بادونه

بادونه
 
   دغه وحشي بادونو څه ونه کړل ، زما دزرينې کوټې زرغونه پردې او تنابونه يې وشلول ، هغه ګلابي هندارې يې ماتې کړې چې ما پرې ستا تصويرونه لګولي و او دلمر خاته يا غروب په مهال به يې راته يوازې ستا خبرې کولې ، حتى په ګلدانونو کې اېښې  رنګارنګ ګلونه يې هم ورسره وشوکول چې اوس يې په دغه ګلدانونو  کې يوازې رېښې پاتې دي او زه هيله لرم چې يو وخت به بېرته څانګې راوړي خو زه او زما دغه هستوګنځاى يو له بل سره بيخي توپير لرو ، زه ددې هستوګنځي غوندې نه يم او دزمانې هېڅ توپان  راسره دغه ظلم نه شي کولاى ، هغوى به دا جونګړه  ورانه کړي خو ته به په خپل ځاى د سپېڅلتيا او درنښت په  يوه رنګين مزي تړلې وې .
 
٢٠١٢ اپرېل  ٢٦ _  کابل


 
 ملاقات
 
   که زه په دې باوري نه وى چې ته هره شپه په خوب کې په يوه طلايي او زرين اس زما ملاقات ته راځې نو ما به يوه شېبه هم خوب نه و کړى او ددې په ځاى به مې دا غوره ګڼله چې په ويښه ستا انتظار او ذکر وکړم ، هر کله چې په خوب کې له دغه راتګ نه ستړې شوې نو ما خبر کړه چې زه هم دتل لپاره له خوب سره مخه ښه وکړم او ټول عمر درپسې په ويښه  وګرځم .
 
٢٠١٢ اپرېل  ٢٦ _  کابل