
پاکستان پنجاب مرکز لاهور کې دافغان محصلينو په سرنوشت لوبې کيږي
او دسړکونو پر سر شپې سبا کوي
ًهغه افغان محصلین چې تقريبا شپږ کاله مخکې پاکستان هيواد لاهور ته په بورسونو باندې راغلي بې سرنوشته ګرځي دا پداسې حال کې ده چې په 2012 او 2013 کالونو کې د ليسانس دورې د بشپړولو لپاره دمرکزي حکومت له لوري په رسمي توګه راليږل شوي ؤ چې له دې جملې څخه يې زيات شمير محصلين پوره يو نيم کال مخکې فارغ شوي چې اوس هم همداسې بې سنده ګرځي او ديو نه معلوم راتلونکي لپاره شپې سبا کوي او دپاتې محصلينو پوره شپږ مياشتې کيږي چې وروستی سميستر خلاص شوی او تر اوسه يې دراتلونکي لوری معلوم ندی ياده ستونزه مو څو څو ځلې په اسلام اباد کې دافغان سفير ښاغلي عمر زاخيلوال سره شريکه کړي بلکې دوه ځلې مو په ډليز ډول دسفارت مخې ته خپل غږ پورته کړی چې دسفير لخوا ډاډ راکړ شوی مګر وروسته به يې نتجه صفر وه بلکې يو ځل خو يې ځان بيخي عاجز ښودلی وروسته مو خپل مشکلات دافغانستان دلوړو زده کړو له وزارت او په افغانستان کې دپاکستان له سفارت سره هم شريک کړل متاسفانه چې له هغه ځايه هم ناهيلي راروان شوو لدې وروسته مجبوره شوو ترڅو د اعتراض په ډول دسرک پر سر شپې سبا کړو چې دا درې شپې دلته په لاهور کې دمطبوعاتو دټولنې مخې ته دسرک پر سر شوګيرې کوو چې هيڅوک مو هم غږ نه اوري بلکې نن ورځې پر افغان محصلینو دپوليسو لخوا ډازې شوي او شديد واهل شوي او په پرادي هيواد کې دنه معلوم راتلونکي لپاره دسرک پر سر شپې سبا کوو .
که موږ دسفارت په نوم کوم څه لرو نو نن مو بايد پوښتنه وشي
نو ورستی او جدي غوښتنه مو له مرکزي حکومت څخه دا ده چې نور په افغانستان کې دپاکستان سفارت وتړي او دبورسونو لړی په ټپه ودروي او يا دې دمحصلينو مشکلاتو ته دتل لپاره دپای ټکی کيږدي .
(په پاکستان لاهور کې دافغان محصلينو ټولنه )