لیکنه- عبدالجمیل ممتاز
اوس همدغه یوه اندیښنه د ټولو په ذهنونوکې
راټوکېدلې ده؛ چې افغانان به بیا داځل دوزخ ته لاړ شي او که همداسې به د جنت او
دوزخ تر منځ په څلور لاري کې تم پاتې شي. خلک چې ډیره ویره لري، هغه د کورني اخوډب له يو بل خونړي داستان څخه ده؛ چې ګمان کیږي د ۲۰۱۴م کال په پای کې به
د نړیوالو ځواکونو له تېښتې سره سم پیلېږي.
د نمرود اور
ته پوره لس کاله د سون توکي راټول شوي دي، خو دا ځل د نمورودیانو دغه اور ته ابراهیم نه! افغانستان یوځل
بیاوراچول کیږي.
خبره خو له دواړو خواوو راشړېدلې ده، د امریکا په
مشرۍ نړیوال ځواکونه په خپلو دریځونو کې رښتیني نه دي، ستراتیژي یې لکه د هوا
حالات چې ورځ وځي ، بدلون مومي.
اوس پوښتنه همداده چې د اسامه له وژنې وروسته په
افغانستان کې جګړه د څه لپاره ده؟ ولې لا هم افغانان وژل کیږي؟ آیا دوی د افغانو
له وژلو څخه خوند اخلي او که یې ګټې د دغه ولس د وینو په بیه تر لاسه کیږي؟ دا سمه
ده چې ملا محمد عمر د القاعدې ډلې ته په خپله خاوره کې پنا ورکړه او هغه د
افغانستان له خاورې څخه پر امریکا برید وکړ، چې په پایله کې امریکایان او نړیوال
ځواکونه افغانستان ته راننوتل او یوازې د
القاعدې نه چې د طالبانو د وینو سره سم یې د ملکي بېګناه افغانانو وینې هم توی کړې. خو
اوس یوازې اسامه له منځه تللی دی، د ډلې روزل او پیاوړي کیدل یې لا همغسې
دوام لري او د طالبانو په ځواک ک
ې خو هم
هېڅ بدلون نه دی راغلی، همغه امیرالمومنین، همغه نظام او همغسې په کلکه مبارزه.
نړیوال په القاعده پسې راوتلي او القاعده له همغه
پیله په ګاونډي هیواد کې روزل کیږي او هملته اډې لري، اوس چې دا لس کاله جګړه له
طالبانو سر ه روانه ده او طالبان هم همغسې پیاوړي پاتې دي، لکه و چې؛ ددې دلیل څه
دی؟
دلته زه لوری نه واقع کیږم، موخه مې یوازې د خبرې
سپیناوی دی؛
دا چې نه طالبان له پښو ولویدل او نه هم نړیوال
ځواکونه بریالي شول؟ نو یا خو نړیوال په هغه نوم چې راغلي هغسې نه دي
او یا هم له ماتې سره مخ دي چې اوس د تېښتې لپاره بهانه لټوي. که چېرې دا وګڼو چې امریکا د طالبانو د ماتولو
توان نه لري نو بیا دې هغې تمې ته هم د پای ټکی کېښودل شي چې ګواکې امریکا به د
القاعدې جرړې وباسي او په افغانستان کې به د امن راوستو جوګه شي. که په لنډه توګه
د دوی د راتګ، د دوی د کړنو او هغه شومې پېښې چې په دې لنډ وخت کې د دوی له لوري
رامنځته شوي دي تعبیر شي، نو دا په ځغرده د ویلو ده چې امریکا او نړیوالو په
افغانستان کې هغه څه وکرل، چې د دوی له وتو سره سم به د ځمکې پر مخ راوټوکیږي او
افغانان به پرې پخپلو کې داسې سره اخته شي، چې تېر اخوډب، یو تر بله خوړل او همغه
ټول وحشت به ورته نکل وي.
په بګرام کې د قرآن کریم سوځول او سمدستي ور پسې
په کندهار کې د دوه کورنیو د بې ګناه غړیو عام وژنه؛ همداسې نورې ډېرې پیښې دي چې
امریکا د افغانانو د آزمېښت لپاره تر سره کړلې، تر څو دا جوته کړي چې آیا افغانانو
کې د یووالي څه نا څه احساس پاتې دی او کنه؟ خو زما په فکر امریکا او نړیوال اوس
خپل دغه هدف ته رسیدلي دي او د ډاډ یې تر لاسه کړ ی چې افغان به نور سره متحد نشي.
طالبان یا وسلوال مخالفین، چې
د هغوی له برکته ګاونډیان تر موږ ډېر ددغه هېواد په چارو کې لاس رسی موندلی دی، نه
غواړي چې دا هېواد د واحد افغانستان څېره ولري او ویریږي چې لږ تر لږه لس کاله که
افغانان یو موټی پاتې شول نو همغه د سلطان محمودغزنوي، احمدشاه ابدالي، شاه محمود
هوتک او............... له هیبتناکه ګوزارونو سره مخ شي.
یو خو پردي په چا زړه نه خوږوي او بل دا خپلو ته ګوره چې یو بل ته نه
تېریږي؟ دولت په یوه پایڅه کې پښې منډلي دي او مخالفینو په بله پایڅه کې، دواړه
اخته دي او زورونه وهي. هاخوا اپوزیسیون بیا دواړو ته غل دی، هغه له پیله همدا یوه
خبره کوي چې نه دې هغه وي او نه دا. بس اپوزیسیون د واک وړ دی او څوکۍ دې ورته
پرېښودل شي. د حیرانۍ خبره دا ده چې ټول
دولت یې وخوړ، واک له دوی سره دی، له امریکا سره د افغانانو د وژلو تړون همدوی
لاسلیک کړی، تر ټولو مخکې همدوی ځانونه د حق او حقوقو وړ ګڼي او داسې خبرې کوي لکه همدوی چې د افغانستان
وي او بس. دا قناعت به هغوی ته څوک ورکړي؟
د هویت په تناسب اوس هم په دولت کې درې
برخې زیات همدوی ځای پر ځای دي. کرزی غریب خو تش په نوم ولسمشري کوي، که واقعیت ته
ځیر شو نو په افغانستان کې ملک الطوایفي روانه ده چې په راتلونکي کې د یو لوی
ناورین ویندویي کوي او د لامل پوره یو اړخ به یې همدغه مغروره ډله وي.
بله داده چې؛ آیا له یو ولسمشر سره همداسې ښایي؟ د
هغه دا څلورمه دوره پاچاهي شوه، خو یو پیاوړی دریځ یې تر اوسه لا ولس ته څرګند نه
شو، حال دا چې له دغه کړیدلي ولس سره یې د امن او امان او هوساینې ژمنې په وار وار
کړې دي، خو بیا هم پر هغوی بمونه رالوېدلي، ځان وژونکې حملې پرې شوي، زندانونو ته
په ناحقه یو وړل شوي، د دوی د مقدساتو سپکاوی شوی، تور سرې بې عز ته شوي دي او
.............. خو ولسمشر ایله غندلي او یا یې هم د بندېدو سوال کړی دی. هغه
خوارکی همدې ته خوشحاله دی، چې افغانستان ته یې دیموکراسي راوستله. خو دومره فکر
یې لا تر اوسه نه دی کړی، چې د دیموکراسۍ نوم په افغانستان کې خلک څه ډول معنا
کوي؟ یوه ډله خو مطلق د کفر ټاپه ورباندې لګوي او دا وایي چې دا خو د غربیانو نظام
دی. بله ډله بیا ددې په خاطر ورته درناوی کوي؛ ځکه چې هغوی د ډیرو ګناهونو مرتکب دي او دم ګړۍ د همدغه نوم تر سیوري لاندې
ځانونه مسؤن ګڼي، پاتې شوه د دیموکراسۍ اصلي معنا! هغه دې بیا کرزی صاحب د ځان سره
په دې غور وکړي چې دغه یاغي ټولنه څه وخت دې ته چمتو ده، تر څود د یموکراسۍ په
معنا او ارزښت وپوهیږي؟
دا هم د حیرانتیا خبره ده! طالب چارواکي له هغه
ځایه د افغانستان دولت ګوډاګی ګڼي، حال دا چې د دوی رګ - رګ د پاکستان له خوا
رهبري کیږي، دوی ته هر څه پاکستان ورکوي او آن غیر مستقیمه مشري یې د پاکستان ISI څانګه په غاړه
لري. بله دا چې په دې نږدې څو کلونو کې هغه ایران چې د طالب د رژیم سرسخته مخالف
و، هغه اوس دوی سره د هر ډول مرستې کولو ته تیار دی، نه پوهېږم چې دوی به په دې
پوهېږي او که سترګې به ور باندې پټوي، چې ایران بیا د کومې خواخواږۍ له مخې دا
مرستې کوي، که د مذهب له مخې ووایو، خو څومره چې هغوی له سني مذهب سره مخالفت کوي،
هومره کافر له مسلمان سره دښمني نه ده کړې، که د ژبې او کلتور له مخې ووایو نو بیا
به تاریخ را پورې وخاندي او په دې به تر نورو ډېر دوی ښه پوهیږي چې په هېواد کې
مذهبي، کلتوري او ژبني تعصبونو بنسټ چا ایښی دی؟ خو له دې هر څه سره - سره بیا هم
دوی خپل امارت خپلواک او پر حق ګڼي.
دا چې څوک پر حقه دی او څوک ناحقه، دا د یوې سترې
قضا دنده ده، خو د راتلونکي ناورین لامل به همدغه کورنی مخالف مثلث وي.
وروستي