ما وپيژنه

 
پسم الله الرحمن الرحيم
بولله ياقصيده( ما وپيژنه)
خړ کورونه يې د تيږو او د خټو دا مې کلى
دي له دريو خواوو غرونه مخ يې دښتې دى پوښلى
 
شاوخوا تور نښتر ولاړدي چارچاپير ګورګورې ناستې
سپيلنو تر څار د سترګو دى د دښت ټټر څيرلى
 
يو ګودر د غره په ډډه د ځړوبي پرې ناتار دى
دي ننګريسې ترې چاپيره لوى چنار پرې دريدلى
 
لدې خوړ هاخوا ورپورې ها جنډې د هديرې دي
د غه پورته مود کلي سپين جومات دى څومره ښکلى
 
زموږ څپلۍ په خاورو خړې او جامو ته ايښي ټوټي
واسکټ باندې پرې اغوندو او پټکى په سر تړلى
 
چا چرۍ وي په مټ ايښي د پټو په لوري درومي
چا رمې ګلې تر مخې او کوتک تر مټ پېيلى
 
چا سْره تبر وي په لاس کې پورته غره ته په ختو وي
ورسره يو لوى شان پړى، وي په لاس کې يې نيولى
 
يار دى شين منګى اخيستى په ډوډي يې اړولى
ګڼ کميس لوى يې لستوڼي سپين مړوند ترې راوتلى
 
لمر له غرونو پنا کيږي د زړګي وار نور نه کيږي
يار ګودر ته رارسيږي هوښ له سره الوتلى
 
د يارمخ تک سور ګلاب شو پښتنۍ حيا يې راغله
د پلو پيڅه په خوله کې ولاړ په تيښته تښتيدلى
 
توره ډال مې دي په کور کې د نيکه مې د ننګ نښه
تور ټوپک ديوال ته ځوړند يرغلګر مې پلار شړلى
 
مينه ډيره لرو زړو کې مينه ناکو ته ئى ورلونو
زما له قهره بيا هندو په عبادت امان غوښتلى
 
ما ماغزه د انګريز باد کړل دې درو يې لښکر وخوړ*
زما له ويرې يې په سره اور کې ژوندى دى ځان سيزلى*
 
ما د سرو لښکرو سرې ويالې د وينو بهولي
زما په خاوره کې په شپو شپو ارام ندى خوبولى
 
زما جلال وته چنګيز ګوته په غاښ حيران و پاتې*
په دې ځاى کې سکندر او هلاکو دى لړزيدلى
 
پښې زما د بابا ښکل دي اصفهان او ډيلي دواړو*
سمونات مې خاورې کړى پاني پت مې دى ګټلى
 
که ابادې ماڼۍ نشته که مو ډيره ډوډۍ نشته
خو زما د قوم وګړى چا غلام ندى ليدلى
 
هديره مو ده چې لويه شهيدان يې واړه بويه
دغه چت چې رالويدلى دا ديوال چې نړيدلى
 
دا دتوت ونه راماته ها کنده چې پرته لويه
دا ايرې دې کنډواله کې، دا و باغ اوس سوزيدلى
 
دا دښمن دي ويجاړ کړي په بمونو يې ويشتلي
خو دى خپله هم په روغو پښو بيا بيرته ندى تللى
 
دغه شنه اوسپنه لويه چې زنځير يې ترپښو تاو دى
هغه سپين شى چې په خوړه کې د کمره تر څنګ لويدلى
 
دا و موږه په هوا کې په اوږده ټوپک ويشتلى
زيړ ټوپک هم د غليم و چې مې مټ ته اچولى
 
ته په دواړو سترګو ړونديې اې د نوي دنيا زويه
دا وسله دې خپل دښمن دى چې ته ئى دلته راوستلى
 
چې کوچنى وې تا په غيږه کې نانځکې لوبولې
زه د بم او د باروتو په لوګو کې لوبيدلى
 
اوس دا دوه تنه چې تا ته پورته غرونو ته ختلي
ستا دا نيم جهان او ته يې هم تر پوزې راوستلىس
 
 
داچې غلى يم د خپل ماشوم په وينو بې ننګ نه يم
دا په دې چې ته يې دلته د ميلمه په نوم راغلى
 
ته ميلمه چې مې په خاوره باندې پښې تاوول غواړې
ما له ډيرو په ځيږوپنجو لړمون دى راويستلى
 
زه له خپل ناموسه زر ځله ځار شوى تپوس وکه
زه د خپل بابا تر مخ تيره اغزى نشم منلى
 
دا چې تا راشهيد کړى زما بابا او زما ورور دى
او زما د خور بدن دې دى په تورو سپو څيرلى
 
زما هيڅکله د شهيد وينه همداسې نده پاتې
ما خونخوار په خپله خاوره کې په وينو لمبولى
 
ته به ګورې يوه ورځ به وم د ستا د کور په وره کې
ته به ګورې ستا ناموس به مې وي ځان سره بيولى
 
نړيواله د غه چيغه د يوه له ستوني نده
دا غږ زما د قوم د هر يو ځوان له ستوني راوتلى
 
مومند محمدي اڅړ
پاى
*مکناټن وزير محمد اکبر خان د محمد شاخان په ملګرتيا د کابل په چمن کې وواژه چې لدې پيښې څو ورځې مخکې مکناټن دا خبره هم کړيوه چې موږ افغانستان بوجۍ ته اچولى شو او لندن ته يې وړلى شو.
*کيونارى
*جلال الدين محمد خوارزمشاه
*احمد شاه بابا
ننګريسه= د انار ونه
ټوټى= د جامود شليدلو ځايونو پيوند
چرۍ= بيل(خوستۍ لهجه)
پيڅه= څنډه