مهتر لام با با ادبي ټولنې خپله ((۱۱۳ )) مه اونيزه غونډه وكړ

مهترلام بابا ادبي تولنې خپله ۱۱۳ مه اونيزه غونډه د جمعې په ورځ د روان ۱۳۹۱لمريزكال د وري په يولسمه نېټه په پي سي ايس كال كې د ښاغلي مولوي توحيدي په مشرۍ تر سره كړه محسن صديقي د غونډې ځانګړى مېلمه ټاكل شوى وود وياندو يي چارې نظير الحق قريشي تر سره كولې غونډه دبرهان الدين بيتاب لخوا د كلام پاك د مباركو اياتونو په تلاوت سره پېل شوه او له پرېكړې سره سم د ښاغلي تحسين الله تحسين شعر (( سوله نه ده پكار )) كره كتنې ته وړاندې شوه چې ګډونوالو پرې ژورې او ګټورې خبرې وكړې دشعر خامۍ او خوبۍ يې ور په نخښه كړې .
دغونډې په دويمه برخه كې ازاده مشاعره وشوه چې مولوي توحيدي ،تحسين الله تحسين ،نور عبدالرحيمزى ،عبدالطيف ،محمد هارون خان ،خوشحال خان اخنزاده، قدر الله الكوزى ،برهاندالدين بيتاب ،ميرعالم نويد،حاجي ګل اغا شهباز،شهزاده رحيمزى نظيرالحق قريشي او يو شمېر مينه والو برخه اخستې وه غونډه د ماښام لمانځه نه ورسته د توحيدي صيب لخوا په دعايي كلام سره پاى ته ورسېده پرېكړه وشوه چې راروانې اوونۍ ته به مولوي توحيد خپله نثري ليكنه كره كتنې ته راوړي .