ځینې رسنیۍ د رسانه يي اخلاق (Media Ethics) په پام کې نه نیسي:

افغاني ټولنې ته په کتو، د نړیوالو ملي او بین المللي کنوانیسیونونو، اسلامي ارزښتونو، فرهنګي او دودیزې بڼې ته په پام سره  په هېواد کې ځینې تلویزیونونه او رادیو ګانې داسې خپرونې لري چې رسانه یي اخلاق په پام کې نه نیسي، دا هغه تلویزیوني شبکې دي، چې ترشا یې بېلابېل حکومتونه ولاړ دي او افغان دولت یې مخه نشي نیولای، له فزیکي، وسایلو، معنوي اړتیاوو او نشراتي چارو له رویه هم په ډاګه او ښکاره ده چې، دا تلویزیونونه له ځینو هېوادونو بسپنې (فنډ) ترلاسه کوي او د همغه فنډ او پیسو په اساس خپلې ټولې خپرونې نشرته سپاري، په داسې حال کې چې دا هېواد دری نیمو لسیزو جنګ جګړو ځپلی چې له هره پلوه یې پراخه زیانونه لیدلي، ان تردې چې فرهنګي بنسټونه، کلتوري بډایینې او دودیزې برخې یې هم د جنګ جګړو تر پراخه اغېزې لاندې راغلې دي.
دا چې هېواد کې د ډېموکراسیز نظام تر نامه لاندې یو داسې کمزوری او بې واکه حکومت رامنځ ته شوی چې نه یوازې د ډیموکراسۍ د کفري اصولو سره یې تیوري تش په نوم هم سمون نه خوري، بلکې د یوې غیر اسلامي، هرج مرج ټولنې سره هم سر نه لګوي، دا خو بیخي په ځای پرېږده چې په دې ټولنه کې د اسلامي نظام اصول په پام کې ونیول شي،  دلته د بیان له ازادۍ داسې استفاده کیږي چې تصور یې نشي تحمیلېدلای، خو موږ یې عملا په دې ټولنه کې اورو، وینو او ورسره مخ کیږو، په ډیموکراسۍ کې په ریښتیا هم د بیان ازادي شته، ځکه ډیموکراسي د بیان ازادۍ ته د یو اصل په سترګه ګوري، خو د بیان ازادي په دې مانا نه چې ټولنې ته پکې خطر وي، ملي ارزښتونه تر پښو لاندې شي او یا د اشخاصو او مشرانو حیثیت ته ګواښ پېښ شي.
خو دلته بیا د بیان ازادي یانې په وګړو ملنډې، د خپلو ځانګړو ګټو په خاطر د هرڅه او هرې پیښې نشرول، ټولې خپرونې د خپلو شخصي ګټو له مخې عیارول، ډیری خپرونې د قومي او مذهبي تعصباتو پر بنا ولاړې وي او د شخصي ګټو له مخې د مشرانو سپک کول دا د یادو رسنیو له مخې د بیان ازادي ده.
په داسې حال کې چې میډیا یا رسنۍ د یوې ټولنې او دولت په  چوکاټ کې د یوې قوې حیثیت لري، زه رسنۍ د یو دولت څلورمه قوه بولم،  که چېرې په یو دولت کې ټولې رسنۍ ملي ارزښتونو ته په پام سره خپرونې وکړي نو له یوې خوا د همغه هېواد ټول وګړي، قومونه او پراته سیاسي حزبونه د یوه مهم او کلیدي هدف لپاره کار ته مخه وي، چې هغه په ټولیزه توګه د هېواد هرډول پرمختګ دی، که چیرته اپوزیسیون هم ملي ګټې په پام کې ونه نیسي، رسنۍ کولای شي د دې کار مخه ونیسي او د دوی ځینې کاري چارو ته انعکاس ورنه کړي او د دوی پور پاګند نشرته ونه سپاري نو له یوې خوا د حکومت په کاري چارو کې سمون رامنځ ته شي‎، له بلې خوا فرد فرد د هېواد ټولیز پرمختګ ته متوجه وي.
خو متاسفانه زموږ په هېواد کې دا بیخي برعکس یا سرچپه ده، دلته د نړۍ د رسنیو قوانینو ته مخه کوو، او ځینې یې ذکر کوو او ګورو چې دا رسنۍ په کوم چوکاټ کې راځي:
لومړی: خبر یانې څه: د رسنیو د علم له مخې د خبر پوره تعریف، خبر د پيښو، کارونو او کړو وړو هغه علمي معلومات دي، چې له پوره واقیعت ډک، د هر ډول ازادۍ درلودونکی او په پوره بې طرفۍ وړاندې شي چې یو یا څو خبري ارزښتونه ولري.
د پورته یادو شوو رسنیو خبرونه هم له پورته معیارونو برخمن نه دي، تاسو وګورئ یوازې د خپلو سیمو خبرونه وړاندې کوي نه د ټول هېواد!
د یونسکو د اعلامیې په اساس خبریالان باید هڅه وکړي، کوم خبرونه چې عامو خلکو ته یې وړاندې کوي، صحیح، روښانه، دقیق، بې طرفه او د خبر په جوړولو کې له پوره تحقیق او څېړنې کار واخلي  هېڅکله هم کوم واقیعت له خلکو پټ نه کړي.
د مسلکي رسنیو او خبري پوښښونو په موخه نړیوال منل شوي لس اخلاقي اصول:
لومړی: سمو، دقیقو او ریښتینو اطلاعاتو ته د خلکو لاسرسی یو ټولنیز حق دی.
دویم: رسنۍ او خبریال باید هرڅه د حقیقت او واقیعت له مخې وړاندې کړي.
دریم: خبریال او رسنۍ ټولنیز مسؤلیت ته باید پوره پاملرنه وکړي.
څلورم: خبریال او رسنۍ باید مسلکي شرافت ته پاملرنه وکړي.
پینځم: د خلکو مشارکت او ګډون ته پوره پاملرنه ولري.
شپږم: انساني ارزښتونو او محرمو اسرارو ته پوره درناوی او احترام درلودل.
اووم: ملي او عمومي ګټو ته پوره درناوی درلودل.
اتم: فرهنګ، دودونو او عنعناتو ته پوره درناوی درلودل.
نهم: له وحشته ډکو، ضررناکو د یووالي خرابوونکو اطلاعاتو له خپرولو پوره ډډه کول.
لسم: نړیوال معیاري اطلاعاتي نظام ته په پام سره خپرونې کول.
د اسلام له پلوه د رسنیزو اخلاقو چوکاټ
په ۱۹۷۸ کال د اسلامي هېوادونو لومړی کنفرانس چې د پاکستان د کراچۍ په ښار کې دایر شو. دویم کنفرانس د ۱۹۸۱ کال د سپټمبر په میاشت کې د اندونیزیا د جاکارتا په ښار کې د ۲۵۰ مشهورو ورځ پاڼه لیکونو چې له ۵۰ اسلامي هېوادونو راټول شوي وو. په دې دواړو نړیوالو اسلامي کنفرانسونو کې د رسنیو د اخلاقي نظام لپاره لاندې اصول ترتیب شول و ټاکل شول:

  • د حقیقت روښانول او له دروغو پوره ډډه.
  • د قران، سنتو او ازادۍ د اصولو مرعات کول.
  • د پوره مسؤلیت منل او حقیقت پېژندل.
  • د بې ځایه خپرونو او پوروپاګند مخنیوی.
  • د وګړو شخصي کارونو او چاروته پوره احترام.
  • د تفریحي او په زړه پورې پروګرامونو وړاندې کول.
په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو لپاره اخلاقي چوکاټ: دا اصول دیرشو ته رسیږي مهم یې دلته ذکر کوم:
  • خبریال، د رسنیو کارکوونکي او رسنۍ باید خپل مسلک ته په کتو سره له هر ډول نژادي، مذهبي، قومي، ژبنیز او فرهنګي تعصب څخه پوره پوره ډډه وکړي.
  • خبریال، د رسنیو کارکوونکي او رسنۍ باید خپل مسلک ته په کتو سره له تحریف، بدنامولو، تهدید، پورپاګند او نورو ورته اعمالو څخه ځان وساتي.
  • رسنۍ، خبریالان او اطلاعاتي کارکوونکي باید پوره بې طرفه وي.
  • د افغاني فرهنګ ساتنه.
  • د داسې پروګرامونو نه خپرول چې حساسیتونه راوپاروي.
  • د ژورنالیزم د مسلک وده
  • اسلام ته تبلیغ
د سفما ټولنې هم همداسې اصولو ته اشاره کړې(یوازې یو څو یې راوړم خو دا اصول هم له دیرشو اوړي)
  • د صحیح، دقیقو او په ځای اطلاعاتو خپراوی.
  • د کاپي رایټ، یا د کاپي کولو حقوقو ته پاملرنه.
  • د نورو ګټو ته پوره احترام.
  • د محرمو اسرارو مرعات کول.
مالیزیا، فليپین، سنګاپور، تایلنډ، اندونیزیا او ځینو نورو هېوادنو د رسنیو د اخلاقي نظام په موخه ورته اصول بیان کړي او له پورته ذکر شوو اصولو سره ډېر لږ توپیر لري.
زموږ په هېواد کې بیا ډیرې رسنۍ د پورته اصولو څخه ډیر کم په ځان عملي کړی، ټول د جدا جدا ګوندونو استازیتوب کوي، خبرونه، پروګرامونه او خپرونې یې ټولې یو طرفه وي، په دې تلویزیونو کې که ګردیو میزونو، مرکو او پروګرامونو ته پام وکړو، یوازې سپک کول، توهینول، ملنډې وهل او ان تردې چې بد رد پکې ویل کیږي، تکړه ګردی مېز چلوونکی هم هغه کس دی، چې یو شخصیت څومره سپک کولای شي، سپک یې کړي، متقابل احترام چې د مرکې، ګردي مېز یو مهم اصل دی، څوک یې پام کې نه نیسي، ځینې کسان خو بیا ان ترپارلمانه پرې ورسېدل، یانې دا هم په ټولنه کې منل شوې چې اصلي میزچلوونکي هغه کسان دي چې چارواکو او شخصیتونو سره په پوره چالاکۍ د هغې د بدنامولو هڅه کوي. په دې هیله چې زموږ ټولنه د ریښتینو رسنیو درلودونکې شي!!!

روح الله وفا