وروستى منزل

        ادبي ټوټه

    ته لاړې خو زه لا همغسې زبون وهلى او زهير ناست يم  ، په هغه لويه لاره  بې ثمره  خو وژونکى انتظار کوم .
     چا ويل چې ته ورباندې راځې او زه دې نا خبره  پرېښى يم ، زه نه پوهېږم چې غواړې له مانه پټه تېره شې او که غواړې نا څاپي راسره مخ شې ، له مانه ددې بېړۍ ډېر سپاره بېزار دي ، يوازې يې پرېښى يم او که راسره هم وي نو ترمينځ مو د چوپتيا اوچت غر ولاړ وي .
 خو خير دى دا يوازې ته نه يې چې ما به دلته يوازې پرېږدې ، دا پيل خو هغه چا وکړ چې زما پښې يې راماتې کړې  او خپله يې ځان راڅخه په دغه لاره پناه کړ ، زه يوازې پاتې شوم ، دومره يوازې چې خپل سيورى مې هم راسره نه و .
    هغوى چې زما دروانېدو په مهال لا بيخي په دې نړۍ کې نه وو ؛ نن له مانه تېرېږي  او هلته وړاندې روان دي ، زه هغه کسان هم وينم چې دوى يې په دغه لار له لاسه نيولي ، لارې او نښې ورته ښايي ، له ماسره خو هېچا هم دغه احسان ونه کړ .
   زه نور په دې پوهېدلى يم چې همدا  مې وروستى منزل دى ، د وړاندې تلو په ځاى به نور يوازې ددغه لارې دلارويانو ننداره کوم او تر هغه به پسې ګورم چې په صحرا کې دغروب جالې ته نه وي ختلي .
٢٠١٢ اپريل ١ کابل