بېړۍ

 
     زمانې څه څه ونه کړل او تر کومه يې په ما او تا خپله  نوې  حربه ونه ازمايله ؟ دغه له غېشو ډکه ټوکړۍ خو څو څو ځله ډکه او خالي شوه  خو زموږ زړونه تر اوسه له وينو او دردونو ډک دي ، نه يې دوينو چينې وچې شوې او نه هم  په کې ددرد ولاړې  شنې ونې داوښکو په دغه روان سيند کې را پرېوتې ، نور به تر څه وخته ستا دسلګو دا سمندر داسې په خپله خاموشۍ کې په پوره عظمت بې شوره روان  وي ، څه وخت به  دازادۍ هغه رنګينه شېبه راځي چې دا سمندر له قهره را پورته شي او په وينو کې دا  روانه توربخنده  بېړۍ ډوبه کړي ؟
 
٢٠١٢ اپرېل  ٢٨_ کابل