اصل او کم اصل



      يادونه : له دې نه هېڅوک هم سترګې نه شي پټولاى چې دپښتنو دولسي ادب ( فوکلور ) پانګه او لمن ډېره پراخه ده او ددې ترڅنګ دنړۍ له  فوکلور سره  ورته ځانګړې او مناسبات لري ، همداسې چې پښتانه سره ويشلي او دهېواد په بېلابېلو برخو کې مېشت دي ؛ نودولسي داستاني ادب کيسې يې هم همداسې سره خوري دي او هومره نه دي راټولې شوې لکه څومره چې ورته اړتيا ده ، که تاسې له ولسي خلکو سره ناسته ولاړه وکړى او  ورسره کېنئ نو ګنې داسې کيسې به ترې واورى چې په اورېدلو او ليکلو ازي او زموږ ددې پانګه په بډاينه کې به  بې ګټې نه وي .
    دغه کيسه چې ما  ( اصل او کم اصل ) نوم ورکړى ؛ تېره ورځ مې په يوه همداسې ناسته که ديوه قومي مخور له خولې واورېده چې په مجلس کې له روانې موضوع سره يې ښه مناسبت ورکړ ، ومې ليکله او تاسې ته يې هم وړاندې کوم ، خو څه فکر کوئ چې که هر څوک همداسې ورسره شته او اورېدلې کيسې راټولې ، ثبت او وليکي ښه به نه وي ؟
_____________________________________
      وايي چې په پخوا زمانو کې يو پاچا و، چې په يوه وړوکي او سمسور ملک يې پادشاهي کوله ، دده دپاچاهۍ په حدودو کې هر څه ښه پرېمانه او امن حاکم و ، وګړو يې په خوښۍ ژوند کاوه ، ځوان پاچا په ځانګړي ډول له ښکار سره مينه لرله او په مياشت کې يو يا دوه ځله به يې دښکاردغه مېله هم کوله ، مېله يې په دې ډول وه چې دپلازمينې ټول خلک به يې خبر کړل چې سبا پاچا غره ته ښار ته ځي او بايد ټول يې بدرګې او ورسره تګ ته ځان چمتو کړي ، بيا به نو هغه وو چې ټول به په خوښۍ تيارشول او له شاهي ماڼۍ نه به دپاچا لښکر دښکار په نيت مخ په سمسورو غرونو او د صحراګانو په روان شو ، پاچا هم په ښکار په ځانګړي ډول دهوسيو په ښکار کې خاص مهارت درلود ، کله به يې چې څه ګير کړل نو له خلکو به يې غوښتنه لرله چې دلاسونو کړۍ تر راوګرځوي او دى يې مينځ ته ورشي چې هوسۍ په خپل لاس ښکار کړي .
   يوه ورځ دنورو وختونو په څېر دپاچا جارچيانو اعلان وکړ چې سبا ته پاچا ښکار ته ځي ، ټول دې تيار وي ، خلکو هم دخپل ګران پاچا امر واورېد او تيار شول څو چې لمر راختلو نو دوى يوې لويې صحرا ته ورسره رسېدلي وو ، خلکو دلاسونو کړۍ جوړه کړه او يوه هوسۍ په کې را ايساره شوه ، ټول خلک پاچا ته په درنښت ولاړ وو او دهوسۍ مخه يې نيوله پاچا په خپل تېز اس چې ډېر ورباندې ګران او لګښت يې هم ورباندې کړى و مينځ ته ورننوت خو ګوري چې په ميداني کې يو کس په ځمکه ناست دى او نورو ته يې لاس نه دى ورکړى ،زيات ورته غوسه شو او بده پرې ولګېده چې اخر دى ولې نورو ته لاس نه ورکوي او ده  د  درناوي لپاره هم اوچت نه شو ، هوسۍ تېرې هېره شوه له اس نه ورته راښکته شو ورته ويې ويل چې ته څوک يې ؟
هغه په بې پروايۍ ځواب ورکړى
زه ستا دپاچاهۍ يو عادي وګړى يم ، همدلته ناست يم
پاچا بيا پوښتنه وکړه
څه مهارت او څه دې زده دي ؟
هغه په بې پروايۍ ځواب ورکړ
صيب زما دنده داده چې اصل او کم اصل معلوم
پاچا اول حيران او بيا خوښ شو
غلامانو ته يې امر وکړ
دغه کس بوزۍ او زما تر راتګه يې بندي کړئ ، خو پام مو وي چې دشاهي مېلمه غوندې چلند ورسره وکړئ ، هر څاښت ورته يو خورد خواړه حواله کړئ .
  خادمانو دپاچا امر په ځاى کړ او پاچا په ښکار بوخت شو ، کله چې دورځې په پاى کې بېرته له ښکار سره پلازمينې ته ستون شو نو نيولى کس يې هېر و ، يو ځل ورته يادشول چې ده خو دښکار په وخت يو کس چې دده احترام يې نه و کړى بندي کړى ؛ بايد چې اوس يې احوال واخلي ، همغه وو چې دماڼۍ يوه خادم ته يې دهغه در اوغوښتلو وويل
   خادم په ملا کوږ شو او شېبه وروسته يې ورته همغه کس را حاضر کړ ، خو هېڅ بدلون په کې نه و راغلى او همغسې بې پروا او مغروره معلومېده ، له شاهانو ته له درناوي او شاهي عادتونو هم هېڅ نه و خبر .
پاچا ورته په غوسه وويل
ښاغليه نو تاويل چې ته اصل او کم اصل معلوموې ، زه غواړم چې تا وازمايم که دريښتيا دې وويل نو هغه دې چې ښه جايزه به درکړم او خلاص به شې او که دروغ دې ويلي و نو بيا دې خير نشته ، څنګه دا خبره درته منظوره ده ؟
بندي ورته وويل هوصيب زه دا کار کولاى شم او ستا شرط هم راته منظور دى ؟
پاچا له ځان سره سوچ وکړ چې څه ورباندې معلوم کړي له څو شېبو وروسته ورته خپل ګران اس نظر ته ورغى چې  ډېر ورباندې ګران و او څو کسه يې خدمت ته ګومارلي وو ، ورته ويې ويل
  نو مهرباني وکړه زما داس اصل او ذات راته معلوم کړه چې اصل دى که کم اصل خو شرط به نه هېروې چې که دروغ دې وويل نو سر به درنه خوڅ کړم .
بندي هم ورسره منله او روان شو ، است ته يې ورغى ، لاس يې ورباندې وواهه ، اس يې لغته ووهله نو ورته ويې ويل
اس دې ښه دى ، له ډېر ښه نسله او اصله دى خو له بده مرغه چې دمور شيدې يې نه دي رودلې او دخرې په شېدو رالوى شوى .
پاچا له غوسې سور او شين شو ، له خپل اس نه يې لاس لرې کړ، حيران ولاړ و ، کارته پورته يې ورته کتل ، هر څه يې ځاى په ځاى پرېښودل ،يوازې يې دومره وويل چې بندي وساتئ او يو خورد خواړه ورته اضافه کړئ ، سمدلاسه يې حرکت وکړ او دهغې زړې بوډۍ خواته ورغى چې دغه اس  يې ورڅخه پخوا په لوړه بيه اخيستى و ، په ورسېدو يې  بوډۍ ورخطا شوه چې څه خبره ده خو ده ورته وويل
ورشه اودس وکړه ضروري کار مې درسره دى
بوډۍ ښځې هم اودس وکړ او پاچا ته حاضره شوه
هغه ورته وويل په قرانکريم لاس کېږده او ريښتيا راته ووايه چې دغه اس چې له تامې اخيستى دى ، په څه رالوى شوى خو ياد لره چې که دروغ دې وويل ؛ نو خير دې نشته او که ريښتيا دې وويل نو هېڅ هم نه درته وايم .
  بوډۍ ورخطا شوه ، له ځان سره يې سوچ وکړ که دروغ ووايي نو ټول عمر عبادتونه به يې ضايع شي  خو ښه خبره داده چې ريښتيا ووايي ، هسې هم عمر ورباندې تېر  دى ، له سوچ وروسته يې ورته وويل
   معظم پاچا موږ يوه ډېره ښه اسپه درلوده ، کله يې چې دغه بچى وزېږاوه نو ورباندې مړه شوه ، بياڼ (بچى ) يې ډېر ښکلى و همغه و چې زموږ په کور کې ديوې خرې په شېدو مې راستر کړ خو داچې ته په لاره تېرېدې او خوښ دې شو رانه وادې خيست ما خو په زور تاتتتتتتتته نه دى درکړى .
   له ورخطايۍ نه يې ژبه بنده وه خو پاچا دارام ساه  واخيسته ، هېڅ يې ورته ونه ويل او همداسې ورنه په غوسه روان شو ، په ماڼۍ کې يې بندې بيا ځان ته راغوښت ، له يوې خوا ورته غوسه و خو له بلې هغه هم نه و ملامت ، ريښتيا يې ويلي وو ، پاچا سرګردانه او حيران و چې بل څه ورباندې معلوم کړي ناڅاپه خپله ملکه په نظر ورغله چې پرې ويې ګوري ورته ويې ويل
ښاغليه يوه خبره خو دې ريښتيا شوه، زه به خدمتګارانو ته ووايم چې وروسته له دې ستا خواړه دوه خورده نور هم زيات کړي ، اوس بله ازموينه ده خو شرط همغه دى ، پام کوه چې دروغ ونه وايې ، راځه اوس به زما نازولې مېرمن او دپاچاهۍ ملکه راته معلوموې چې له اصلو ده که له کم اصلو ؟
   بندي ووېرېده خو دپاچا په امر ورسره دشاهۍ ماڼۍ هغه برخې ته روان شو چې دده ښځه او خدمتګارانې په کې اوسېدلې ، پاچا ګړندي روان و او بندي ورپسې قدمونه اخيستل ، وړاندې ننوت ، په دروازه کې تم شو چې ملکې ته دځان سمبالولو وخت ورکړي خو هغه وړاندې همداسې په يوه کړکۍ کې ناسته وه او پښې يې غځولې وې ، دده په ورتلو يې هم ځان سم نه کړ ، کالي او ويښتان يې هم خواره واره وو ، بې له دې چې ځوانې او ښکلې ملکې ته څه ووايي ده ته يې امر وکړ
خپل کار ترسره کړه
خو ملکه همغسې ناسته وه او په دوى کې يې رى هم نه واهه
پاچا ورته وويل
دا يو حکيم دى غواړي تا وګوري چې ناروغه خو به نه وې
ملکې ، خپلې پښې هم راټولې نه کړې او لاس يې بندي ته را اوږد کړ
بندي ورباندې لاس وواهه او زر له کوټې نه پاچا دهستوګنځي خواته را روان شول ، پاچا په بې صبرۍ ترې وپوښتل
څنګه وه ؟
بندي په عاجزۍ ورته وويل
ښاغلى پاچا له بده مرغه چې ملکه له کم اصلو خلکو نه ...
پاچا ورته غوسه شو
څه ؟
بندي ځواب ورکړ
هو زه ريښتيا وايم ، ملکه حرامونې ( له نامشروع اړيکو ) پيدا شوې ده .
   په پاچا اور بل شو ، زړه يې غوښتل چې هملته بندي په توره ټوتې کړي خو حوصله يې وکړه چې اول ددې دروغ او ريښتيا معلوم کړي ، ساتونکو ته يې وويل چې بېرته  يې زما تر راتګه بندي خانې ته  بوزئ .
  وروسته يې په اس پښه واړوله او په يوه نامعلوم لور يوازې روان شو ، له ډېر مزله وروسته په ښار کې يوه نسبتا وړوکي کور ته ودرېده ، دوازه يې ټک ټک کړه ، کومه بوډۍ ښځه راووته ، ګوري چې زوم يې ياني پاچا په اس سپور يوازې ولاړ دى ، ووېرېده او په سترګو يې باور نه راته ، دلومړي ځل لپاره يې هغه ليده چې ددوى کورته راغلى ،  وروسته يې دننوتو بلنه ورکړه
  دى هم ننوت داوداسه يې ورته وويل چې اودس يې وکړ نو له څنګه يې قران شريف ورته راويوست ورته ويې ويل په دې لاس کېږده چې زه څه درنه پوښتم سم ځواب به راکوې ، هېڅ هم نه درته وايم خو که دروغ دې وويل خير دې نشته .
خواښې يې ورخطا شوه ، ورته ويې ويل
ولې نه زويه وايه څه غواړې ؟
پاچا ورته وويل
ستا هغه لور چې زه پرې مين شوى وم او ماته دې راکړې له چانه وه ، ستا اصلي لور ده که څنګه ؟ وخت کم دى او ريښتيا به راته وايې .
خواښې يې ورخطا شوه ، يوې خواته يې دټول عمر عبادتونه ليدل او بل خوا دپاچا وېره خو زړه ته يې په دې ډاډ ورکړ چې عمر هسې هم پرې تېر دى بايد ريښتيا ووايي
په قران شريف يې لاس کېښود ورته ويې ويل :
   زويه ! ريښتيا وايم ما او خاوند مې هېڅ اولاد نه درلود خو ګوزاره مو ښه وه ،ښه او سوکاله ژوند مو درلود ، خو يوازې اولاد مو نه و، هغه به سودا له بازاره راوړله خو يوه ورځ په کوم سفر لاړه ، په کور کې زه يوازې وم بهر نانوايۍ ته دډوډۍ وړلو لپاره ووتم ، باران هم ورېده ، لارې خټې وې ، چې ووتم نو هلته په لار کې ددېوال څنګ ته په يوه جنډه کې څه پراته وو ، ما ويل شايد له چا لوېدلي وي چې خراب نه شي خو چې راپورته مې کړل ، يوه وړوکې نجلۍ په کې تاو وه ، ډېره ښکلې وه ، بيخې پرې مينه شوه ، که مې پرېښې وى يخ وژله همغه و چې کور ته مې راوړه او چې خاوند مې راغى نو خبره يې راسره ومنله ، خوشحاله شو چې دا بايد په لورولۍ وساتو ، هسې هم  اولاد  نه لرو ، رالويه مو کړه چې پېغله شوه ترې پرې مين شوې موږ خو په زور تاته نه ده درکړې
دخواښې ژبه يې له ورخطايۍ نه ودرېده اوغلې شوه .
   پاچاهم په اس پښه واړوله روان شو ، په سوچونو کې ډوب او زړه يې غوښتل چې ملکه او بندي دواړه په دار کړي خو دمه يې جوړه کړه ، ساتونکو ته يې وويل چې تر سبا پورې دبندي خواړه يو خورد نور هم ور زيات کړئ ، شپه تېره شوه ، لومړۍ شپه وه چې له ملکې يې يوازې تېروله او ملکه هم له هرڅه ناخبره وه ، سباته يې ددريم ځل لپاره بندي راحاضر کړ ورته ويې ويل ستا دوه ادعاوې سمې شوې اوس درېيمه ده او هغه دا چې ما به معلوموې چې اصل يم که کم اصل ؟ بندي هم هېڅ حيران نه شو ورته ويې کتل او سر له واره يې ورته وويل
صيب ته دهندو زوى يې !
    دپاچا تندى تريو شو ، ساتونکي هم په بندي راببر شول ، شور يې جوړ کړ خو پاچا ځان را کنترول کړ ، توره يې بېرته په تيکې ومنډله ، دټولو له مينځه په بيړه ووت او  په حرم سراى کې خپلې بوډۍ مور ته ورغى ، د اوداسه يې ورته وويل او قران شريف يې کېښود ، ورته ويې ويل
مورې  په دې لاس کېږده او ريښتيا راته ووايه چې زما اصلي پلار څوک دى ؟
   مور يې ددې پوښتنې په کولو په دوو کې حيرانه شوه ، خو دلومړي ځل لپاره دزوى دومره قهر او غوسې وار پار ترې خطا کړ ، مجبوره شوه چې ريښتيا ورته ووايې ،ځکه چې که دزوى لپاره ملامته شي بده نه ده خو دخداى په وړاندې بايد ملامته نه وي ، ځواب يې ورکړ :
   زويه زه اوس په تېر عمر کې يم ، او غواړم ريښتيا درته ووايم ، ستا پلار چې کله دملک پاچا و ، يو کال په ملک سخته قحطي راغله ، دانه غله هم نه پيدا کېده ، شاهي خزانې هم په خالي کېدو وې همغه وو چې له يوه شاهي کاروان سره بل ملک ته په غله پسې روان شو ، خودا چې لارې اوږدې وې نو په سفر کې يې شپږ مياشتې تېرې شوې ، زه يې هم نوې ناوې کړې وم دخپل ضرورت درفعه کولو  لپاره راته بله لاره نه وه ، ځوانه وم ، که له کوم وزير نه مې دا ناروا غوښتنه کړې وى ؛ نو بيا به دې دپلار سترګې ورته ټيټې وې او د راز ويلو وېره هم وه نو همغه وو چې ددربا له يوه وفادار هندو ملازم سره مې خپل خواهشات تر سره کړل ، شيطان دا ګناه راباندې وکړه ، چې له هغې نه وروسته بيا ته پيدا شوې ، اوس ستا خوښه ده چې خپله بوډۍ مور وژنې او که يې ژوندۍ پرېږدې ؟
  پاچا ددې خبرې په اورېدو ځاى په ځاى کېناست ، سر ورباندې وګرځېده ، په منډه دبندي خواته ورغى ، لومړى يې يوه ښه څپيړه ورکړه او بيا يې ورته وويل :
    ته څه عجيبه انسان يې دا څه اورم ، تا خو هرڅه ريښتيا وويل ، ته هېڅ مجرم نه يې خو کاشکي چې په ژوند کې مې هم نه وى ليدلى خو په پاى کې که راته ووايې چې تا دا دومره پوهه او حکومت له کومه زده کړى او په دې باندې څه پوه شوې ؟
بندي دلومړي ځل لپاره وخندل او بيايې پاچا ته چې له سترګو يې اوښکې روانې وې وکتل
   ښاغلى پاچا !
     دا کومه سخته خبره نه ده ، زه هسې هوايي حکيم نه يم ،ما دا هر څه پوهه دژوند له تجربو ، لوړو ژورو تر لاسه کړې او زده کړي ؛ نوغوږ شه داهم درته وايم
     لومړى داس خبره ده ، ته چې کله ښکار ته تللى وې نو ما دې اس وليده ، ډېر ښکلى او له لوړ نسل نه و ، خو تاچې دکتلو راته وويل نو ما لاس نه وو وروړى چې لغته يې ووهله چې دا دخرو خاصيت وي ځکه چې : (( دخره مينه لغته ده )) زه پوه شوم چې اس له ذاته اصل دى خو دخرې په شېدو را لوى شوى او دغه عادت په کې پاتى شوى کنه داصيل ذات اس کله هم لغته نه وهي .
    په ښځه دې په دې پوه شوم چې اصله ښځه خپلې کوټې ته دخاوند او نورو کسانو په ورتګ ځان سمبالوي ، په ځان پرده اچوي او خاوند ته اوچتېږي خو ما چې هغه وليده داسې يې ونه کړل ، همغسې ناسته وه ، بل داچې ما کله لاس ور ووړ نو هېڅ يې هم نه ويل ، غوښې يې هېڅ ټوپ نه کړ نه کوم حرکت پکې و چې دا يوازې دهغه ښځې خاصيت وي چې له حلالې نکاح وروسته پيدا شوې وي ؛ نو پوه شوم چې دا ښځه له نامشروع اړيکو پيدا شوې .
  او څومره چې خبره ستا نو په هغه ميدان کې چې تا زه خپلو ساتونکو ته وسپارلم ، ورته ويل دې چې شاهي مېلمه دى او بيا دې ورته دا هم وويل چې خورد او پاو خواړه ورته حواله کړئ ، همداسې وروسته دې هم په خورد او پاو را زياتول حال دا چې ته يو ډېر شتمن پاچا وې ددې سره سره په خورد او پاو پسې ګرځېدې ؛ نو په خورد اوپاوونو دومره دقيق حساب دهندوانو وي ، زه په همدې پوه شوم چې ته له کوم هندو نه زېږېدلى يې .
  پاچا چې دا خبرې واورېدې نو سړې اوبه پرې تويې شوې ، لاسونه يې سست شول او بندي ته يې په سترګو کې له درباره دوتو اشاره وکړه .
٢٠١٢ مارچ ٢٧ کابل