
له دې سره سره چې په کابل، ننګرهار، پکتيا او لوګر کې د تيرې ورځې بريدونه
پای ته ورسيدل خو په لوګر کې دا بريدونه يو ځل بيا پیل شوي دي.
د دې ولايت د امنيه قومندان غلام سخي روغ ليوني ويلي دي چې بريد کونکي پرون
تښتيدلي و او د دې ولايت د شهدا او معلولينو په وزارت کې پټ شوي و او نن سهار يې
يو ځل بيا د دې ولايت د مقام پر ودانۍ ډزې پيل کړي دي.
دی وايي چې ياده ودانۍ د پرونۍ ودانۍ سره چيرې چې پکې وسله وال ځای پر ځای
شوي و او درې تنه يې تر څو ساعتي مقاومت وروسته و وژل شول نيژدې پرته دی. دی وايي
يو تن چې ژوندی خلاص شوی د دې ولايت د اقتصاد په ودانۍ کې پټ شوی دی.
عيني شاهدان وايي چې په سيمه کې پوليس تر سترګو کيږي خو ډزې له دواړو خواوو
روانې دي.
په لوګر کې پرونۍ جګړه تيره شپه دوه بجې په داسې حال کې پای ته رسيدلې چې
پکې څلور بريد کونکي، د ملي اردو درې سرتيري
او يو امريکايي سرتیری پکې و وژل شو او نهه امنيتي ځواکونه پکې ټپیان شول.
هيره دې نه وي چې د ټولو بريدونو مسوليت طالبانو پر غاړه اخيستی دی او ويلي
يې دي چې په دې بريدونو کې يې افغان او بهرنيو ځواکونو ته درانه تلفات ور اړولي
دي.
له دې سره سم په کابل کې سهار مهال د بريد کونکو لخوا ټولې نيولې شوې سيمې
امنيتي ځواکونو بيرته ونيولې او ټول بريد کونکي پکې و وژل شول.
د کابل په بريدونو کې اته تنه امنيتي ځواکونه وژل شوي او ۴۱ تنه نور چې
پنځه يې ملکي وګړي دي پکې ټپيان شوي دي.
د کابل ښار د ۱۰۱ اسمايي زون د جنايي جرمونو رييس وايي چې په ټوليز ډول په
کابل کې ۱۵ تنه بريډ کونکي وژل شوي دي.
همدارنګه په کابل کې پوليسو ويلي دي چې نن سهار يې يو ځانمرګی بريد کونکی
هم نيولی، پرون هم په کندز کې يوه ډله بريد کونکي چې غوښتل يې د کابل، لوګر، پکتيا
او ننګرهار په څير بريدونه تر سره کړي خپلې موخې ته تر رسيدو وړاندې د امنيتي
ځواکونو لخوا ونيول شول.
له دې سره په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر په
داسې حال کې د دې بريد غندنه کړې چې تيره ورځ په کابل کې نيول شويو بريد کونکو
ويلي و چې دوی له پولې ها خوا د پاکستان له خاورې افغانستان ته د بريدونو په موخه
را استول شوي و.
په کابل کې دا بريدونه په داسې حال کې کيږي چې يوه لوري ته له بريدونويوه
ورځ وړاندې د سولې د شورا د وژل شوي رييس برهان الدين رباني زوی صلاح الدين رباني
د سولې د شورا مشر وټاکل شو او بل لوري ته ويل کيدل چې د غيرت بهير په مشري د
اسلامي حزب يو هييت کابل ته د سولې د خبرو اترو په موخه راغلی دی.