په دې وطن کې- فی البدیهه مشاعره!

د زیار خان یاد دوی په حجره کې د جلالکوټ ادبي خوځښت د څو یارانو:(جلال الدین جمال، نورآغانوراني،افکارمجرب،انورالحق یرغل او ارشادرغاند)بیګانۍ فی البدیهه مشاعره!
کراره به نه ورځ وي او نه شپه په دې وطن کې
تر څو چې وي روانه دا جګړه په دې وطن کې
رغاند
په ماپسې د خپلې مور دعا،یه ملګرو!
نو ځکه خو مې کېږي ګوزاره په دې وطن کې
جلال
همداسې به مو هره ښادي غم باندې بدلیږي
تر څو پورې چې وي دا سره رمه په دې وطن کې
یرغل
ترهغې پورې مړه به وي ډیوه په دې وطن کې
چې ماته د مکتب وي دروازه په دې وطن کې
رغاند
ترڅو چې د اغیارو لاسوهنه وي په مونږ کې
هغې پورې به هرڅوک وي،خپه په دې وطن کې
افکارمجرب
اخ! څه ښکلی خبر دی،اخ حیران به ورته ټول شﺉ
آخ شکر دی نن نشته جنازه په دې وطن کې
یرغل
هیڅ ټکی د خوښۍ په کې چا ونه موند چې ولې؟
د غم ده او د غم ده اوازه په دې وطن کې
یرغل
شي څنګ به کلیسا ستا د ښایست اباده پاتې!
چې ورانه دې کړه زما د زړه کعبه په دې وطن کې
جمال
قانون به پلی نه شي،دا وطن دې د خپلسرو
ترڅو چې وي ډالر او واسطه په دې وطن کې
نوراني
له پوهو نه ناپوه او له ناپوهو پوه بدتردي
حیران یمه له چا وکړم ګیله په دې وطن کې
یرغل
زه ځکه هر یو ذهن کې منفي تصور کېږم
زه یم د هرچا مخ ته آیینه په دې وطن کې
رغاند
چې څوک په چاپلوسۍ باندې پوهېږي او کوي یې
هغوی له ژونده واخیسته مزه په دې وطن کې
یرغل
یوه هم نه خولګۍ راکړه ،نه غېږه کې یې ټینګ کړم
هلاک دې شي دا واړه ښایسته په دې وطن کې
یرغل
څوک هم د چا په اوښکو،اوښکې نه تویوي خدایه!
زه چا ته د خپل ژوند وکړم کیسه په دې وطن کې؟
یرغل
ترهغې به کړیږي او زوریږي دا ولس مې
ترڅو چې وي طالب او امریکه په دې وطن کې
نوراني
هرچا ډېر قسمونه دلته وکړل، خو جماله!
یو هم چرې پوره نه کړه وعده په دې وطن کې