
دغه خبرې زموږولسمشرحامدخان کرزي دمشورتي لويې دودیزې جرګې په ترڅ کې وکړه چې که بهرنیان یا امریکایان غواړي چې زموږسره معاله وکړي ،نوبایدپه یاد ولري چې (ماشیراستیم –شیر)،چې دجرګې دغړوله خوا دتود هرکلي سره مخامخ شوه او دلاسونوپه پړکه سره یې بدرګه کړه، ځکه چې د دوی دزړه خبره یې وکړه . یوازې کرزی صیب داسې نه، بلکې موږ کابو ټول افغانان په همدې پکریوچې رښتیاهم موږ زمریان یو. راځئ فرض به کړوچې موږپه رښتیاهم زمریان یو، بیابه راشو لږبه دزمري ژونداودهغه ځانګړتیاوو ته نظرواچوو او و به ګورو چې هغه کوم شی دی چې موږیې د زمري سره ورته کړي یو او یا خو موږ ځانونه ددې ځناورسره ورته بولو...
زمری ترټولودمخه یوه ځناوریاحیوان دی،چې موږ هغه ته دځنګل دپاچاپه توګه قایل یو . زمری یو څیرونکی،وینې تویونکې او تریوې کچې دنوروځناورو په پرتله زورور ځناوردی (ځینې نورځناورترده زورو دي خو هغه ښکارنه کوي ،شایدځکه دځنګل پاچاهم څوک ورته نه وايي) ،چې ځکه خو په ځنګل کې هربل ځناورترخپله وسه هڅه کوي چې لاره ترې څنګزنه کړي او ورسره مخامخ نشي. که ورسره مخامخ شي ،نو غم ترې جوړیږي . زمری په څلیرویشتوګړیوکې کابو شل ګړی په خوب او استراحت کې تیروي اوپاتې څلورګړۍ دخپلې خیټې دمړولو لپاره ، راوزي اودشااوخواځناورچې دژوندانه په هلو ځلوبوخت وي ، ښکارکوي . یوبل شی چې باید ورته پام وشي هغه داچې که دزمریانو ژوندته ځیرشو نو زیاتره وخت ښکاردهغوی ښځینه ترسره کوي ، نرینه زمریان یوازې هغه وخت ځانونه ور رسوي چې ښځیناو ښکارپرځمکه راغورځولی وي اونور دپاڅیدو نه وي. دزمري یاپه ټولیزه توګه ځناورو، یوه ښیګیړه هم شته : هغه داچې ،کله چې یې خیټه مړه وي ، نو ښکارنه کوي، شااوخوا ځناوروته ګواښ نه کوي اونه خویې وژني. تردې ټولوخبروچې ډیره مهمه خبره ده ،هغه داچې هیڅکله خپل همنوعه نه وژني اونه خوورته زیان رسوي.
خوکله ناکله داسې هم کیږي چې همدا دځنګل پاچا،ترنورو زورور ځناور- زمری- بیادانسانانولخوایاپه خوښه اویاخوهم په زور، راوړل کیږی، روزنه ورته ورکول کیږي چې بیانو نه څیرل کوي، نه ښکار،بلکې یوبې ازاره ، سوله ایز ژوندکوي. انسان دخپل څښتن په توګه مني اودهغه هرامراوفرمان پرځای کوي. په سرکس کې دخپل څښتن په اشاره ، دماشومانو دخوشالۍ لپاره لوبې کوي، داس په څیر پرشا سپی هم سپور وړي اوپه غوسه کیږي هم نه . داهم زمری وي ،خو دځنګل پاچانه،بلکې دانسان غلام زمری وي.
اوس به راشو خپل ځانونه به دزمري سره پرتله کړو او وبه ګورو چې دپورته یادوشویو ځانګړتیاوواو ټکیونه کوم ځینې یې په موږ کې شته چې ځانونه دزمري سره تشبه کوو اوکوم ځینې يې نشته !؟
ترټولو لومړی توپیرخومودادی چې موږ دنړۍ یاني ځنګل پاچانه یو، بلکې ټولې نړۍ ته مو دمرستې سترګې خړې نیولې دي، بیا دنورونه زورور هم نه یو،هو البته څیرونکي ، وینې تویونکي ، ... دزمري په شان هرڅوک لاره نه رانه څنګزنه کوي،بلکې هرڅوک چې وغواړي خپل زور وازمایي ،نو زموږ کوراو ټاټوبي ته رامخه کړي، زمری خپله خیټه پخپله مړولی شي، خو موږدخپلې خیټې دمړښت لپاره هم، دګیدړو او شغالانونه مرسته غواړو، دهغوی پریښوني ته موسترګې نیولې وي. ورته والی به موداوي چې شاید دزمري په شان ټنبل اواستراحت خوښونکي یو، ځکه خودخپل هیواد اوخاورې دودانولو اوپرمختګ لپاره ، خپل لاس اوپښې نه ښوروو او پکرکووچې نور یا پردي به یې راته اباد اوسمسورکړي. موږپه بس میلې پکې کوو.دځناوریاهمدغه زمري داښیګړه هم راکې نشته چې په خیټه ماړه واوسو،نو بیادنورو ښکارونکړو، موږ که هرڅوپه خيټه ماړه هم واوسو، ان که نوره یې ځایولی هم نشو، لاکن دبل دوژلو،ځورولو او ځپلونه بیاهم لاس نه اخلواوخوندترې اخلو ... څه وکړو ګرم نه یو، روږدي شوی یواودامواوس عادت ګرځیدلی ، چې ګرم او پړه بیاهم همدغه ګیدړان اوشغالان دي چې روږدي یې کړواوعادت داسې په اسانۍ نه ورکیږي او بدلیږي. بل توپیرمو دزمري یاپه ټوله کې دځناورسره دادی چې هغوی خپل همنوعه نه وژني ، موږخودا څولسیزې کیږي چې دیوبل وینې څښو،خپل کورسوزوو او...
پاتې دې شوهغه بل زمری ،چې انسان ځان ته غلام کړی دی، دهغه سره شایدیوڅه ورته والی ولرواوکیدای شي دکرزي صیب هم
( ماشیراستیم-شیر) ویلونه موخه اومقصد لکه چې دهمغه زمري څخه و ه،خوموږپرې سم سرخلاص کړو. خپله ښکارنه شو کولی ، بل څوک باید ډوډۍ راته په خوله کې راکړي،-دګیدړو پاتې شونی دې خدای لري. موږ هغه زمریان یو چې په پنجره کې ناست ،نور مو دخپلې خوښۍ او خوشالۍ لپار ه په اشارو نڅاوي.دادیرش کاله کیږي چې دپردیو دخوشالۍ او ساعتري لپاره، پرخپل ځان،پرخپل ولس اوپرخپل هیواد باندې لوبې کوو، یوبل راڅملوو- مقصدچې روزونکي مو خوشاله وي ،که نه بیاخو ډوډۍ نه راکوي اودلوږې مرو.
موږهغه زمریان یوچې دخپل ځان اوخپل هیواددساتلولپاره، له یوخواامریکاته شرطونه ږدواوله بلې خوا بیاورنه مرستې غواړو،چې ګویامکتبونه به راته جوړوي، سړکونه به راته پخوي، داخويې لا پرځای پریږده ،دګیدړو ګونډیانونه به موهم ژغوري چې مات او ګوډ مونکړي.
دزمريو پوځیانواوپولیسومعاشونه به موهم ورکوي ،که نه موږيې نه شوساتلی اودا زمریان ټول رانه تښتي. زه نه پوهیږم چې داموږ په رښتیانه پوهیږو چې څه وایو اوڅه کوو؟ که هسې مو ځانونه ناګاره اچولي دي، ځکه چې پدې کې موګټه ده او په مفتو کې دهرڅه څښتن یو، خیردی که ترنیمایي زیات هیوادوال موله لوږې سره لاس اوګریوان وي، خیردی که وطن مو تربل هرچا او سیالانو وروسته پاتې وي، لافې خوچانه دي راوړې ، خپلې کنډولې ته باغ وایو، خپل خړ سپیره ډاګونه به دلندن اوپاریس نه ښکلی بولو اونړیوالوته به وایوچې :
لندنه تاباندې یې نه ورکوو،
ښاردپاریس نه ننګرهارښکلی دی
هسې هم څوک حساب نه راسره کوي، ټوله نړۍ پوهیږي چې زموږعادت دی، ګوړه ،ګوړه وایو چې خوله موخوږه وي، هغه دکرزي صیب خبره (پهلوان زنده خوش است) . موږ ټول- ووړاوزوړ، زمریان،شاهینان، بازان اوپړانګان یو..!!!
ځاله دبازانو ده
دې کې زمریان اوسي
داچې دبازانوپه ځاله کې زمري اوسيږي ،دابه هم نړیوالو یوازې زموږ نه اوریدلي وي ، خودازموږزمریان دي ، چې خوښه شوه او اړتیاپيښه شي نودبازپه ځاله کې هم اوسیدی شي .
ځینې نړیوال ځواکونه اوس پدې پوه شويدي چې پرموږدې د زمري غږکوي ، خوکار رانه دګیدړ اخیستی شي...ځکه خوموپه یوه نوم اوبل دیوبل په وړاندې دروي او خپله ګټه رانه اخلي...
که موږغواړو چې زمریان واوسو، نوترټولو دمخه بایدپدې خپل سرونه خلاص کړوچې داوطن زموږ وطن دی، داولس زموږ ولس دی ، نو موږبه یې ابادووهم، موږبه یې ساتنه هم کوو، موږبه یې دمنزل پوړۍ ته رسوو، نورکه پدې لاره کې راسره مرسته کوي ، نو هغه دکرزي صیب خبره (الله دې یې راولي) اوکه نه غواړي ،نوموږدچاسره دښمني نه کوو،خودومره ضرور ورته وایو چې زموږ په منځ کې دې ګوتې نه وهي.
خوداهرڅه هغه وخت شوني دي چې موږپدې پوه شوچې : دپردي زوی نه خپله ړنده لور هم ښه ده . موږ دخدای (ج) مهرباني ده ، هرڅه لرو، استعدادونه، طبعي زیرمې ،غښتلی خلک ، راځئ هغو نه کارواخلو.پرخپلومټوډاډ پیداکړو. دیوبل نظرته درناوی وکړو، دیوبل په وړاندې له حوصله اوذغم نه کارواخلو،داختلافاتو دحل لپاره ټوپک ته لاس نکړو،بلکې دنورې متمدنې نړۍ دولسونوپه شان ، ستونزې دخبرواتر، استدلال او منطق په چوکاټ کې اوارې کړو،ترڅوزموږد ولس اوهیواد بدخواهانوته موقع په لاس ورنشي چې دبل په وړاندې مو وجنګوي او هیواد اوولس موله ناورین اوبدمرغۍ سره مخ شي.
چې داټولوموترسره کړل اوخپل ولس مونیکمرغه اوهیوادموپرمختللی اوسمسورکړ، بیاکه نړیوال یاسیالان راته ګیدړیا شغال هم ووایي ،پروانه کوي، ځکه هغوی به په زړه کې پدې ښه پوه وي چې رښتیاهم چې ( زمریان دي –زمریان).
په درنښت