
زما ماشومې رانه شعر مه غواړه
زه اوس شاعر نه يم دشعر په مانا نه پوهېږم
اوس د الهام په رنګينو دښتو مزل نه کوم
اوس درنګينو ماښامو اسمانڅکالى نه يم
منم يو وخت و چې شاعر ومه زه
منم يو وخت و
دلفظونو سودا ګر به ومه
منم يو وخت مې دغزل په بڼ کې
دهر ګلاب په هره څانګه اشيانه جوړه وه
او دخپل ذهن طلايي تاووس مې
په سندريزو هواګانو کې رنګونه شيندل
زما ماشومې رانه شعر مه غواړه
خلک اوده دي او زما په پخوانو شعرونو
زما دخيال دښاپيرۍ
خورې سندرې اوري
اوس نه شاعر يم
او نه تېر شعرونه خپل ګڼمه
اوس رانه ټولو الهامونو مخه ښه کړېده
زما خرابه حافظه دچا تصويرنه ساتي
له پخوانو وختونو هېڅ راته راپاتې نه دي
دوى راته وايي ته شاعر وې تا شعرونه ليکل
ستا دهر شعر کلمو به بلا زړونه نغاړل
خو زه حيران يم ماته هېڅ نه دي ياد
ته راته وايه تاته څه وليکم ؟
زما له تللې حافظې نه ماته څه پاتې دي ؟
کاش څوک مې پوه کړي
چې الهام څه وي او شعر څه وي
ژوند څه ته وايي ؟
دا مجبوريت او کمزوري مې چاته مه ښکاروه
زما ماشومې
اې خوږې ماشومې
ښايي چې شعر ته وې الهام ته وې
زما دزړه په ميخانه کې اوده
رنګين ساغر او تېر ماښام ته وې
يوازې ته يې چې په زړه کې دې لاهم ساتمه
يوازې ته يې چې په سترګو کې دې لاهم ګورم
ددې وروستي ماښام او تتې سپوږمۍ
ښکلى انځور
څومره معصومه مهربانې ښکارې
زما ماشومې
اې خوږې ماشومې
زما شعرونه يو لټون و ديوې ښکلې هيلې
همغه هيله ستا دسترګو دموسکا غوندې وه
همغه هيله ستا دناز او دحيا غوندې وه
زما ماشومې رانه شعر مه غواړه
دزړه خبرې په ما مه راسپړه
شعر درته ليکم خو تاوان به وکړې
بيا به پښمانه وې ارمان به وکړې
ته د عالم له مکرجنو سترګو پټه ښه يې
استعارې او تشبيه ګانې رانه هېرې دي اوس
خپل تصويرونه په دې ښار کې
په ما مه خوروه .
٢٠١٢ مې ٧ _ کابل