
د مې ۶مه:
بلقيس وويل چې د غرمې ډوډۍ به په بودا کمپ کې وخورو. کله مو چې په هوټل کې کالي ځای پر ځای کړل شپږ واړه پلي د بودا کمپ په لوري روان شوو.
باميان له اوه – اته کاله مخکې سره تغير کړی، بازار يې رنګ او رونق موندلی، ابادۍ په کې شوي دي، ابادۍ نو بيا د خلکو تر څنګ حکومت هم کړي دي. خو د سيمې اوسېدونکي وايي چې ابادي نه ده شوې، حکومت کار نه دی کړی، داسې پروژې نه شته چې هغه ټولګټې وي او د خلک درد دوا کړي. د ښار خلک له والۍ اغلې حبيبې سرابي څخه شکايت کوي.
موږ په نوربند کلا هوټل کې اوسېدو. په بازار کې چې قبلې لوري ته وردېږې، نو ښي لاس ته د بازار د دوکانونو شا لوري ته له خوړ پورې غاړه نور بند کلا هوټل جوړ شوی دی. دلته يوه شپه په شپېته ډالره ده. نوربند کلا هوټل د افغانستان د بشر حقوقو خپلواک کمېسيون مشرې سيما ثمر جوړ کړی چې خورا جم و جوش يې برابر دی. د نورو هوټلونو خاوندان شکايت کوي چې والي او حکومتي چارواکي مېلمانه نوربند کلا ته لېږي چې د نورو هوټلونو کار و بار يې له ګواښ سره مخ کړی دی.
اته کاله مخکې په باميان ښار د بازار ختيز لوري ته يو ضحاک هوټل و، بل د غونډۍ پر سر ګرځندوی هوټل و. په ګرځندوی هوټل کې به ډېری وخت کوټه خالي نه وه، نو بيا دويم اختيار ضحاک هوټل و. د ضحاک هوټل کوټې کمې وې، له کوټو سره نښتې تشنابونه نه وو، عمومي تشنابونه يې درلودل او په تشابونو به يې ډېر بيروبار و. د دې تر څنګ نو نورې مساپرخانې وې چې کوټې يې نه درلودې او پر غولي به خلک بيدېدل.
اوس په باميان کې د نوربند کلا تر څنګ سلېک روډ هوټل، د بودا کمپ، روف اف باميان او صلصال بودا مخې ته د ښاروالۍ تر څنګ کلا په کاروان سرای هوټل بدله شوې ده. نور نو د دريو نويو هوټلونو د ابادۍ کارونه روان دي.
اوس چې د ثور مياشتې نيمايي اوښتي سيلانيان ورځ په ورځ ډېرېږي نو په هوټلونو کې کوټې هم اکثر وخت ډکې وي. په نوربند کلا کې ټولې کوټې ډکې دي او کومه خالي کوټه نه ده په کې پاتې.
موټر مو رخصت کړ او په هوټل کې مو کالي ځای پر ځای کړل. سلا په دې راغله چې غرمنۍ په بودا کمپ رستورانت کې وخورو. بودا کمپ د باميان زاړه بازار ته په لار پروت دی. هلته چې ورغلو، د هوټل کسانو راته وويل چې ډوډۍ نه لري، دوی ته بايد وار له مخه وويل شي چې ډوډۍ تياره کړي. دغه هوټلونه د مېلمنو له غوښتنې سره سم تازه خواړه برابروي.
د باميان زوړ بازار چې د صلصال بودا مخې ته اباد و، اوس يې يوازې د کنډوالو نښې ښکاري، دغه بازار د ثور انقلاب خوړلی چې په ډېری ځايونو کې يې لا د کنډوالو نښې هم نه ښکاري. د باميان نوی بازار د راده تر غاړې جوړ شوی چې اوس په کې ګڼه ګوڼه ډېره وي.
له بودا کمپ څخه د بازار لوري ته پلي روان شو، د سفر دوو ملګرو وويل چې دوی په بازار کې بلد دي نو يوه مناسب روستورانت ته به مو بوځي. دوه دريو رستورانتونو ته مو سر وښکاره کړ، خو واره مو پرې رانغله. د دفتر له ملګري محمد اسماعيل مومند مو پوښتنه وکړه چې د غرمني لپاره مناسب ځای کوم دی، دا نيم ساعت ګرځو راګرځو خو د خوړنځی مو لا نه دی پيدا کړی. هغه راته کړه: قلب اسيا رستورانت ته لاړ شه. لا مې چې له ده سره خبرې خلاصولې ملګري وار له واره په سخي رستورانت کې پلتۍ ووهلې.
مهالوېش جوړ شوی و چې څه کارونه بايد ترسره کړو. د دفتر له ملګرو سره مو په جوړ شوی مهالوېش سلا وکړه. له ښاروال سره مو غونډه وکړه او مهالوېش مو ورسره شريک کړ. په باميان کې د ښوونځيو د زده کوونکيو تر منځ د رسامۍ سيالۍ وه چې مالي لګښت يې د يو اېس اېد د رمپ اپ- ختځ زون له لوري ورکول کېده. سيالي راځئ د خپل لرغوني ښار ساتنه وکړو، تر سرليک لاندې د باميان ښاروالي او د باميان ولايت د پوهنې رياست له لوري ګډه ترسره کېده.
له اتو ښوونځيو څخه زرو زده کوونکيو ته د رسامۍ وسايل وېشل شوي وو. د دفتر ملګرو تر نن پورې له ۷۴۶ کسانو رسامۍ راټولې کړې وې. په يوه ښوونځي کې همدا نن د مې پر شپږمه نجونې مسمومې شوې وې، د دې ښوونځي زده کوونکيو خپل کړي کار په سيالۍ کې د ګډون لپاره و نه شو سپارلی.
په سيالۍ کې د ټولو ګډونوالو پوره پېژندنه بايد کمپيوټر ته رسول شوې وای. د دفتر همکارانو وويل چې کار ډېر دی او دوی د دې لپاره وخت نه لري. ټولې رسامۍ مو ترې راوړوې او د شپې مو په کمپيوټر کې ثبت کړې.
د چېنار او سپېدارو ونې پوټکی
له يوه درځن ډېرې ښځې، نارينه، ځوانان او سپينږي بوخت وو، د چا په لاس کې تېشه وه د چا په لاس کې لور و، درګرده يې د چارو او نالو له پرې شويو ونو پوټکي اړول بيا به يې راټولول او په منظم ډول به يې يوه اړخ ته اېښودل. د ځانګړي بوی وږم يې دماغونه تخڼول. د سفر ملګرو ويل: خورا ښه وږم لري.
ترې مې وپوښتل: پوهېږئ په دې پوټکيو څه کوي؟
نه، خو دومره پوهېږي کله چې له دغو لرګيو پوټکي لري کړي بيا يې د کوټو د پټولو لپاره په چتونو کې کاروي.
او پوټکي يې څه کوي؟
هغه به ايسته اچوي؟
نه، دا پوټکي سوځوي او ايرې يې له تنبکو سره ګډوي او بيا نسوار ترې جوړوي. ويل کېږي چې د چېنار ونې د پوټکې نسوار ښه وي.
ښه، په زړه پورې ده.
د مې اوومه:
له کابله راغلی زموږ ټيم په دريو ګروپونو ووېشل شو، لومړی ګروپ وګومارل شو چې د ځوانانو پروګرام وګوري او د کرکېټ په تورنمنټ کې برخه واخلي. دويم ټيم وګومارل شو چې د جنډر په اړه د سبا ورځې لپاره تياری ونيسي او دريېم ګروپ له هغې کمېټې سره مرسته وکړي چې د انڅورونو د انتخاب په اړه کار کوي.
کمېټه ټاکل شوې چې ټولې رسامۍ وګوري او غوره رساميو د جايزو لپاره معرفي کړي. د ۷۴۶ انځورونو کتل وخت غواړي. کمېټه ټاکلې شوې وه چې د باميان ولايت د معارف استازی، د باميان ښار د ښاروالی استازی، د يو اېس اېد استازی او د رمب اپ يو استازي څخه کمېټه جوړه وه.
کمېټې د ورځې تر پايه کار وکړ او انڅورونه يې د جايزو لپاره ونومول، ۹ تصويرونو لومړۍ جايزه، ۹ تصويرونو دويمه جايزه او ۹ نورو درېيمه جايزه وګټله.
زه په هغه ګروپ کې وم چې ښايي د ځوانانو د کرکېټ ټورنمنټ وګورو او هلته عکسونه واخلم. شېبه مې د کرکېټ لوبې ننداره وکړه. ډېری لوبغاړی د هېواد له ختيزو سيمو راغلي وو.
له بودا پرته باميان:
د باميان د بودا مجسمې نوم په ګرده نړۍ کې لګي، د بودا مجسمه چې که په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې د طالبانو له لوري ويجاړه شوه، دغو مجسمو د هنر او تاريخ په اړه نړيوالو تر منځ فکرونه وټوکول. په ۲۰۰۹ کال کې د تابلند بنکاک ته لاړم، هلته به چې له چا سره مخ کېدم نو له تعارف او پېژندنې وروسته به يې د باميان بودا مجسمه يادوله او له افسوس او درد ډک اه به يې وکيښ.
اوس د بودا مجسمې تش چوکاټ وېروونکي ښکاري، خو تر څنګ يې دلته کارېدلی هنر د انسان ذهن تخڼوي او د تاريخ لرو زمانو ته د فکر نيلی غځوي.
له غرمې وروسته څلور بجې مو له ګرځندوی مديريت څخه څلور ټکټونه واخېستل، موږ څلور کسان وو، دولت وزيری، اميد شريفي، محمد شفيع او زه. سړی سر ټکټ ۶۰ افغانۍ و. له ټکټ پلورونکي مو پوښتنه وکړه: لارښود شته؟
هو، کله چې بره خېژئ، نو امنيتي کسان درڅخه د ټکټ پوښتنه کوي او هلته به تاسې ته لارښود هم راشي؟
صلصال
يو کس راسره شو، پر ټټر يې ليکلي وو: وزارت اطلاعات و فرهنګ، به کمک مالي يونيسکو و جاپان. دغه کس نوم را و نه ښود تر مخ مو چټک چټک روان شو. لکه مرور هېڅ خبرې يې راسره نه کولې، ګړندي ګړندی ګامونه يې مخ په بره اخېستل. زه په ننداره بوخت وم او بره په چټکۍ ختلو مې ساه وسوځوله. له موږ مخکې د باميان والۍ حبيبه سرابي له يوې ډلې خلکو سره مخ په بره روانه وه. لارښود ته مې وويل چې په والي پسې شي او هلته مو بوځي، خو ده و نه منله. ما ورته کړه: ايا والۍ ټکټ کړی چې دلته راغلې؟
هغه والۍ ده، له هغه موږ پوښتنه نه شو کولی.
ښه، مې ورته وکړه او بيا ورپسې شوم. له موږ وړلاندې څو ځوانان وو چې د والۍ يې سر ټکاوه. د دوي له خبرو سره ما ته د هغې اوونيزې جريدې ليکنې ذهن ته راغلې چې نن په دفتر کې ملګرو راکړه. دغه جريده د نامه ی هفتګی پرسشګر په نامه خپرېږي. د لومړی مخ لوی سرليک يې و: والی باميان، هفت ساله شد! دغه ليکنه په دې راڅرخي چې کواکي والۍ هېڅ کار نه دی کړی.
لارښود موږ د صلصال په نامه د بودا مجسمې سر ته بوتلو، جيب ته يې لاس کړ، کيلي يې راوېستې او د بودا ته ورغلې دروازه يې پرانيسته.
دروازه د بودا لوېديز اړخ کې له سوېله يعني مخې ته نژدې وه چې بيا د بودا تر سره شا لوري يعني شمال ته تونل کښل شوی، په تونل کې په اسانۍ تېرېدی شوای او تونل ته د يوې دربچې څخه رڼا راتله. په تونل کې څلور پېنچه ګامه يو لښتۍ غوندې ځای کيندل شوی و، له لارښود مو پوښتنه وکړه، خو څه ځواب نه و ورسره.
چوکاټ چې بودا په کې توږل شوی و، درځونه يې کړي وو، داسې برېښېده چې دغه درځونه د هغو چاودنو څخه رامنځته شوی چې بودا پرې ونړل شو.
له پېړۍ پېړۍ مخکې له محدودو امکاناتو د دغه ډول تونلونو او غارونو توږل او د هغه ترتيب او د بودا توږل اوسني او راتلونکي نسل ته د تېر نسل هنر، هوډ او د خوارۍ او هڅو کيسه کوي داسې کيسه چې هم درس په کې شته او هم عبرت.