په کابل يرغل او د پردې څټ ته کېدونې څېرې

په دې کې هېڅ شک نشته چې په کابل يرغل د ناټويانو او افغان دولت، په ځانګړې توګه د کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت ناکامي، خو د طالبانو بريا څرګنده کړه . طالبانو په سيمه ييزه، ملي او نړيواله توګه ولسونو ته خپل ځواک وروښووه، خو دا چې د پردې تر شا څوک ول، چا دغه عمليات پلان او سرته يې ورسول، ښايي تر يوه وخته پټ پاتې شي  او ولسي، له سياست څخه لرې او بې پروا خلک پام هم ورته ونه کړي . خو که د افغانستان په اوسني بې ټيکاوه اکربکر (وضعيت) هر اړخيز فکر وشي، نو خورا لويې اندېښنې او سختې پوښتنې زيږوي .  دا چې د افغانستان روان تاړاک او د کلونو  د غميزو او ناخوالو لاملونه ګاونډي هېوادونه دي، نو په دې کې هېڅ شک نشته چې دغه يرغل به پنجابيانو پلان او په خپلو وسلو سرته رسولی وي، ځکه چې په طالبانو کې نه دومره وړتيا شته او نه يې هم اقتصاد دومره پېچلي او لوي عمليات پر غاړه اخيستی شي . بچيان هر ګوره د افغانانو وجنګېدل، وينې د افغانانو تويې شوې، وطن د افغانانو ونړېد، خو ګټه د ګاونډيانو شوه . د افغان دولت وينا چې ګواکي دغه يرغل د حقاني ډلې سرته ورسوه، ښايي چې څه  ناڅه ريښتيا هم وي . او  د حقاني ډله بيا په ټوله مانا د پنجابيانو ډله ده .
 ځينې لوستونکي به وايي چې هر څه په پنجابيانو مه اچوئ، نو سړی پوښتي چې :
·        ايران چې د خپلو ګټو لپاره حزب الله له اسراييلو سره په جګړه اچوي، له سوريې سره مرسته کوي چې خپل ملت قتل کړي، نو آيا دا به نه غواړي چې طالبان وهڅوي او مرسته ورسره وکړي چې افغان دولت او ناټويانو ته سرخوږی جوړ کړي او افغانستان بي ثباته وساتي ؟
دا په دې مانا چې که پنجاب په دې يرغل کې ښکېل نه وي، نو ښه کېدون لري چې ايران لاس ولري، ځکه چې اوس افغانستان د نړيوالو قوتونو د تاړاک او وحشت د ازمېيښت ډګر ګرځېدلی دی . د ايران او امريکا وروستۍ شخړې ښيي چې دوی هم يو بل ته په افغانستان کې مورچول نيول غواړي .
 د پنجاب او ايران له ښکلېتيا څخه پر امريکا په خپله ډېر شک کېږي . که د ستراتيژيک تړون پر سر ناندريو ته ښه پام وشي، نو داسې ترې مالومېږي چې امريکايانو غوښتل چې تر ټولو لمړی ښاغلی کرزی يوه څپړه ووهي او بيا افغان دولت او خلکو ته د خپل شتون اړتيا او اړينتيا وروښيي . امريکا طالبان وکارول تر څو افغانانو او نړيوالو ته وښيي چې د دوی (امريکايانو) نظامي اډې څومره اړينې دي او که امريکا نه وي، نو په کابل به هر ه ورځ ګولۍ اوري . په لنډه توګه  ويل کېدای شي چې امريکايانو خپلې غوښتنې د طالبانو په شتون او يرغل کې نور هم د بشپړتيا په لور وخوځولې .