
د امريکا د کانګرس درو غړو ډانا رورابکر، لويي ګوهمرت او سټيو کينګ دا پلا بيا د بلوچستان د خپلواکۍ د غورځنګ د ملاتړ غږ پورته وکړ.
د کانګرس غړې ډانا رورابکر چې د بلوڅانو په هلو ځلو کې تر ټولو مخکى دى په خپلو خبرو کې وويل چې بلوڅان ځپلی ولس دی.
د دې وړ دي چې خپل هيواد ولري او امريکا يې بايد خوا ونيسي.
ګوهمرټ يې په خپلو خبرو کې د امريکا پر بهرنۍ تګلاره نيوکه کوله چې يوازې د ده په وينا \"دغليم غلی کونګ\" ښه بهرنۍ تګلاره نه ده.
سټيو کينګ بيا ادعا کوله چې امريکا تل د ده په خبره د انساني خپلواکۍ اود ځپلو ولسونو د حق ملاتړ کړی دی.
دغه درو کانګرس غړو په واشنګټن کې په هغه غونډه کې خبري وکړې چې نوم يې \"د پاکستان سره د بلوچستان د په زوره يو ځای کېدو ٦٤ تلين\" ايښوول شوی و.
بلوڅو ملتپالو د امريکايي سرکار او کانګريسانو څخه غوښتل چې په بلوچستان کې د دوی په قول د بلوڅو د ولسي وژني د مخنيوي په نيت او د خپلواکۍ جنګياليوته په وسلو او پوځي روزنه کې مرسته وکړي.
ډانا رورابکر يې په ځواب کې ورته ويل چې موږ ستاسې د ښه نيت ملګري يو خو موږ د امريکا د حکومت استازي نه يو. د ده په خبره موږ زور وهو چې د بلوچستان کشالې ته د امريکايانو اوامريکايي سرکار پام راواړو.
په امريکا کې ميشت د بلوڅوملتپالو استازی داکترواحد بلوچ د بلوچستان د خپلواکۍ د مقاومت ټولو پوځي ډلو ته خبرداری ورکړ چې که په جنګ کې د ولسي وګړو او د نورو قومونو د وژنې مخنيوی ونه کړي نو ودې شي چې په نړيواله کچه د بلوچستان د خپلواکۍ جنګ زيانمن کړي.
دغه درو کانګريسانو تردې له مخه د امريکا په کانګرس کې د بلوڅانو د خپلواکۍ د ملاتړ په نيت د کانګرس شاهدي را غوښتې او زور وهي چې په کانګرس کې د دې قرارداد د ملاتړلپاره نور ملګري هم ومومي.
د ويلو وړده چې دا ګړۍ په بلوچستان کی ولسی مقاومت له پاکستاني پوځ سره د خپلواکۍ د ګټلو په نيت جنګيږي.د بلوڅانو د مقاومت وتلي مشران ډاکتر الله نظر بلوڅ، نوابراده حيربيار مري .نواب برهمداغ بګټي .سردارجاویدبلوچ اوبی بی کریمه بلوچ ياديږي.