
یــوه لـحـظه بـې تـا د سـتـرګــو تــوره ژونــدون نه کیـږي نــه کــیـږي بـې غــیـر لـه تــه نــه نـوره ژوندون نه کیږيتــا پــسې مــې یــاره دزړه ســر هــر وخت دردونه کړېبــې لـــه تـا زمـــــا زړه تـه مــنـظـوره ژونــدون نـه کیـږيهــر چـیـرتـه بـه هـر رنـګه ارام ســره ژونـدون تــیـر کـړېزمــا خــوږه وطـن کــې بـې دې وروره ژونــدون نـه کیږيراشـــئ چې د وروڼـــو غــونــدې یــو بــل ســره ووســوتـش پــه د خـــبـرو چـې تـــربــوره ژونــــدون نـــه کــیـږياې پــښـتـونـه دا کــیـسه مـې خـــدای د پـــاره ومــــــنهبـې لــه تــعـلــیمـونـو وروره ګـــــوره ژونــدون نـه کـــیـږيږغ کوم خوستی چې جګړه بس کړئ جګړه مه کړئ نور هــر وخت چې جــګړه وې لـور په لــوره ژونـدون نه کیږي