
حفيظ الله غښتلی
شمامه:
د شمامې له يوه معبده د باميان درې ننداره
لارښود ټينګار وکړ چې شمامه وګورو. د بودا هغه مجسمه چې د باميان درې په ختيز لوري کې پرته ده د شمامې په نامه يادېږي چې ۳۸ متره لوړه وه. ويل کېږي په ۵۰۷ ميلادي کال کې اباده شوې. لويدېږ لوري ته پرته مجسمه چې د صلصال په نامه يادېږي ۵۵ متره لوړه وه چې په ۵۵۱ ميلادي کال کې توږل شوې وه. د باميان بودا د خالي ځای مخې ته څو کوټې ودانې دي، په دې خونو کې د باميان پوهنتون د محصلينو شپه غالی دی. ملګرو ته مې کړه:
راځئ له دوی سره لږ بنډار وکړو.
محمد شفيع راته کړه: ياره ته وزګار يې.
نور هم ورسره همغږي شول، پټکې يې راباندې وکړې او له لارښود سره وړاندې لاړل او زه ورپسې شوم، ځان راته په دې خبره چې راځئ له محصلينو سره د زړه خواله وکړو ملامته ښکارېده چې ياره نه شي له دې خلکو سره کلی، خبره دې نه مني، ته يې ورسره ومنه.
شماشمې ته چې ورسېدو. لارښود جيب ته لاس کړ، کلي يې راوويسته، چيله يې خلاصه کړه او موږ ته يې د وړاندې تلو اشاره وکړه.
دلته غونډۍ لوري ته خېمې ته ورته تجير وهل شوی او ښي لاس ته جالۍ تاو شوې وه او سر يې پټ و. په دغو دواړو ځايو کې د ويجاړې شوې شمامې توکړې ځای پر ځای شوې وې چې باران او واوره يې خراب کړي.
لارښود چټک چټک مخکې ختيز لوري ته لاړ، ورپسې غږ مې کړ: موږ درپسې درشو؟
نه، نه، تاسې مه راځي، زه دا دروازه خلاصوم چې له هغه لوري ترې راوځو.
سړی بېرته راغی او لويديز لوري ته روان شو، موږ ته يې وويل: راځئ!
پسې شو، کوچنۍ دروازه يې پرانيستله او دی تر مخ موږ ورپسې شو. په زنو کې مخ په بره روان وو. په زينو کې ښي لاس ته ۳۰ ملي په کچه ګول سيخ د لاس نيولو لپاره کارول شوی دی. دغه سيخ پرله پسې د بودا مجسمې د خالي ځای ترسره کال په پوړيو کې کارول شوی او بيا تر ختيز لوري ته هم تر ځمکې پورې.
لوېديز لوري ته کابو له پېنځلسو پوړيو وروسته لوېديز لوري ته تونلونه کښل شوي او دغه تونلونه بيا هغو کوټو ته ورته ځايونو ته تللي چې د معبد په بڼه جوړ شوي. په ځينو دغو معبدونو کې لا د هغې لرغونې نقاشۍ نښه نښانې پاتې دي. د غوايې له انقلاب مخکې د دغو نقاشيو او رنګونو هنر خوندي و، خو له انقلاب وروسته د وحدت ګوند او بيا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال دغه هنري او تاريخي اثارو ته درانه زيانونه اړول شوی او له منځه وړل شوي دي. يوه غار ته د ننوتلو پر مهال مې چې بره وکتل، نو هغه ټول لرغوني انځورونه سولول شوي او له منځه وړل شوي وي چې لرغونو عبادت کوونکي جوړ کړي و. ځينې غارونه چې کوټو ته ورته دي، ګردچاپېره په کې د ناستې لپاره ځايونه توږل شوی دی، داسې ښکاري چې دلته عبادت کوونکي کښېناستل او خپل عبادت به يې کاوه.
ما بايد دغه غارونه او د عبادت ځايونه شمېرلي وای، خو ملګرو راته د دې مجال نه راکاوه چې زه ګام پر ګام دا هر هڅه په دقت وکړم.
په يوه غار ننوتم، تياره و، د کامرې د فلش په رڼا کې له وېرې او ډار سره وړاندې تلم، ډارېم چې چېرته و نه لوېږم. په غوږونو کې مې د خپل استاد چې د تفسير درس يې راکاوه غږ انګازه کوله او د قران کريم هغه اياتونه مې د ذهن په پرته راتل چې زما د کامرې د فلش رڼا او وړاندې تګ مې انځور راکاوه. مَثَلُهُمْ كَمَثَلِ الَّذِي اسْتَوْقَدَ نَارًا فَلَمَّا أَضَاءَتْ مَا حَوْلَهُ ذَهَبَ اللَّهُ بِنُورِهِمْ وَتَرَكَهُمْ فِي ظُلُمَاتٍ لَا يُبْصِرُونَ ﴿١٧﴾صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لَا يَرْجِعُونَ ﴿١٨﴾أَوْ كَصَيِّبٍ مِنَ السَّمَاءِ فِيهِ ظُلُمَاتٌ وَرَعْدٌ وَبَرْقٌ يَجْعَلُونَ أَصَابِعَهُمْ فِي آذَانِهِمْ مِنَ الصَّوَاعِقِ حَذَرَ الْمَوْتِ ۚ وَاللَّهُ مُحِيطٌ بِالْكَافِرِينَ ﴿١٩﴾يَكَادُ الْبَرْقُ يَخْطَفُ أَبْصَارَهُمْ ۖ كُلَّمَا أَضَاءَ لَهُمْ مَشَوْا فِيهِ وَإِذَا أَظْلَمَ عَلَيْهِمْ قَامُوا ۚ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَذَهَبَ بِسَمْعِهِمْ وَأَبْصَارِهِمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿٢٠﴾
(د دوی مثال د هغو کسانو په څېر دی (چې د بيابان په تپه تياره شپه کې) يې اور بل کړی وي (چې د هغې په رڼا کې خپل ځان له خطره وساتي)، دا چې اور يې شاوخوا رڼا کړ، الله (د يوه ويروونکي توپان په وسيله) د هغه رڼايي غلې کړه او هغوی يې په داسې تياره کې پرېښودل چې مطلقا يې نه سره ليدل[۱۷] کاڼه، ګونګيان او ړانده دي، له همدې امله (له ګمراهيه او ضلالته د هدايت په لوري) نه راګرځي.(۱۸) يا د دوی مثال د هغو کسانو دی لکه کله چې زورور غټ څاڅکي له اسمان اوري، تيارو، تندر او برېښنا ورسره راګير کړي وي او دوی د تندر د سخت اواز له امله خپلې ګوتې په خپل غوږونو کې ننباسي او الله جل جلاله په خپل علم او قدرت احاطه کوونکي دی.(۱۹)
د شمامي تر څنګ په يوه غار کې د هنري رنګ پاتې شوني
نژدي دی چې برېښنا په چټکي سره د دوی د سترګو نور يوسي، کله چې (دوی ته) لاره رڼا کړي نو دوی په کې روان شي. کله چې پر دوی تياره کړی شي نو دوی ودرېږي او که الله اراده کړی وی نو خامخا به يې د ودردېدلو ظاهري قوت او د ليدلو ظاهري قوت زايل کړی وی بېشکه چې الله جل جلاله په هر څه قادر دی.(۲۰)د فلش په رڼا کې به مې قدم مخکې واخېست او بيا به ودرېدم. همداسې مې کول چې وروست حد ته ورسېدم. نور لاره بنده وه او مخکې تګ نه شوای کېدی. داسې ښکارېده چې دغه کار ترې نابشپړ پاتې دی.
هر هنري کار ته شېبه تم کېدل په کار و او بيا پرې فکر کول. د سوېلي اسيا په هېوادونو کې مې چې د بودايانو کوم معبدونه او سټوپې ليدلي دی هلته مې دا ډول هنري شهکارونه چې خورا ښه رنګ ورسره کارول شوی وي نه دي ترسترګو شوي. د دغې هنري شهکارونو ويجاړي سړي ته د تېرو وختونو د خلکو جبر او ناپوهۍ ښکارندويي کوي.
موږ د بودا ورانې شوې مجسمې د تش چوکاټ تر سر پورته شو او ختيز اړخ ته په جوړو شويو زينو کې بېرته راکښته شو. د راکښته کېدو پر مهال مو هغه غارونو ته چې ګومان کېږي د عبادت ځای به و سر ورښکاره کاوه او شوي او په غارونو کې شوی کار به له ژور فکر سره ملګري کولو.