اصلاح او که توهين

يوه ملګري راته د بلوټوت په ‌ذريعه  د عصمت قانع صاحب يو ويډيويي  شعر راوليږلو، چې عصمت قانع صاحب په ډېرافتخارسره خپل شعرناستو اوريدونکو ته اوراوه، اوناستوحاضرينو هم د قانع صاحب هريو بيت  په ډېرجوش او خروش سره په چک چکو بدرګه کاوه، خاصتاً د هغې  بيت په جريان کې چې ږيرې اوملا يا مجاهدته به پکې زيات توهين شوی و.
ما هم داشعر سر تر پايه واوريده، خوافسوس په دې راغی چې زمونږ د پښتوژبې،ځيني شاعران اوليکوالان  وروڼه هم د ادب له لحاظه دومره کمزوري دي، چې هر څه ذهن او فکر ته ورشي نو سم د لاسه  قلم را واخلي په ليکلويې شروع وکړي، داويره او احساس هم ورسره نه وي چې زه داشعراويا مقاله ليکم  ايا د ادب اواخلاقوپه تول پوره ده او کنه؟
قانع صاحب خپل شعرد افغانستان د پارلمان په اړه جـوړکړی او ويلی دی، قانع صاحب په پارلمان نيوکه نه وه کړې ، بلکې په صراحت سره يې د پارلمان هر غړی له ملاڅخه نيولي ترپيره پورې، له مجاهد څخه نيولي تر قومي مشره  پورې  ټول په خپل شعرکې توهين کړيدی. يو څو بيته يې دلته د بيلګې په توګه  را اخلم.
صحنه د باغ وحش ده خلکو راشئ تماشې ته
ما وليـده زمونږ د کلــي خر په پارلمـان کـې
ملا کاکا پردې دنيا د حورو مـزې  اخــلـــه
دښځوسره ګډ کوه غومبرررررررپه پارلمان کې
داښه شوه چې قانع ليونی بچ شو په دامنځ کې
ګنې دی به هم سپوروای په ذکر په پارلمان کې
هرچاکه دغه شعرواوريده او يا يې اوريدلی وي، نودادب او ادبپوهنې هيڅ بوی پکې نه ليدل کيږي.
زماپه  نظر شايد قانع صيب دا فکر نه وي کړی، چې د پارلمان غړي د چا لخوا انتخاب شوي دي، له قانع صاحب څخه  پوښتنه کوم، چې ايا د پارلمان غړو کې دې کوم چاته رايې نه ده ورکړې؟
دا توهين يوازې د پارلمان غړوته نه، بلکې د ټول افغان اولس لپاره توهين دی، اوکه په ريښتيا سره دې کوم چاته رايه ورکړې وي او نن په پارلمان کې ناست وي، نو هر څه چې په پارلمان کې  وينې هغه ټول ځان ته راجع کړه، ځکه چې تاهم هغه ته رايه ورکړېده.
له محترم قانع صاحب څخه، داغوښتنه لرم چې پخپلوشعرونواوليکنوکې دې داسې تېروتنې نه کوي، د زړه د بړاس ايستلودا طريقه نه ده،  چې سړی قوم اوملت ته د قلم په ژبه توهين وکړي.
همدارازد ټولوليکوالانواوشاعرانوڅخه دا هيله لرم، چې خپلې ليکنې اوشعرونه د ادب د اصلوپه معيار پوره وليکي، ترڅوټولنه ترې پنداو عبرت واخلي او زده کړه ترې وکړي، نه داچې هرشعراوليکنه مود چاد توهين لپاره وليکل شي؟
په توهين سره د ټولنې اصلاح نه راځي، که وغواړو چې يوه سالمه ټولنه ولرو، نو اول بايدخپلې نيمګړتياوې سمې کړو، خپل ځان د پوهې اوادب په ګاڼه سمبال کړو، څود نورولپاره نصيحت واوسو، بل داچې که هرڅومره ليکنې وکړوکه ښې وي اوکه بدې تر پيړيو پيړيو پورې به موجودې وي، نوکوشش بايدوکړو چې ښې ليکنې ولرو، څوپه ټولنه کې مونوم په ښوسره يادشي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نورولي خان توروبوال ،عربي متحده امارات العين
۲۰۰۹\۴\۱۰