پاکستان کي دافغان مهاجرينود متحدي عالي شورا عمومي غونډه وشوه.

په پاکستان کى دافغان مهاجرينو متحده عالي شورا چى دمهاجرينو د ټولو کيمپونو او ښار ميشتو افغانانو چى په هغى کى دعلماو شورا، په پاکستان کى دافغانى مکاتبو دمديرانو شورا، په خيبرپښتونحوا کى دافغان محصلينو اتحاديه ،دافغانى ډاکترانو اتحاديه، ذفرهنګى ټولنى استازى ، دتجارانو اتحاديه ، د ترانسپورترانو اتحاديه اودورزشکارانو اتحاديه پکى اسازيتوب او نمايندگى لرى خپله عمومي غونډه نن د سپټمبر دمياشتې په دوه ويشتمه نيټه په داسې حال کې چې په خيبر پښتونخوا کې د ټولو افغاني کيمپونو مشرانو او د اجرئيوي اومرکزي شورا څه لپاسه ١٢٠ غړو پکې ګډون درلود د صوابۍ په کمپ کې جوړه کړه٠
 غونډه د قران عظيم الشان د څو مبارکو ايتونو په تلاوت پيل او ورپسې دشورا د رئيس الحاج رحمت الله مومند له خوا پرانستونې وينا وشوه ٠ له هغې وروسته د اجرائيوي شورا غړو هريو مولوي عبدالواحد او ملک غلام سخي د شورا په اهميت، ارزښت، ضرورت ، اهدافو او لاسته راوړنو خبرې وکړې او په اړونده موضوعاتو يې پوره رڼا وچوله، وروسته بيا دعالي شورا يو شمير غړو چې په هغوي کې ملک مرسلين ، محمد نور احمدزى ، حاجى انارگل، حاجى احمد جان ، على خان ، خير محمد، نيازمحمد، عبدالظاهرسادات ، داکتر جبارخيل ، لعل محمد او ملک محمداګل د شورامالي مسئول خبرې وکړې، د مهاجرينو په ستونزواو نورو ورپيښو مسائلو وغږيدل اوله شورا سره يې د خپل اړخيز ملاتړ څرګندونه وکړه ٠ په پاى کې د شورا وياند او د تعليمي چارو مسئول اما ن الله نصرت دغونډې پريکړه ليک او غوښتنې چې په بشپړ تفصيل ليکل شوې وې د غونډې برخه والو ته واورولې چې د ټولو له خوا يې بشپړ تائيد وشو٠ غونډه په دعائيې سره پاى ته ورسيده