
دهند نیمې وچې ته دانگرېز داخلیدل ددې سیمې بلوڅانو او پښتنو ،ټولو اوسیدونکو لپاره د بدمرغی یو تریخ پړاوو، چي د دوی په ژوند کې پیل سو، ددانگریز له خوا دبلوچستان ځینې برخي دنولسمي پیړۍ په پای کي ونیول سوې او په تدریج سره یي هلته خپل استماري سلطه پراخه کړه او ورو په ورو یي دبلوچو سیمه ټوټه ټوټه کړه او په دي توگه دشلمې پیړۍ په سرکې دبلوچو سیمه په عمده توگه په درې ووبرخوووېشل شوه. 1-دبلوچستان ریاست،په دغه سیمه کې دکلات ،لسبېله اوخاوران سیمې شاملې وې مرکزیی کلات ؤ. ٢- برتانیي بلوچستان .دغهدغه سیمه دبرتانیې گورنر جنرال دمستقیمي ادارې لاندې وه،مرکز يې کوټه ښار وه او په دوو برخو ویشل کیده. الف-داجاري سیمه ، کوټه،نوشکی،بولان،اونصیراباد دا هغه ساحه وه چي په اصطلاع د،١٩٠٣،١٨٩٤،١٨٨٣،تړونونو له مخې دانگریز شاهۍ ته سپارل سوي وه. ب-دمرۍ،بگټۍ، سیوی،چاغی،ژوب،چمن،اوپشین سیمې. ٣-په ایران کې په دغه برخه کې دسیستان ،مکران،اویران شرق سیمي چي دکلات دمرکزي په ١٨٧٢،کې جلا کړای سوې،وی شاملی ده دټوټه ټوټه بلوچو دیو ځاي کولو او دیوه متحد او ازاد بلوچستان دجوړولولپاره دبلوچوترمنځ یو قومی احساس راپیداسو،چي ورو ورو یي دوام درلود،اوبالاخره په ،١٩٢٠،کي دیوه پټ سیاسی سازمان په توگه یی دبلوچو اوبلوچستان اتحاد ټولني په عنوان په فعا لیت پیل وکړ چي بیا وروسته يي په ځای باندی په ١٩٣٧،کي دکلات ملي گوندجوړسو،اتحاد دټولني فعالیت تر١٩٣١،کال پورې په پټه فعالیت درلوده،خوپه همدغه کال کي یي فعالیت څرگند اوپه ډاگه سو، ددغوملی مبارزوتادیخ څوبرخو ویشلی سو، لومړی پړاو-دبلوچو اوبلوچستان داتحاد دټولني فعالیتونه په ١٩٣١دمشروطیت غوښتنه چي دغورځنگ بڼه یي غوره کړه دصدراعظم سرشمس شاه په وړاندې پیل سوه دغه صدراعظم غوښتل خپل مشر زوی عوض خان دکلات دخان میرمحمدخان په ځای وټاکي،خوددغي ټولني ځوانوعناصرودسرشمس شاه دمستبدانه وضعیت سره مخالفت درلوده دایي غوره گڼله چي شهزاده محمداعظم چي دا وخت بندي وه او د مشروط حکومت دتشکیلولو یی موافقه لرله، دهغه پرځای وټاکي داوخت دسرشمس شاه په څیره کي داسبتداد پرضدمبارزه روانه سوه.په١٩٣١ کي شهزاده محمداعظم دکلات دخان په توگه وټاکل سو اودغه مبارزه ټولنه لومړي ځل لپاره سیاسي بري ته ورسېده اوپه بلوچی ټولنه کي لومړی موفقیت اودبرتاینی لپاره سیاسي ماتي وه خوبرتانیي ددسیسو په اثردکلات نوی خان دخپلوژمنو له عملي کولو څخه ډډه وکړه ،اودټولني هدف نیمگړی پاتی سو،په١٩٣٣کې دشهزاده اعظم له مړیني وروسته د ده زوی میراحمدیارخان دده ځای ونیو نوی خان داتحاد دټولني پلوی واوپه دي توگه دبلوچستان د خپلواکۍ لپاره نسبتا ښه شرایط رامنځ ته سول،اوبرتانیی ته یې یو استازی ولېږه، چي دکلات دخان دصلاحیتونو اوداچارې دزمکو دبیرته ورکړې ،په برتانیې سره خبرې وکړي،دغه خبرې گټورې ثابتې سوې اودوخت دټولنې فعالیتونو ته یې قانوني لاره اواره کړه،نور بیا................