
په هغه شپه دوى هره خوا په شمعو لړلې وه ،
ډېرې بې ضرورته شمعې يې هم په قنديلونو او ښېښو
کې اېښې وې ، په محفل کې به خورو خندا ګانو کله کله ورسره دنږدې شمعو د
خاموشۍ وېره را مينځ ته کوله ، هلته لرې په يوه کونج کې هم يو کس غلى ناست و چې
دشمعو رڼا ته يې په سترګو کې اوښکې ځلېدې او کړسنده خندا ګانو يې دخيال لړۍ پرې کوله ، د توپان يوې ناڅاپې زورورې
څپې دښېښو ولاړ چترونه را وغورځول ، ټولې
شمعې په تورتم او چو پتيا کې مړې شوې ، ټولو لاسونه تپول خو په کونج کې د ناست زهير کس په سترګو ايله اوس روښنايي شوه او په محفل کې يې يوه تر نورو روښانه ولاړه
شمعه وليده ، هغه شمعه چې دنورو له سترګو پناه وه .
٢٠١٢
اپرېل ٢٦ _ کابل