
د خبري رسنيو د رپوټونو، څېړنو
او تبصرو پر بنسټ داسې ښکارېږي چې امريکا د بيړني وتون په ستراتېژي کار کوي، خو دا
چې تر شا به يو ډېر کړکېچن اکر بکر (وضعيت) پرېږدي، پدې کې هېڅ شک نشته . که
امريکا په ښکاره سره وايي چې دوی بريالي دي ، د وتون لار نه، بلکې پاتېدل لټوي او
افغان مقاومت يې ځپلی، نو دې پوښتنې ته به څه ځواب ووايي چې :
·
په اسمان کې مو الوتکه، په ځمکه مو ټانګونه ، په ښار، کلي، سړک، کوڅه،
سنګر، ملکي او نظامي تمځايونو کې مو
سرتېري، په وزارتونو کې مو مشاورين او په سفارت کې مو دېپلوماتان نه دي په امن، نو
تاسې څنګه بريالي ياست؟
امريکا ماته ده او وتل يې هرو
مرو دي . د افغان ولس لپاره که څه هم چې د
امريکا ماتې او وتون ستره بريا ده، خو تر ټولو ستره بريا به هر ګوره دا وي چې د
امريکا له وتون وروسته نظامي ، سياسي او
اقتصادي بنسټونه وساتل شي، د خپلمنځي جګړو ، غلا، چور، وژن او يرغمل مخه
ونيول شي . تر ټولو اړينه دا ده چې بايد د افغان ولس د سر سړي ، نظامي، سياسي،
اقتصادي او علمي کدرونه وساتل شي چې څوک يې مړه نه کړي .
د امريکا له وتون وروسته ګواښمن
او خونړي ننداريځونه (صحنې) او د پراخې
تباهۍ لاملونه ډېر دي، خو تر ټول ګواښمن هغوی يې د شمال جنايتکاره ټلواله، پرديپال
او ناپوه طالبان دي . شمالي ټلواله به د ايران، روسيې، هند او ان پاکستان (چې دوی
يې خپل غليم هم ګڼي)، په امر او بولنه د دولت هر هغه څه چور کړي چې په لاس ورځي، د
خپل کلتور، عادت او تږې له امله به هغه څوک ووژني چې مخې ته ورشي، هغه څه به وران
او وسوځوي چې ولس پې اباد او پرمختګ کوي . د شمالي ټلوالې اړوند سرتېري، نظاميان،
سياستوال او هر دولتي او غير دولتي کارمن به هر څه چور کړي، تر وسه پورې به يوه او
بله خوا تر اور او ګوليو لاندې ونيسي، خو کله چې زور پرې ورشي، بيا به وتښتي او
خپله د واک سيمه به له اور سره لمبه کړي .
طالبان هم تر شمالي ټلوالې کم نه
دي . دوی هم د وينو تږي دي او هم د لوټمارۍ، هم د ټلوالې په څېر پرديپال دي او هم
د ولس غليمان . او که په ريښتيا سره غور وشي ،
طالبان د افغان ولس لپاره دومره خطرناک دي لکه يهود چې د عراقيانو لپاره وو
او دي :
پر عراق تر يرغل وروسته، اسرايئلو تر ټولو لمړی د عراق
علمي کدرونه،ساينسپوهان، انجينران، ډاکتران او ... ووژل . د يو کال په موده کې يې 1500 ساينسپوهان چې ستره برخه يې
فزيکپوهانو جوړوله، ترور کړل . په دغه وژن کې دويمه درجه ايران برخه واخيسته او
دريمه درجه امريکا .
د طالبانو
د بدمرغه پيداښت له پيله تر اوسه پورې، د افغان ټولنې علمي سيستم په بېسارې کچه له
منځه ولاړ، علمي کدرونه ووژل شول، له ملکه وشړل شول، پوهنتونونه په عربي مهدونو
(زانګوګانو) او لجنو باندې بدل شول (که ريښتيا ووايو په ترهګريز مرکزونو بدل شول)،
علم ته په سپکه سترګه کتل کېدل او له بده مرغه چې لا اوس هم ورته کتل کېږي .
طالبان لا لګيا دي ډاکتران،
انجينران، ښوونکي او ان ماشومان زده کوونکي په يوه او بل نامه وژني، څوک د انګليسي ژبې په جرم وژني
او څوک د رياضي . طالبانو چې څومره ښوونځي وسېځل، په نړۍ کې ساری نه لري . تر ټولو
ستره حيرانتيا دا ده چې امريکا قرآن شريف وسېزي، خلک په لاريونونو کې ځانونه وژني،
خو کله چې طالبان ښوونځی له ديني کتابونو سره وسېزي، خلک هېڅ هم نه وايي او نه هم
طالبان خپل عمل بد ګڼي . دا په دې مانا نه چې د امريکا په وړاندې بايد خوله پټه
ونيول شي، بلکې په دې مانا چې لکه څنګه چې
امريکايان غندو، بايد همداسې طالبان هم وغندو .
له بده مرغه چې دا به تر يوه
ځايه ريښتيا وي چې طالبان او شمالي ټلواله دواړه خپل خواخوږي هم لري . دغه خلک به د
ډول ډول لاملونو پر بنسټ د طالبانو يا شمالي ټلوالو په ژمنو غولېدلي وي، خو بايد
ولس، په تېره د طالبانو او شمالي ټلوالې خواخوږيو ته ووايو چې دغه ډلې په ولس کې
کوم بېخ او بنسټ نه لري، نه دوی ولس ته ژمن پاتې کېږي او نه هم د ولس غوښتنو،
اړتياوو او هيلو ته ځواب ويلای شي . دغه
ډلې په ټوله مانا سره پردۍ، ناپوه، ظالمې او باطلې ډلې دي چې په شتون کې يې سترې
سترې بدمرغۍ پرتې دي، لمن يې له اور او غضب څخه ډکه ده او ملګري يې د ذلت سبب ګرځي .
د امريکا له وتون وروسته د
افغانانو د بدمرغۍ څو ستر لاملونه مرتد ګاونډي ملکونه (ايران، پنجاب)، هند، روسيه
او تورکيه هم دي . دوی به هر يو او تر خپله وسه د خپلو ګټو لپاره د افغانانو په
وژن او بدمرغۍ کې خپل رول ولوبوي او هڅه به وکړي چې په بې ثباته افغانستان کې خپلې
ګټې وساتي . له دوی څخه به تر ټولو ډېر پنجاب او ايران په افغانستان کې د سولې او
ټيکاو د مخنيوي لپاره هر څه وکړي . دوی به نه يوازې د ولسي بېګنا خلکو په وژن لاس
پورې کړي، بلکې همداسې به تر خپله وسه د افغانستان علمي، سياسي، ټولنيز او اقتصادي
بنسټونه له منځه يوسي، هغه که د انګورو او پستو ونې وي، که د اوبو بندونه او که د
برق فابريکې وي او يا هم ښوونځي او پوهنتونونه، که جرګې وي او که ټولنيزې ناستې
ولاړې .
پوښتنې را پيدا شي چې افغان ولس
به له دغو بدمرغو ډلو، غلو، داړه مارانو، له مرتد او وحشي ګاونډيانو او د
ناټويانو، په تېره د انګلستان او امريکا له توطئو څخه څنګه ځان خلاصوي او ايا دا
به کېدون ولري چې پرته له جګړو، د وطن له ړنګولو، د نظامي او سياسي بنسټونو له
نړولو، د سياسي، نظامي او علمي کدرونو له وژلو څخه پرته افغانان سوله ټينګه کړای شي؟
د افغان دولت په ډېرو برخو کې د
پرديو غلامان،مجرمين، غله او . . . برخوال دي، نو د امريکا له وتون وروسته په
لومړيو شېبو کې به افغان دولت له خورا لويو لويو ننګونو سره مخ شي . د چور او تالان ياران به له خپلو
اولجو سره په يوه او بله وتښتي . د اردو او پوليسو وطنپال او پتمن پرسونل به د پاڼ
او پړانګ تر منځ شي :
که وسله پر
مځکه کېږدي، نو دا به له وطن، ولس، خلکو او خپل قسم سره خيانت وي، که طالبان او
شمالي ټلواله ولي، نو بيا به کورنۍ جګړه پيلېږي . او که ځان ورته تسليموي، نه يوازې دا چې دا به
خيانت وي، بلکې وژل کېږي به هم . شمالي ټلواله او طالبان بيا همداسې يو حالت غواړي
. دوی غواړي چې افغان ولس يو ځل بيا له پت، عزت، علم، پرمختګ، سياست، خپلواکۍ او
ټولنيزي راشه درشه څخه بې برخې کړي .
نو ښه به
دا وي چې ملي امنيت، اردو، پوليس، سياسي، اقتصادي، علمي، ديني او ټولنيز بنسټونه
په دې اړه خبرې وکړي چې څنګه د امريکا له وتون وروسته ټول بنسټونه او ټولنيز نظم
وساتي . دوی بايدد مقاومت کرښو ته ووايي چې د امريکا له وتون وروسته هېڅ وسلوال کس
حق نه لري چې ښار، ولايت يا ولسوالۍ او يا هم دولتي دوترونو ته ننوځي او په دولتي
پرسونلو جګړه پيل کړي . همداسې د قومي مشرانو لخوا بايد په هره ولسوالۍ کې جرګې
جوړې شي چې څنګه او په څه ډول دولتي او ټولنيز نظم وساتل شي او د ورانۍ مخه ونيول
شي .
که افغان
دولت، ولس او وسلوال مقاومت په خپلو کې سره جوړه ونه کړي او نظم ونه ساتي، نو ښه
کېدون لري چې د نوييمې لسېزې ترخې پېښې په سلګونې توګه تکرار شي .