د ژوند ګيله له دغه بې غوره ولس څخه

 زه یم ژوندون زما ژوند پال خوښیږي
 
چی مې په تشو ګزارو تېروې
بیا به دې نوم د چا په خوله وانخلم
رنګ به دې ورک شي له دنیا نه ګله
نور به دعا درته په زړه وانخلم
ټولې پلمې ستا د سبا په نوم دي
درنه روانې جنازې دي د نن
لاړو د ګل موسم خوبونو یووړ
وایه ! ته څوک یې او په څه شي مین؟
ستا تش په نوم باندې ایمان څه په کار
قرآن د خټو په تاخچه کې زوړ شو
ته یې چی ستایې د کافر په نامه
هغه د دې کتاب په ګټو موړ شو
ته لا د ډانګ د جوړولو نه شوې
زه به دې څه کړمه شمله دوه ګزه
هر وخت لوټلی یې پردو لیوانو
یو درنه ځي او بل راځي په مزه
ته چی تر اوسه خپل ځان نه پیژنې
څنګه به وپیژنې خدای او انسان
دنیا ودانه شوه دا ستا په خاطر
ته لا خبر نه یې له دغه داستان
ورځ دې ګڼلې ده چې راوړې وخورې
شپه خودې هسې هم په خوب تېره شوه
دا دې منلې چی دنیا تېره ده
په لیوني هم لیونتوب تېریږي
پښتو پښتو باندې دې خوله شخه شوه
خو تا پښتو لا پېژندلې ده
په نه خبره دې ټوپک رااخیستی
خو نتیجه یې تا ګڼلې نه ده
څه دې چی زړه غواړي د بل نه منې
تن خو والله که لا خپل پلار ته ورکړې
که د خدایۍ دعوې دا اوس هم کېدای
لومړی ځواب خو کردګار ته ورکړې
څومره پر ځان باندې مغرور یې ګرانه !
شاید د ځان مثال ونه وینې هیڅ
دا نور به خدای خبر چی څه درښکاري
که دې د ځان کمال ونه وینې هیڅ
کافر خو یو د الله حق خوړلی
تا خو نه خپل اونه پردی پرېښود
مړي دې ټول تر خاورو لاندې خرڅ کړل
نه دې په خوا کې هم ژوندی پرېښود
ستا اولادونه به ډاډه وي پر تا
چی ځه خو پلار یې شته نو غم نشته
تا په رمو او په پادو کې لوی کړل
اوس پکې وګوره یو سم نشته
نور په سپوږمۍ او په مریخ کې ګرځي
ته لا تر اوسه درېدلی نشې
بیا به نو تمه درنه وشی د څه ؟
چی ښه او بد لا پیژندلی نه شې
هسې دې بنده غورځولې ځمکه
ای په کچه عقل کې پوخ انسانه !
پرېږده چی دا د انسانیت ځاله شي
ای تر ټوپکه هم بدمرغه خانه !
دا خو ، له ځانه لږ پوښتنه وکړه
ته چی پیدا یې نو د څه د پاره ؟
نه دې دريځ نه دې هدف معلوم دی
سبا به مړ یې ای بې غوره یاره
پر ما لعنت شه چی یم ستا په برخه
تا خو د کرکې په هستۍ وخوړم
نور درنه ستړی یمه خدای ومنه !
تا ځوانیمرګ په دښمنۍ وخوړم
پوهیږې داسې بدرنګي ولې ده ؟
ځکه ، چی ته پکې بې لاسو پښو یې
کنه پاکوالی د ایمان برخه ده
تا ته چی ګورم، ته د شرمېدو یې
په خدای چی غم دې ستړی کړی دی نور
په خدای چی مرګ هم په ژړا راغلی
دا خوار وطن خو هېڅ ویلی نشي
په خدای چی رنګ یې په ووبا راغلی
که خدای مې ستا له شره وباسي نور
زه یم ژوندون زما ژوندپال خوښیږي
زما په تورو هدیرو کې څه دي
زما د ژوند کولو خیال خوښېږي