په کابل کې د تيرې ورځې بريدونه د حقاني شبکې کړي دي

افغان او لويديځو چارواکو ويلي دي چې په کابل کې د تيرې ورځې بريدونو چې نيژدې اتلس ساعته يې دوام وکړ د حقاني د شبکې لخوا شوي دي.
د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي خبريالانو ته ويل دي چې په کابل کې د پر لويديځو دفترونو، ولسي جرګې او نورو ځايونو باندې د تيرې ورځې بريدونه په پاکستان کې ميشتې حقانې ډلې تر سره کړي دي.
محمدي ويلي دي هغه بريد کونکي چې ژوندي نيول شوي دي ويلي يې دي چې دوی په پاکستان کې روزل شوي دي او د بريدونو لپاره افغانستان ته استول شوي دي.
د کورنيو چارو وزير رسنيو ته وويل چې د تيرې ورځې په بريدونو کې په ټوليز ډول ۳۶ تنه وسله وال او اته افغان امنيتي ځواکونه وژل شوي دي.
لويديځو چارواکو هم ويلي دي چې له دې موخه لرونکو بريدونو څخه داسې ښکاري چې دا بريدونه د حقاني شبکې لخوا ترسره شوي دي.
لويديځو چارواکو نيويارک ټايمز ته ويلي دي چې په پاکستان د حقاني د شبکې شتون د امريکې او پاکستان تر منځ اړيکې ترينګلې کړي دي ځکه د ۲۰۱۱ کال په سپټمبر مياشت کې هم له يوې نيمه کاره ودانۍ څخه په کابل کې د امريکې پر سفارت بريد د همدې ډلې لخوا شوی و.
د آیسف وياند جنرال ډانيل هم ويلي دي چې د ۲۰۱۲ کال په ترڅ کې دا حقاني شبکې تر ټولو لوی بريد و چې په کابل کې یې ترسره کړ.
بلخوا په کابل کې د امريکې سفير راين کراکر سي ان ان ته ويلي دي چې د حقاني شبکې لخوا دا ډول بريدونه امريکا دې ته اړباسي چې په افغانستان کې تر هغه پاتې شي ترڅو افغان ځواکونه په هر اړخيز ډول دې ته تيار شي چې امنيتي چارې په خپل لاس کې واخلي.
کراکر ويلي دي:« دا ډول بريدونه امريکا په افغانستان کې پاتې کيدو ته اړباسي ترڅو افغان ځواکونه ښه پياوړي شي، موږ دا منو چې اوس هم د هيواد په ختيځ کې حقاني شبکه کوښښ کوي چې يو شمېر سيمې تر خپلې ولکې لاندې راولي.»\
کراکر په پاکستان کې د حقاني شبکې خوندي پټنځايونو ته هم نغوته وکړه.
هغه وويل:« اوس هم له افغانستان څخه د باندې په پاکستان کې دښمن خوندي او قوي پټنځايونه لري..»
دی وايي که چيرې افغانان ټولې امنيتي چارې په لاس کې هم واخلي حقاني شبکه او القاعده به په افغانستان کې د بيرته نفوذ لپاره کار وکړي.
دی وايي« زه فکر کوم تر اوسه د امريکې لپاره دوی يو لوی ګواښ دي.»
خو له دې سره سره د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر په کابل کې د تيرې ورځې شوي بريدونه غندلي دي.
افغان او لويديځ چارواکي په داسې حال کې پر پاکستان دا تورونه لګوي چې پاکستاني چارواکو تل په دې هيواد کې د وسله والو د پټنځايونو شتون رد کړی دی.