د پکتيکا وﻻيت د عملياتو او بريد خبرونه

 د پكتيكاچارواكي وايي چې د دغه ولايت په سروبي او شخيل آباد ولسواليو کې د ګډوځواكونود جلاجلا عملياتوپه لړكې اووه تنه د دولت وسلوال مخالفين وژل شوي دي، دوى په همدې مهال د يوشمېر وسلو اومهماتو د نيولو خبرهم وركړى دى.   خو وسله والوطالبانوتراوسه د دې پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان وايي چې د دوشنبې په شپه د  دغه ولايت د سروبي ولسوالۍ اړوند پاسنۍ سيمه کې افغان اوبهرنيوځواکونوپه ګډه د ځينو کشفي راپورونوپراساس پلټوونکي عمليات كړى اوپه لړكې يې د دولت د وسلوالو مخالفينو يوه پنځه کسيزه ډله چې نظامي جامې يې په تن وې په نښه اوپنځه واړه يې ځاى پرځاى وژلي دي، د وياندپه خبره چې ګډوځواكونوته له يادې ډلې د درنو اوسپكو وسلوترڅنګ يوه اندازه مهمات او چاودېدونکي توکي هم په لاس ورغلي دي، مخلص زياتوي چې دا عمليات د هوايي ځواک په مټ شوي ځكه په سيمه کې ملکي وګړو او يا هم ګډو ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی.
بل پلود همدې پكتيكا په شاخېل اباد ولسوالۍكې پرپوليسوبريدشوى، مخلص يې په اړه وايي سرحدي پوليس مرکز ښرنې ته پرلار ووچې د شخيل آباد ولسوالۍ په اړوند سيمه کې د دولت وسلوالو مخالفينو لخوا د نيول شوي کمين سره مخ شوي او ترمنځ يې جګړه شوې، په دې نښته كې هم د دوو تنو وسله والو د وژل كيدو خبر وركړل شوى دلته هم د وسلې اومهماتو د نيول كيدو ويل شوي، مخلص دا هم وايي چې په پېښه كې بل چاته زيان نه دى رسيدلى.  خو وسله والوطالبانوبياتراوسه د دې پېښوپه اړه  څه نه دي ويلي.