دپلار نيکه لاره

         یوچاراته کیسه کوله چې یو ملګری یې وو، دملګري پلاربه یې ډیر زیات سګرټ څکول، تردې چې دهمدغو سګرټو له لاسه و مړ. یو وخت ګوري چې ملګری یې هم د خپل پلار په پي، ځانته یې هوساژوند او سمسور هیوادونه جوړکړيدي او لا خو هڅه کوي چې تردې هم وړاندې لاړه شي، موږ دې د خپلې جونګړې او خپلې خیرنې کږدۍ په ژوند  ویاړ وکړو او ساینس اوټکنالوژۍ ته دې ورشا کړو!؟
اوس خوښه ستا ده چې غرور که ناپوهي بولې دا
ښار دپاریس نه ښـــکلی خړ پړ ننګرهار یادوو
    موږ پکرکوو چې یوازې موږ پلار اونیکه درلودل، یوازې موږ دخپل پلار اونیکه درناوی کوو، دانوره نړۍ او دنړۍ ولسونو خو نه نیکه درلود او نه هم پلار. موږ پکرکوو چې یوازې موږ دود، دستور او رواجونه لرو، دانوره نړۍ خو هسې توکلي د نامعلوم منزل په لوري روانه ده .موږ یو چې په حجروکې راغونډیږو، دنورو ولسونو خو دوه کسان په یوه ځای نه سره راغونډیږي.  
       زه دامنم چې موږ لویې جرګې درلودې چې سترې ستونزې یې اوارولې، ستر احمدشاه بابا هم همدغې جرګې زموږ د واکمن په توګه غوره کړی وو، چې زموږ ویاړلی افغانستان ورنه موږ ته په نیکات پاتې دی، خو د نړۍ نورو ولسونو، چې نن ورځ خپلې ستونزې د قانون په چوکاټ کې اواروي، هم یو وخت ( ډیر پخوا ) ورته بنسټونه درلودل، لکن د وخت په تیریدو او دحالاتو دغوښتنې له کبله یې، هغه دتاریخ په بڼه، شاته پریښودل او دځان لپاره یې نوې لارې چارې وسنجولې.
     تاسو وګورئ، دتیرو څه دپاسه درې لسیزو په اوږدو کې، زموږ په هیواد کې ګڼ شمیر لويې، مشورتي، بیړنۍ ... جرګې جوړې شوې ـ  خدای بخښلي داود خان ځانته جرګې رابللې، تره کي ځانته، امین ځانته ، کارمل ځانته ، ډاکټرصیب نجیب الله ځانته او اوسني حکومت ځانته. خو ددغو جرګو نه یوې هم د افغان ولس د ستونزو په حلولو کې هغه رول ونه شو لوبولی چې باید لوبولی یې وای. هرواکمن دغه جرګې دخپلو موخو د خوندي ساتلو لپاره، د یوې وسیلې په توګه کارولې دي .
    همدارنګه ، زموږ لیکوالان، زموږ مشران،زموږ هغه کسان چې ټولنه ورنه د معقول تفکراو تعاقل تمه لري، په حجرو پسې اوښکې تویوي ـ  پخوابه زموږ خلک په حجروکې سره راغونډیدل، خپلې ستونزې به یې سره شریکولې، ماشومانو به د لویانو خبرې اوریدې او له هغو نه به یې یو څه زده کول او.... خو زموږ دغه ډله کسانو کله هم له ځانه ندي پوښتلي چې  پخوا ولې حجرې وې؟.... پخوا نه خو راډیو وه ، نه ټلویژیون وو، نه هم انټرنیټ او نورې استانیاوې، پخوا د ژوندمصروفیتونه او بوختیاوي په هغه کچه نه وې چې نن دي . نړۍ پر یوه ځای نده ولاړه ، هغه وړاندې ځي، مجبوره ده چې دنویو رامخې ته شویو امکاناتو او اړتیاوو  سره ځان عیارکړي، ترڅو دهغو سره په ټکرکې له منځه لاړه نشي. دژوند نوې لارې چارې لټوي او خپلوي. که ټول پخپل پخواني او لرغوني تاریخ او دود او دستور پورې کلک ونښلي، نو نړۍ به یا خو ځای پرځای ولاړه وي او یاخو به یې هم وړاندې تګ ډیر ټکنی او سوکه وي. موږ هم باید وړاندې وګورو، نوي رامخې ته شوي امکانات او اړتیاوې په نظرکې ونیسو او دهغو د خپلو هڅه وکړو.
       موږ لا نن هم ددې پرځای چې دنورې نړۍ د ولسونو په شان، خپلې ستونزې د قانوني لارو، د خبرو اتر و له لارې، د  میز تر شا، اوارې کړو، لګیا یو دهغو مالکانو او سپینږو په لمنه کې د ستونزو  حل لټوو چې کالونه کالونه یې زموږ پر سر سوداوې کړیدي، دخپل واک او اغیزدساتلو لپاره یې،موږ پخپلو کې په شخړو او تربګنۍ کې ساتلي یو... همدغه په اصطلاح زموږ مخور کسان ، زموږ ملکان او زموږ سپینږي وو او دي چې دخپلو ګټوپه خاطر یې ، دهر واکمن د واک د ټینګښت لپاره هلې ځلې کړیدي. هرکله چې ولس دخپل حق لپاره غږ راپورته کړی دی، نو واکمنوهمدغو مخورو کسانوته  څو پیسې  او امتیازات ورکړي دي او هغوی بیا پخپل وارسره ، د ولس پرخوله لاس ایښی دی او د نااهلو او ظالمو واکمنانو واکمني یې پرموږ تپلې ده. د تیرو څه دپاسه دیرشو کالونو په ترڅ کې به دچا نه و ي په یاد یا به یې نه ولیدلي چې دغو مخور کسانو دې، په هیواد کې د روانې خونړۍ جګړې او غمیزې د پایته رسولو په خاطر، ګام پورته کړی وي او د ددې غمیزې د ښکیلو خواوو ترمنځ دې یې ګواښ یا منځګړي توب کړی وي، یا دې یې هم له چا پوښتلي وي چې ولې خپل ولس وژني او خپل کور ور انوي؟
     نو راځئ چې نور نو په ماضي کې دژوند کولو نه تیر شو او دنورې پرمختللې نړۍ د پرمختللو او هوسا ولسونو غوندې، د نن ورځې او سبا لپاره هلې ځلې وکړو،  دهغوی د تجربونه په ګټه اخیستلو سره ، دنویو لارو په کارولو سره ، خپلې ستونزې اوارې کړو او خپل هیواد او ولس هوسا او سمسور کړو.
زیب منتظرمسید