بی خونده خبری(۵۹): ليوني ته يې ويل چی هلکه درمن ته اور وانه اچوی!!!

 

وسيم سجاد، کابل
آپریل۲۰۱۲،۱۵
لیونی په لاره تیریده چی کوم فوک ورته ویلي چی هلکه درمن ته اور وانه اچوی! لیوني ورته په خپل انداز ویلي وو چی زه دی خو اوس ورته متوجه کړم! اوس خو یی نه پریږدم! هر سړی له خپل ځانه ناموس، حیا، عزت النفس لري!!! که دغه کار ونه کړم نو بیا خو معلومه ده چی غیرت او حیثیت می تر سوال لاندی راځي!!!
مونږ خو سر ورکوو،سنګر نه ورکوو!!!
د ناټو لوډ سپیکر وایی چی: د پسرلنیو عملیاتو نه پیل دا ښیی چی طالبان مو ځپلي؛له پښو می غورځولي؛ او نور ورکی د جګيدو توان نشته!
څومره بی مسولیته خبری!!! څومره سپکی خبری!!! خارجیان تل یوه اصطلاح استعمالوي چی عبارت دی له: Lesson Learned!!!
نو دوی ولی له کال تر بله نه هوښیاریږي!!! ولی له میاشتو او کلونو نه زده کوي!!!

 
محمدی بسم الله:
شپی می د شمال ټلوالی د قهرمان د ورور مسعود ضیا خبری اوریدلی؛ جِناب په دفاع،کورنیو چارو وزارتونه او د ملی امنیت لوی ریاست په دی ګرمول چی ولی په دی نه دی توانیدلی چی په ښه ډول امنیتی خدمات وړاندی کړي!
د دفاع وزارت یو لوړ پوړي چارواکی چی د شمال ټلوالی سره تړاو لري او نوم اخیستل به یی دومره اړین نه وي ویل چی هغه مهال چی محمدی لوی درستیز وو نو خودشان ۶۰٪ د ملی دفاع وزارت لپاره ننګونه وه! نه تخنیکی پوهیده او نه یی بل ته شانس میداد!
بالاخره پری میلیبنډ  د فرنګیانو دوخت د باندنیو چارو وزیرسر په سر لیکنی  وکړی چی ریس صاب کرزي بیا نو وزارت ورکړ!
یو ښه والۍ د ریس صاب په ټیم کی دا دی چی برطرفی نشته! څومره چی وس دی وي corruption  کوه، سرخروی به وی؛ مخکی به ځی؛ مشر کیږی به!!!
زړه خو دی هغه وخت اور اخلي چی خپل هری ناروا ته د ملی یووالي پرتوګ اغوندي!!! خو که پښتون مشر شي،مشر کړي؛  نو کرزی بیا متعصب دی!
پاړسک که مشر وي؛ کیږي نو ملی وحدت دی؛ مشارکت پرځای دی کنه نو خاین یی؛ له ای ایس ای سره تړاو او راشه درشه لری! او بلا نوره خبری!!!
د وزیرانو سنت دادی چی هر یو یی چی نوی راځي نو باید له صفره یی پیل کړي! خپل کمالات وښیی!!! اتمر هم ریفورمونه درلودل؛ او محمدي هم! د محمدي ریفورم بیخی بل ډول وو؛ له بیخه یی پیل کړل! هر څه یی په اساسي ډول بدل کړل! وزارت یی د Afghanize  پر ځای مکمل Panjsherazie کړ! بلا کسان چی څه نا څه مکتبیان وو یی لری کړل او له یوه سره یی پری غرني مسلکیان نازل کړل!
نه چا انتقاد وکړ؛ نه چا لاریون وکړ! لکه هیڅ خبره نه وي شوي! لکه هیڅ نه وي پیښ شوي!!! ځکه معامله د پښتون سره وه! او پښتون خو پوهیږی چی څوک دی!
 

نن چی طالب خپل پسرلنی عملیات پیل کړي؛ عجیب صورت حال دی؛ د پولیسو او نورو ځواکونو ګلی،ګلی په عملیاتو کی برخه اخلي خو جګړه لا روانه ده! د پولیسو عملیات نه effective  دي او نه هم efficient!!!
دفاع وزیر خو حل لري: دا چریکی جګړه ده؛ او د چریکی جګړی ګټل اسان کار نه دی!
 
 
خو ګیله له محمدی په دی دی چی دومره پنجشیري شیرانو سره بیا هم با بزدلان مقابله کرده نیمتواند! وایی چی هر صابر مومن د زرو بی ایمانو لپاره کفایت کوي!!!
که جنایت کار طالب وي نو ۱۰۰۰ جنرالان ولی د یوطالب دفع نشي کولی! مطلب داشو چی خبره اولټه ده!
نن بچه ها در مقابله با اجنټ های پاکستانی ناکام شدند! چرا؟
خبری ډیری خو سر یی یو دی! نور مو که په چا وس ونه رسیږي په اخر کی به کرزی ملامت کړو!!! خلکو ته له ازله پیښیږي خو مونږ ته له خان افضله دی!!!
..............................
که غلط نشم، دوه لوی امنیتی چارواکی له وطنه د باندی په سفرونو بوخت دي! وطن کی په دومره ستره کچه عملیات ای ایس ای!!! پیل کړي خو جنرالان دواړه د وطن په اړه نه پریس ورکوي او نه هم خپل سفر لغوه کوي! مطلب دا چی له وطنه ورته خارجی سفر مهم دی!
پاسپورتم باید ویزه اروپا داشته باشد ورنه...
...........................................
ملی امنیت د ډیرو وړو، وړو پیښو په اړه ماشاالله خبریږي خو په دومره لویه کچه عملیاتو په اړه یی ارواح هم نه شکی کیږي!!! دا ولی؟
کیدای شي دا وظیفه به د سرحداتو د چارو وزارت وي!!!
..................................................
صدیقی، سنخګوی وزارت!!!
نن د کورنیو چارو وزارت په جانانه ویاند باندی د سړي د کورنیو چارو وزارت مینه ماتیده! بی چاره سخت بوخت وو! یو بهلول به کوم،کوم ځای ته ځان رسوي؟
هری خوا یی ځغاستل!!!
هماغه مسلکی!!! خبری یی وړاندی کړی:
اینها جنایتکار هستند! اینها نمی تواند دست اوردهای ده ساله را تحمل کند! نمی تواند با این حملات بزدلانه شان جرات و حوصله نیروهای شجاع و پنجشیر وارو مارا ضعیف کند! ما اینها را حتما در چندین ساعت از بین خواهیم برد و ان شاالله مثال شان را در هیچ جای نخواهید دید!!!
ما میخواهیم که به زود ترین فرصت امنیت مردم شریف افغان را تامین کنیم!!! شما باید مطمین باشید که اینطوری حملات در کشورهای بسیار پیشرفته هم انجام میشود!!!
یاره!!!
بُزدلانه عملیات د طالب جان که داسی وي نو شجاعانه به یی څه ډول وي؟ سخت ستراتیژیک او چینډ عملیات یی ترسره کړل!!! په ننګرهار، کندوز، کابل، پکتیا او بنو!!!
 
یعنی فرا منطقوی عملیات!!! ماورا سرحد!!! پنجاب او پنجشیر دواړه لکه چلینج شول!!! ناټو والا خو اوس بخش مشاروتی را پيش مبرد!!!
لس کلنی لاس ته راوړنی چی دا وي نو خو هیڅ هم نه دي! زود ترین فرصت یعنی یو شو وا روز(شب و روز)!!! خو په پيشرفته هیوادو کی بیا دا ډول هره شپه نه وي!!! هغوی له دی عملیاتو لاس ته راوړنی هم لري!!!
جنرالان لا تراوسه له طالبانو یعنی له چڼو سره په جګړی بوخت دي!!! مولایان(استادان) خو لا پاتی دي!!!
....................
طالب جانه!
الله(ج) نن سخت در څخه بچ کړی یم! جمعی په ورځ خیرات لرم چی صدقه وکړم چی ردِ بلا شي!!! دغه ستاسو عملیات دا ځل کوم خاص نوم نه لري!!! که وس مو کیږي چی له دی نوي نومه مو خبر کړی!!! بیخ مو خو ځکه اوځه چی مونږ مو خراب کړو!!! بل ځای خو لکه تاسو ته هم نه وي مالوم!!! که په دغه ډبل، رستم، او یا هم په دا نورو برابر شولی نو ثواب مزید!!!
......................................
تاسو ټولو ته د طالب له شره امان غواړم!!!
leekwal@yahoo.com