د سیاسي چارو کارپوهان

په نړۍ کې به داسې هیواد نه وي چې د سیاسي چارو کارپوهان ونه لري خو افغانستان چې درې لسیزې بلکه څه باندې جنګونو څپلی او دګاونډیو هیوادو په پرتله کوچنی هیواد دی د نورو هیوادو په نسبت پکې د سیاسي چارو کار پوهان زیات دي .
دا ځکه چې داسې ښار . بانډه او کلی حتی چې کور به نه وي چې سیاسي کار پوه پکې نه وي .
د هر سیاسي کارپوه تر شا بلا نور لًقبونه هم تړلي وي دبیلګې په توګه ډاکټر ژورنالیسټ شاعر لیکوال یا نور القاب به ورسره تړلي وي .
زه ګمان نه کوم چې داسې سیاسي کارپوه دې په افغانستان کې وجود ولري چې دافغانستان د روانو حالاتو مطالعه یې په ژوره توګه ترسره کړې وي او دافغانستان د مسلې دحل لاره دې راوباسي او که بیا داسې څوک شتون هم ولري نو هغه دخپلو شخصي ګټو دبایللو په خاطر نه غواړي چې هغه لاره غوره کړي چې دافغانستان د مسلې د حل لاره وي او یا هم دملت او ولس په ګټه وي .
کله چې په افغانستان او یا هغه ګاونډیو هیوادو کې چې د افغانستان په مسله کې مستقیماً دخیل دي کومه سیاسي مسله رامنځ ته شي نو هغه دچا خبره د افغانستان غږیزو او انځوریزو رسنیو ته غوا لنګه شي او دسیاسي چارو کارپوهان د اوږد لیسټ له مخې په نوبت سره تاوده بحثونه پرې شورو کړي .
هر سیاسي کار پوه به دخپل اند له مخې د ټلویزیون په پرده او یا هم د راډیو په څپو خپل نظر ورکوي ګردي میز ته به بلا سیاسي کارپوهان ناست وي خو نظرونه به یې د مستقیمو موازي خطونو په څیر وي چې د تقاطع نقطه به نه لري هر یو به په خپل اند سره خبره کوي نه دسیاسي علومو په بنا .
دا ځکه چې که ریښتیا هم دوی د سیاسي علومو پر بنا خبرې او دلایل وړاندې کولای نو په نظرونه کې به یې دومره ژور اختلاف نه وای .
د لمر ټلویزیون دتودې خبرو په بحث کې نوې نوې څیرې مخې ته راځي داسې غوړ غوړ به وي چې ته وا په ټول عمر کې به یې درد او غم نه وي لیدلی سره لدې چې داسې افغان به نه وي چې د درو لسیزو غمیزې به ملا نه وي ورماته کړې داسې کلی جومات اوهدیره به نه وي چې شهیدان ونه لري .
خپلې خبرې ته راستنیږم کله چې بحث شورو شي سیاسي کارپوهان به له خپلې خیټې خبرې راوباسي چې بالاخره بحث به پای ته ورسي خو لیدونکي او اوریدونکي په دې پوه نه شي چې دکوم یو سیاسي کارپوه خبره دکاڼې کرښه وه او د کوم یوه نظر د مسلې حل جوړیدی شي.
بس دا درې لسیزې همدا لوبه روانه ده هر جهت طلبه کوشش کوي چې خپلو موخو ته ځان ورسوي.
نو اې د اند اوقدرت خاوندانو خپل اندونه او قوت مو سره یو کړی خپل هیواد او ولس مو له دغې بدمرغیو نور وژغورئ د ځان سره سره دملت او وطن لپاره هم کار وکړئ ترڅو ولس دکرکې او نفرت پر ځای درسره مینه وکړي دلیري والي پر ځای درسره نږدې شي چې په دې سره به هم د قدرت خاوندان یاست او هم دعزت .
نورولي خان توروبوال