورونه جوړ شوی او د غارونه او تاريخي ارزښت يې زيانمن کړی دی. له موټر چلوونکي پرته موږ له کابل څلور افغانان او پېنځه بهرنيان په دوو موټرو کې وو. موټر مو په دوه زره او پېنځه سوه افغان کرايه کړي وو. بهرنيان په کابل کې په دغه ډول موټرو کې نه ګرځي، لکې په مرمۍ ضد موټر کې ګرځي هغه هم له امنيتي کسانو سره، خو دلته ورسره دا اندېښنه نه وه چې په مرمۍ ضد موټر کې دې کښني. ډاډه او ارام د بند امير په لوري روان وو.
تر بند امير پورې سړک کابو پوخ شوی دی، لا يې کار نه دی بشړ، ځای ځای يې چې پلچکونه جوړوي هلته يې لا کار پاتې دی او پر پلچکونو کار کوی.
موټور ښي لاس ته پر خامه سړک ورګډ شو. موټر چلوونکي وويل دا دی اوس به په درنګ شېبه کې بندر ته ورکښته شو. چې لږ وړاندې لاړو نو وړاندې کښه ډنډ شنې اوبه را جوتې شوې. هغه دی بند امير.
وړاندې موټر ودرېد، له کوز شو او څو تصويرونه مو واخېستل. بند امير داسې ښکارېده لکه د غونډيو په منځ کې چې ډېر ژور ځای جوړ شوی وی. خونډی خاورينې وي او فکر کوم د کرکېلې او د ونو اېښودلو لپاره مناسبې وې، خو لا سپېرې ښکارېده چېرته د کوم ونې يا کروندې درک نه لګېده.
موټر مخ په کښته روان و او کوزېده او بند امير ته ورسېدو. دلته يوه کوټه وه چې نه يې ور و نه کړکۍ. تر څنګ يې پر سړک پاټک اچول شوی وو، يو سپېږي يې تر څنګ ناست و. زموږ له رسېدو سره يې پاتک لرې کړ. يو ځوان پرې غږ: مه يې پرېږده، ټکټ يې نه دی کړی، پاټک بند کړه.
د حضرت علی رضی الله عنه د قدم په نامه زیات څخه د بند امير د يوې څنډې ننداره
دلته نو ټکټ سړي سر دی نه دی، بلکې د موټر ټکټ دی چې پنځوس افغانۍ کېدې. وړاندې په يوه ځای کې ليکلي وو: زيارت قدمګاه حضرت علی رضی الله عنه. موټر چلوونکي راته وويل: دغه بند حضرت علي جوړ کړی.بند داسې نه ښکارېده چې په لاس دې جوړ وي وي، د الله جل جلاله به قدرت طبيعي جوړ ښکاري. يوه کورني د يخو اوبو تر څنګ مېلمې ته ناسته وه، له ديګونو يې په کاسو کې شورا را اچوله. موږ ته يې بلنه راکړه چې غرمنۍ ورسره وخورو.
وړاندې له هغه ځای سره مو واړول چې خلکو د حضرت علي د قدم او لمانځه کولو زيارت باله. د موټر درولو تمځي تر همدغه ځای پلې لاره په تيږو جوړه شوې وه چې چې دوه کسان څنګ په څنګ او لاس په لاس په اسانۍ قدم پرلې وهلی شي.
هغه ځای ور وختلم چې خلکو د زيارت باله د دروازې يوه اړخ او بل اړخ ته يو کوچنی هلک او نجلۍ ناست و. زه ننوتم فکر مې کاوه چې دننه به د پله نقش به وي او خلک به يې د حضرت علي رضی الله عنه قدم بولي. خو داسې څه نه و. دويم پوړ ته ختلې دروازه بنده وه او کلپ يې پرې اچولي و.
داسې ښکاري چې دلته نوی کار کوی او يو څو نوی نيالګي ايښودل شوي وو. نو شنې ونې او بوټې نه ښکاری. دومره اوبه او د شنه بوټي نشتوالی يوه پوښتنه وه چې ځواب نه شوه.
دوه ځوانان چې دوړو او لمر يې څېرې تورې کړې وې راغلل، روغبړ يې وکړ او ځانونه او ويې وويل: نندارې ته راغلی ياست؟
هو، او تاسې؟
موږ دلته د سړک سروې کوو، له پاخه سړک تر دې ځايه پورې مو سړک سروې کړ او الحمد الله نن مو د کار وروستۍ ورځ ته، البته اوس مو د کار وروستۍ شېبې دي کار مو خلاص کړی دی.
دوی خورا خوشاله ښکارېدل. په بيړه يې مخه ښه وکړه او لاړل.
مازيګرمهال چې بېرته باميان ښار ته ننوتلو. يو سړی چې توره شپو خولۍ يې پر، توره درشي يې پر تن، تور بوټان يې پر پښو، تور اينکې يې پر سترګو وې موټر ته درېد: دا ملګري مو د کوم ځای دی؟
د سړي څېرې او له تعارف پرته دغسې يوې پوښتنې له موږ سره وېره پيدا کړه. د زړه له پاسه مو پوښتنه ترې وکړه: ولې، خير خو دی؟
زه د امنيت کس يم او دلته دنده لرم.
ښه، دوی خو د بېلا بېلو هېوادونو دي؟
موږ دلته د ثبت کتاب لرو. دوی ته ووايي چې هورې هغه خېمې ته راشي او په کتاب کې ځان ثبت کړي.
په بند امير کې د حضرت علي رضی الله عنه د قدم په نامه زيارت
ښه. خو تر هغه ځايه لږ فاصله شته، ته هم موټر ته راوخېژه چې لاره لنډه شي.خيمه په لوړ ځای لګول شوی، موږ لاندې ترې ودرېده، محمد شفيع ورسره لاړ، د ثبت چارې يې ترسره کړې.
باميان ته په نژدې کېدو خوا زور باد ولګېد او ورسره دروند باران.
ماښامنۍ ډوډۍ د دفتر مشر په سلېک روډ هوټل کې مېلمستيا کړې وه. ماښام ناوخته له خپل دېره ځايه پلي وخوځېدو.  
عجيبه ډوډۍ وه، وريجې يې په اوبو کې ايشولې وې،  سابه يې هم همداسې پاخه کړي و، سوپ يې د خرمېړي و دا نو ډوډۍ وه، خو قيمت يې سړي سر ۱۸ ډالره و. که ناشکري و نه شي نو هېڅ خوند به کې نه و.
لس بېجې له هوټله راووتو، تر خپل دېره ځايه پلي راغلو. دا نو عجيبه وه. بهرنيان له وېرې پرته د شپې ګرځېدلې د ډېر ډاډمن چايېريال څرګندونه کوله.