بی خونده خبری(۵۸): د حکمتیار او سیاست ترمنځ یو میتر فاصله وي!!!

د پښتون او سیاست ترمنځ همدومره فاصله قابل قبول دی!
ابن ربانی پرون شپه د خودکش روح ته دوعاوی ډالی کړی!!!
آپریل۲۰۱۲،۱۴

زمونږ طبیب په مشورو کی راته ویل چی په لیکنو کی د لاندی ټکو خیال وساتم:
1.       په شخصیتونو باید و نه لګیږم؛
2.       په پښتو او پښتنو ونه لګیږم؛
3.       تیز باید لاړ نه شم!!!
د طبیب مشوری د پاموړ دي او باید توجه هم ورته وکړم خو:
1.       دا شخصیتونه دي چی در په در یی کړو نه جینیات او طبعی پیښی چی بشارت صاب یی ښیی!!! به زمین لرزه!!! خو انتقاد کرده نمیتوانیم!!!
2.       چی ورانه ده له پښتونه ده!
 خو
3.       د طبیب دریمه مشوره لاریب فیه!!! که په نظر کی یی ونه نیسم نو لکه چی غاړه می بنده شي!!!
 
د طبیب کور ته له مولانا سره لاړم! طبیب می خوښیږي هم؛ تقوا لري، غیبت نه خوښوي! دا ټول ښه صفات دي!
یوه ورځ په ګپ کی په حکمتیار باندی څه بحث وشو! هماغه دری سړي چی په یوه ظرف کی راجمع شوي درته ښیم! انجینر ګلبدین حکمتیار! یو چا ویلي وو چی افغانستان دریو کسانو ړنګ کړ: انجینر،ګلبدین، حکمتیار!!! خو مخاطب ورته ویلي وو چی یاره دا خو ټول یو دی! یو معجون مرکب دی!
انجینر ګلبدین حکمتیار بن غلام قادر، زما نیا ورته تور پټکی ویل! تور پټکی د حکمتیار برنډ دی!  حزبی له لونګی پيژندل کیږي! تحسین الله تحسین ته چهوټا حکمتیار ویل کیدل!
کله به می چی کور کی د حکمتیار صفت وکړ ځکه چی هغه مهال دده صفات او تاثیرات په مونږ فرض وو نو نیا به می ویل چی مښوکه دی واړه وه! خروټۍ په صفت نه ارزیږي!!!
انجینر به تاسو ښه پیژنی! اوس پوره مولف دی! ټول وخت یی تفسیر، کتاب او تاریخ لیکلو ته وقف کړی خو چی څومره هم ځان وشکوي خو بیا هم د یو مولا، د یو تاریخ دان،... په سترګه ورته نشي لیدای!
حکمتیار سرتنبه دی! خپله اوري او بل نشي زغملی؛ کوم متعهد کسان چی په حزب کی راټول شوي وو په نورو باندی یی دمور شیدی کړی! خو له دی ګونده ددوی وتل او یا هم حزب ته شا اړول ځکه وو چی نور دوی د حکمتیار زغملو ته تیار نه وو! خپه شول!!! خو حکمتیار دغه تشه هیڅلکه درک نشوای کړای!
معاون آدم خان په ځاځیو کی مشهوره څيره وه! د خلقیانو په لومړنی کنګری کی وو خو له تره کی او له خورد ظابطو سیاستوالو سره د نظریاتی اختلاف له وجی یی ګوند پریښود.
په ځاځیو کی چا ورڅخه پوښتلي وو چی د حکمتیار آینده څنګه کسی(ګوری)؟ هغه ورته ویلي وو چی حکمتیار د ترو غرونو وو او شو!
معاون صاب به له امیر ورور څخه هیر نه وي! ډیره پخه خبره یی کړی وه! عین الیقین سره خو دده خبره ډیره یقینی دی جی!
د حکمتیار په دیکتاتوری، اختناق، او وحشت خبره نه کوم!!!
په عملی سیاست کی حکمتیار د طبیب په وینا صفر وو او دی! زمونږ مشکل دادی چی یو څوک په هر صورت او په هر حالت کی رهبر منو! حال دا چی په دی نړی کی هیڅ شی بی له لایزاله مطلق حقیقت نه لري! هر څه نسبی وي!
په دی ملک کی که ته د غوږونو ډاکټر وی نو د زړه آپریشن هم وکړی؛ که انکار کوی نو نه دي مني! که شاعر وی نو باید ښه لیکوال هم وی! که مولا وی نو باید فتوا هم ورکړی!
او... یو واری چی بیا لیکوال،سیاستوال او صاحب نظر شوی نو تا رسمی ډګری ترلاسه کړه او په هر ډګر کی بیا وتلی او غښتلی یی. بچک می دی چی درباندی انتقاد وکړي! ته ومنل شوی؛ ټولنی درته ټولمنلی ډګری درکړه! اوس که نر وی نو زغله(ځغله)!
په دی هیواد کی ټولنیزه ډګري د دانشګاه له دکتورا هغی غوره ده! ځکه چی زیاتره ډاکټرانو باندی دلته کی رشخوند وهل کیږي!!!
دوی او ټولنه موازي خطونه دي چی هیڅکله سره نه یوځای کیږي!!!
راځم د موضوع عنوان ته یاره چی لری ولاړ نسم!
حکمتیار نجیب ګاو باله! خو له وزی شهنواز سره یی بیا کودتا ته مټی بډ وهلی! که له نجیب سره یوځای شوی وای، نو هیڅکله به نجیب د رستمی ملیشو ملاتړ ته نه وو اړ شوی!
حکمتیار له روستم پهلوان سره \"جنګ،جنګ تا خط ګلم جم!\" اعلان کړ خو کله چی بیا روستم هیچا هم نه منه او نه یی کوم اهمیت او امنیت درلوده، په خوله یی چا پیاز نه خوړ نو ده ورسره تړون وکړ!
له ربانی سره یی کابل په راکټونو سوری، سوری کړ خو په آخر کی چی بیا هغوی د طالب په سرطان اخته شول دی یی په حکومت کی لومړی وزیر شو!
زما نیا تورپټکي ته سپیره منډي خطاب کاوه! په ټوله مانا سپیره! په دی خبره طبیب هم لکه راسره ممتنع نه وي! له چا سره چی یو ځای شوی په سبا هغه خدای(ج) له منځه وړی!
\"از اینفر روز خوش را ندیدیم\"
 امریکایان خره دي!طالبان په دی نه ارزیدل چی تر کابله ورپسی راشي!  تومهاک ورباندی ووروي!!! ښه خبره او ښه حل چی هم کم مصرفه وو او هم په کی د عسکرو د تلف مخه  نیول کیده دا وه چی د طالب او حکمتیار ترمنځ یی سوله کړی وه! طالب خود بخود له منځه وړل کیده! ډیر سخت cost-effective!!!
حکمتیار ویروس دی! چا ته چی ولګید، بس بیا نو په الله ورڅخه پناه غواړه! کرزي ته مشوره ده که غواړي چی دوه کاله مخکی حکومت یی چپه شي نو بس بیا دی نو له حکمتیار او راغلي ټیم سره توافق ته ورسیږي!!!
سیاست کی هیڅ شی فیکس او مطلق نشته هغه ځکه چی حالات بدلیدونکی دي او ته هم باید د حالاتو او وضعی مطابق ځان واړ وی!
ځینی بیا وایی چی حکمتیار تل خپلو ارزښتونو ته وفادار پاتی شوی! نه یاره!!!
نجیب چی کافر و نو بیا یی د تڼي په تندي کی چیری کلُومه(کلیمه) لیکلی وه؟
یوځلی چی دوستم سره جنګ روا وو نو بیا ورسره ولی توافق وشو؟
رباني چی د وطن دښمن وو نو بیا یی ته ولی لومړی وزیر کیدلی؟
حکمتیار ځکه په عملي سیاست کی ناکام دی چی پښتون دی! پښتون د سیاست لپاره نه دی پیدا شوی! سیاست او پښتون د بری خبری غوندی دوه غیر متقاطع خطونه دي؛ نه سره یو ځای کیږي! که په پښتنو کی بیا کوم سیاستوال پیدا کیږي نو په حلال والي کی یی شک پرځای دی!
تره کی کمونیست وو، تولیم(تعلیم) یی کړی وو؛ نیکتایي تړله خو سیاستوال نه وو؛ امین هم په همدی سلسلی کی ومنی! کارمل وو چی کلونه د واک په ګدی پاتی شو! سیاسی مجرمین یی خلاص کړل!!!
د اختر د ځوی پښی هم وښویدی! ربانی له ۶ میاشتو، کلونو ته واک وغځاوه؛ خو حکمتیار لکه.... بیرون پاتی شو! مسعود،آمر صاب پاتی شو او کرزي صاب، بیا ملی قهرمان کړ! خو حکمتیار ته اوس هم د ملی خاین په سترګه کتل کیږي!
د کابل د ورانیدو پړه په ده ده!
طالب د خلکو دنجات جګړه وکړه او غله یی له کابله وویستل خو د مسعود د ټلوالی مبارزه اوس دربرابر خارجیها مقاومت بلل کیږي!!!
ګپ دی لګوو به یی چی زړه مو تنګ نه شي!!!
هزاره محقق په بهسودو کی خیمه لګوي؛ خلیلی صاب د مرستیال ولسمشر په حیث له هزاره برادری ملاتړ کوي خو زما او ستا ډاکټران(غنی(احمدزی)، احدی،جلالي) د پنجوایی په پيښه کی غلي پاتی شول او سبا به بیا له ما رایه هم غواړي!!!
چی ښوروا خوري د مغولو واړه سپی دي
                                 د سګانو په خوله څه اخلم نومونه!!!
که خټک دي که بنګښ که ورکزي دي 
                                 وار په وار یی په کور وشه ماتمونه!!!
 
ابن ربانی، د سولی د شورای مشر:
ښه وو چی ربانی مړ شو؛ کنه ځوی به یی هیڅکله دغه چانس نه وو ترلاسه کړی! په ترکیه کی به یی هسی میلی ټیلی کولی!!! ابا مړ او شړی یی په ما جوړه!!! ابن ربانی به نن شپه د مرحوم خودکش ارواح ته څومره بی شمیره دعاوی ډالی کړی وي!!! پلار می خو چوکی په ځان پوری سریخ کړی وه\"جنت فردوس دی ځای شه! ته وی چی دلته دی ورسولم!!!\"
د عنعنوي لویی جرګی پرمهال شهرانی، مجددی مشر معرفی کړ او مجددی بیا شهراني خپل مرستیال و ټاکه! د مه تو را حاجی و تو مه را مولا عمل وشو!
کرزي د رباني له ځوی بربنډ ملاتړ وکړ! هغه یی د سولی د شوری د ریاست لپاره مناسب کس وباله او له ږیرورو یی غوښتنه وکړه چی ملاتړ ورڅخه وکړي!!! رسنیو اعلان کړ چی په علنی او شفافو رایو مطابق ابن رباني ریس کمیسون نام نهاد صلح ګردید!!!
په ږیرو کی مولوی عطاالله لودین مخامخ لیدل کیده، طالبان هم وو! خو ټولو شرمیدلو لکه ورسره له مخکی سر خورولی وو! یوازی سر نه، لونګی او ږیری هم!!!
خو کرزی خبر نه دی چی ماشوم به یی له خاورو ډک کړي!!! دا د ولسمشر یوه بله کارنامه ده چی چوکی یی میراثي کړی!
د ربانی له فوت وروسته صلاح الدین
د دوستم له فوت وروسته ابن دوستم
د خلیلی له مرګ وروسته ابن خلیلی
د محقق له مرګ وروسته ابن هزاره
خو د حاجی قدیر د مرګ وروسته ابن حاجی په هیڅ پوست ونه نازول شو!!! ولی؟؟؟ په نارینه توب کی یی لکه شک وو!!! هاهاههااهاهاه
د ربانی د ځوی په سر مجددی پیر خپه شو؛ ګیلانی لاس په سر شو؛ د جرګی پنځو مشرو غړو رد کړ! خو بیا هم ده ومنه!!! ولی ته څوک ځواب لري؟
کیدای شي ځواب دا وي چی مونږ غواړو د ربانی په ځوی سره د شمال ټلواله په خپلو کی بیا سره وویشو! خو دا ځان ته د دروِغو ډاډ ورکول دي!
ډبل عبدالله د کرزي په ټيم کی د باندنیو چارو وزیر وو خو رایه یی قانونی ته ورکړه! عطا دده د حکومت برحاله والی وو خو کمپاین یی ډبل عبدالله ته وکړ!!!
نه پری رسنیو مستند راپورونه برابر کړل او نه پری کوم وکیل دوسیه درج کړه!!!
په دا هسی وخت چی وخت د نام و ننګ دی
                                   دا بی ننګه پښتانه کا څه رفتار
معنوي په ټوله سپینه سترګی \"این محال است، وهم است،و جنون است\" باندی ولمانځلو. په غزنی کی یی پښتون ۵ سلنی ته راکوز کړ!!! خو!!!
بس
کسی کی بُرد،بُرد؛خورد،خورد؛ و مُرد،مرد!!!
که ریس صاب ابن ربانی  مناسب او وړ کس بولي نو هغه کوم مواصفات دي چی په ده کی شته او په سیاف کی نه وو؟ د حکومت کومه چمچه شته چی جواب را ارایه کند!!!
د کشالو د حل کومه تجربه له ده سره شته چی ګیلانی کی یی تشه وه!!!
کرزي لپاره چی کوم اصل د پلی کیدو وو دده لپاره هم د اجرا وړ وګرځیدل!!! جِناب په دوو رایو ولسمشر شو نو  خاندانی!!! کسان به ولی د ټولو خوا د ردیدو با وجود د سولی د نام نهاده کمیسون مشر نه کیږي؟؟؟
که ابن حاجی ظاهر په ورته پوزیشن لګیدلی وو نو تاسو به لیدلي وو چی اسمان ځمکی ته راټیټیده او کنه!!! خو پښتون په خپلو کی خپړو لګولو ته تیار دی او بس!!!
 
ځینی څه لویی دعوی لرم په زړه کښی
                  ولی څه وکړم چی پښتون واړه بی ننګ دی!!!
leekwal@yahoo.com