
دنادعلي ولسوالۍ دټولنيزي شوراپرريس اوغړويي هغه وخت تورولګيدکله چي دولايت دمقام له خواټاکل سوي کمېسيون دهغوي په کورواوشخصي ګداموکي دخلکولپاره راوړل سوي دمرستي غنم پيداکړه.
دهندوستان هيوادله افغانستان سره دشپيته زره ټنه خوراكي غنومرسته كړي .
چي څلورزره ټنه غنم دهلمندولايت ته وركول سول .
دغه غنم دكرني رياست له لوري دهلمندپربيلابيلو ولسواليو وويشل سول ،
چي دري سوه ټنه غنم يي يوازي نادعلي ولسوالۍ ته سهم وركول سو،ټاکل سوي وه چي داغنم به پردرې زره بي وزلو اوكروندګرو وويشل سي .
دکرنې رياست مسولين وايي دوي دنه امکاناتوله امله دنادعلي دټولنيزي شورادمرستي غوښتنه ومنله ،اودټولنيزي شوراغړودخپلوشخصي تراکتورونوپه وسيله دوه رزه اووه سوه بوجۍ غنم انتقال کړه .
خوپه دغه شميركي اووه سوه پارسله غنم دنادعلي ولسوالي په مركزي ګډام كي شتون لري اوپاته دوه زره بوجي غنم ورک سوي ول.
دولایتي شورامرستیال فض الباري فیاض وايي :په نادعلي کي دورک سوو غنمودپيداکولولپاره دولايت دمقام کمېسيون وټاکه چي دولايت مقام استازي ، دملي امنيت استازي ، دجنايي جرمونوپروړاندي دمبارزې دمديريت استازي ، اودولايتي شورا استازوپکې ګډون درلوده ددده په خبره چي یادکمیسیون ددوشنبې په ورځ دخپلوپلټنوپه ترڅ کي دنادعلي ولسوالۍ دټولنيزي شورادريس اويوشميرغړوپه کورواوشخصي ګدامونوکي په سلګونه پارسله ورک سوي غنم پيداکړه .
دورک سووغنمویوسل اواتیابوجۍ دټولنیزي شورادریس حاجي بارکزي په کورکي اودعبدالاحدهلمندوال په شخصي ګدام کي سل بوجۍ ، همدارنګه ددې شورادبل غړي ملابرات په کورکي (۹۰)بوجۍ چي غنم ترې وړل سوي وه اويوازي خالي پارسلونه پيداسوه .
اوهمدرانګه دهمدې شورا دبل وژل سوي غړي ګل اغا په يوه شخصي ګدام كي يو سلو لس بوجي غنم چي له خپلو بوجيو نه نوروپارسلونوكي ځاي پرځاي کړي وه وه وموندل .
دولايت مقام له لوري دټاكل سوي پلاوي په مشري دولايت مقام استازي محمدنادر وايي دغه غنم دنادعلي ولسوالۍ دټولنيزي شورا ريس اوغړو بي له كوم قانوني جوازنه خپلو كورونوته وړي نوموړي وايي داغنم ديوه قانوني سندپه بدل كي وهغه كورنيو ته وركول كيږي چي بي وزله وي ، اوسروې يي ترسره سوي وي.
دنادعلي ولسوالۍ دټولنيزي شوراغړي عبدالاحد هلمندوال اوديادې شورا دوژل سوي غړي ګل اغا مرستيال وايي چي دغه غنم يي دمركزلښكرګاه ښار نه خپلو شخصي ګدامونوته انتقال كړي دي .
بايد وويل سي چي دنادعلي ولسوالۍ دټولنيزي شورا غړي دامهال ترپلټنو اوګرويږنو لاندي دي ترڅومالومه کړي چي هغوي ولي دولسوالۍ دمرکزي ګدام پرځاي دمرستي غنم خپلوکورنواوشخصي ګدامونوته وړي وه .